د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

مشوره

daud
26.12.2005

درنو وطنوالو او ښاغلئ ابو محمود صاحب !
سلامونه او نیکی هیلی ، په ژوند کی مو خدائ پاک (ج) بریالیتوب نصیب کړه .
ښاغلئ ابو محمود صاحب !
موږ په داسی شخصیتونو چه د خپل وولس د چوپړ دپاره ئی خپل فکری او علمی قواووی عملا په کار اچولی دی فخر کوو او هیله ده چه داسی خیرخواه خلک زموږ په ټولنه کی نور هم ډیر شی ، ستاسی دغه هلی ځلی او ارزښتناکه لیکنی دروغتیا او بدنی سالمتیا په برخه کی ډیری ګټوری او اغیزناکه دی ، ځکه چه وائی سلیم عقل په سالم بدن کی دئ ، الله (ج)ئی د دنیوی او اخروی خیرونه ستا او ستا دلاری د ملګرو په نصیب کړی.
ستاسو په د نیک اقدام سره د ډیرو په وولس مینو افغانانو په وجود کی دخپل وولس د خدمت له پاره تحرک او د مسئولیت احساس را پیدا شو چه د هغی جملی څخه زما یو دوست دئ او په نظر کی لری چه د هغه درملونو نسخی اوترکیب چه د طبیعی بوټو او ګیاوو څخه جوړیږی را غونډی او په پښتو ژبه ئی د یوه کتاب په شکل چاپ او نشر کړی او ددی لاری نه د پښتو او پښتنو د پاره دخدمت مصدر وګرزی ، مادی لګښتونه ئی دده له خوا تامینیږی .
که تاسو او یا بل څوک دا ډول نسخی د پاړسی ، اردو او یا بلی ژبی څخه په پښتو ترجمه کولای شئ او ددی کار سره علاقه لرئ د ټول افغان د همدی پاڼی له لاری خپله امادګی او پته و ښیئ ، تر څو ددغه نیک کار دپاره د عملی اقدام زمینه برابره شی .

په مینه او مننه


خیریوسی
27.12.2005

ګرانه محترم داؤد جانه
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ستا سو محترم او ستاسو دملګری صاحب څخه مننه چی تاسو دداسی یو لوی خدمت اقدام ته ځانونه چمتو کړی الله دی تاسو ته اجر عظیم درکړی
که څه هم چی زه بعضی ستونزی لرم او ډیر مصروف یم که څه وخت پیداکړم هغه به ستاسو او د وطنوالو څخه ونه سپموم زما ایمل ادرس دادی

مینه مننه

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more