د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دقبض علاج په خوراکې تو کو سره

خیریوسی
15.01.2006

ګرانو وروڼو او خوندو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
معده کور دمرضو دی
مور او پلار باید دماشومانو پر خوراک پام وکړی که ماشوم مریض شی اول دهغه په خوراک کی فکر وکړی چی ماشوم څه شئ وخوړې مثلا نخود ، بادام ، پیسته ، پلۍ ،هګۍ او داسی نو چی ماشوم ژر قبض کوی
دقبض څه علامې دی
دسر درد
دپښو درد
که سوده وی ډیر پریچۍ( دذکام علامی ښکاره کیدل )
پرخوړو خوا ګرځیدل
هغه ماشومان چې سخت قبض شې (سده شی) تبه یې شی سر او بدن یې ډیر تود وی او پښې یې یخی وی

اول :
3 یا 4 دانی تازه انځر کوچنې ټوټي کړی د10 دانو کشمشو سره په یو ګیلاس شیدو سهار په نهاره خوړل کیږی

دوهم :
شپږ دانې وچ انځر ماښام په اوبو کی کښیږدې سهار یې په نهاره وخوری

دریم : یوه یا دوی کاچوغې شهت ( عسل) په یوه ګیلاس ګرمو شیدو کی چښل کیږی

څلرم : بوسه (شکم پاره، اسپغول) په شیدو کی چښل
او یا په لاندی طریقه جوړول :
پنځم :
دبوسې نباداغ :
دیګ بر اور کښیږدې یوه یا دوی کاچوغې بوره ورواچوې چی بوره وېلي شی اوبه ورواچوې یوه کاچوغه بوسه ورواچوې یو جوش ورکې توده توده چښل کیږی که سوده وی هم لیری کیږی

شپږم :
توره اریړه :
توره اریړه په غوړوکی سره کړې بیا یې برکاغذ دوی دری ورځې اواره کړې وروسته یې میده کړی داو بوسره او یا په مستو کی خوړل کیږی

اوم :
دبیې دانې نباداغ :
دیګ بر اور کښیږدې یوه یا دوی کاچوغې بوره ورواچوې چی بوره وېلي شی او به ورواچوی چیې او جوش وخورې بیا یوه کاچوغه بیې دانه او یوه کاچوغه بارتنګ ور واچوې او جوش ورکۍ
بیا دوی کاچوغې دزیتون تیل ور واچوې

الدال علی الخیر کفاعله

مینه مننه
ابو محمود


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more