د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

شات (عسل) دچنګاښ او نوروډیرو مرضو علاج دی

خیریوسی
28.12.2005

شات (عسل) دچنګاښ او نوروډیرو مرضو علاج دی

الله سبحان وتعالى په سورة النحل كي وايي " وَأَوْحَىَ رَبّكَ إِلَىَ النّحْلِ أَنِ اتّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتاً وَمِنَ الشّجَرِ وَمِمّا يَعْرِشُونَ * ثُمّ كُلِي مِن كُلّ الثّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبّكِ ذُلُلاً يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَآءٌ لِلنّاسِ إِنّ فِي ذَلِكَ لاَيَةً لّقَوْمٍ يَتَفَكّرُونَ " [النحل:68_69]

اصلي عسل څنګه پیژنلای شو:

1- اصلي عسل ډیر قوی بوی لری سیده و دماغ ته رسیږی
2- اصلي عسل که پر مځکه توی کړی په خاوره نه ګډیږی نه خاوره په ځان ګډوی یوه غوټه ولاړ وی
3- هغه عسل چی اصلي نه وی پر مځکه اورار شی او خاوری په ګډې شی
4- اصلي عسل که هر څو په پریج، پریزر کی یخ وساتل شی نه یخې کیږی

غذا ملکي ( دپاچا غذا):

غذا ملکي ډیره قوی غذا ده او دډیرو مرضو دوا ده سرښناکه ماده ده په هغه کی پروتین 40-50٪ او تیل8-15٪ ومواد معدنی 3-4٪ او ګلوکوز او ولی فولوز او نور موادو وجود لری

دچنګاښ دمرض دپاره :

100ملیګرامه غذا ملکي دشور ګنی تازه راخستل شوی په اوو ورځو کی یوار او عسل یو کوچنی ګیلاس دشورګنې سره هره ورڅ خوړل کیږی
او خپل بدن دی په عسلو او دزیتونو په تیلو غوړوی او بیا دی په تودو اوبو بدن پریلوی
اویا میده شوی توری دانې ( شونیز ، کونجې )چی په عسلو ګډي شوی وی دګازرو په اوبو کی چښل کیږی

قبض ماتوی :

په یوه ګیلاس یخو شیدو کی یوه کاچوغه غذا ملکي تر بیدیدو دمخه چښل کیږی

قې دروي :
لونګ دی په اوبو کی ښه وایشوی او په عسلو دی خواږه کړی یو کوچنې ګیلاس دی تر ډوډې دمخه وچښی

ددستونو ( امل) دروی :

یو سړی ورسول کریم صلی الله علیه وسلم ته راغلی اوورته ویی ویل چی دفلانی ګیډه ډیره خراپه ده یی ورته رسول کریم صلی الله علیه وسلم دعسلو په چښلو امر کړی څو څلرم وار راغلی او رسول کریم صلی الله علیه وسلم دعسلو په چښلو امرکړی او ویی ویل چی الله صادق دی او ستا دورو ګیډه درواغجنه ده چی څلرم وار یی عسل وچښل دهغه سړی دستونه ودریدل روغ رمټ شو

دمعدې دزخم دپاره :

نیم ګیلاس عسل یو ګیلاس تودې شیدی عسل به شیدوکی ښه ګډکړی او بیا به هغو په اندازه دکیلی وچ شوی پوستکی میده کړی ټوله به سره ګډ کړی
یوه کاچوغه سهار يوه ماښام خوړل کیږی

دسیل دمرض دپاره :
په عرګ ګلاب کی دی عسل ګډ کړی چی دواړه په یوه اندازه وی کوچنی ګیلاس سهار اوبل ماښام چښل کیږی

دزړه دپلو دقوت دپاره :

یوه ګاچوغه عسل په لږ ابو کی ښه ګډ کړی او لږ څه میده انار پوس په ګډ کړی او دری څاڅکی غذا ملکی ورسره ګډ کړی یوه میاشت خوړل کیږی

دروماتزم دپاره :

په یوه ګیلاس تودو اوبو کی یوه کوچنې کاچوغه میده توری دانې او عسل او لږ د زیتون تیل ورواچوی که لږ کافور په ګډ شی ښه به وی ښه یی سره ګډ کړی تر بیدیدو دمخه خوړل کیږی او هغه ددرد ځای په عسلو غوړ کړی او په تود ټوکره یی وتړی چی تود وساتل شی

دکوچنې دپیداکیدو دپاره :

هغه وخت چی دکوچنې دپیداکیدو درد پیداشی یو کوچنې ګیلاس عسل دی وچښی او وروسته دکوچنې تر پیداکیدو دی عسل ډیر خوری کهپه ایشیدلو ملخوځو کی عسل واچوی هره ورځ یی وچښی دکوچنې دمور شیدی به هم ډیری شی

دجنسې طاقت دپاره :

دری کوچنې پیاز داسی میده کړی چی اوبه شي په هغه اندازه عسل ورواچوی او پر اور چی توند نه وی کښیږدی او ښه یی ولړی وروسته تر سړیدو میده شوی تورې دانې او د ملۍ تخم په ګډ کړی
لکه مربی داسی یی وخوری

دسترګی دهر مرض دپاره :

یوه کاچوغه عسل خوږل کیږی او سهار وماښام ستګې په عسلو توریږی

دغاښو دقوت دپاره :

لږڅه سرکه په هغه اندازه عسل دی ښه سره ګډ کړی او هغه دی په خوله ولغړوی اوبیا دی وروسته عسل په غاښو دمسواک په طریقه وموږې هیح وخت به یی غاشونه چنجی ونه کړی

دویښتانو دپاره :
لږ عسل او په هغه اندازه دزیتونو تیل سره ګډ کړی ویښتان په غوړ کړی او په اټوال کی یی دنیم ساعت دپاره وتړی ورسته تر نیم ساعت یی پریولی

دزړه دمریض دپاره :

هغه خلګ چی دزړه مریضې لری هغه دی د بورې پر ځای عسل استعمال کړی

دکوچیانو دغاښو راوتل اسانه کوی :

عسل دګوچنې په ورۍ پری وموږې غاښونه به پر اسانه شی

دهغو کوچنیان دپاره چی په ځای کی بولې کوی دهغو دپاره عسل ډیره فایده کوی

محترم وطنمل صاحب داسی نه زما لیکنې ستاسو او دلوستنکو دمزاحمت سبب وګرځیدلې وی ؟

مینه مننه

ابو محمود


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more