د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

استاذ بينوا ته دسترشاعر غني خان ليک اوشعر

زهيرشينواری
06.11.2005

دغه ليک ستر شاعر غني خان بېنواصيب ته هغه وخت ليکلی و چي استاذ په قاهره کي د افغانستان مطبوعاتي مستشار و.: ليک په دې ډول دی :
ګرانه بېنوا! ښه چاري. نن مي ستا پرېشانه افکار په دريم ځل خلاص کړل. نو دا لاندي شعر مي درته ليکلی دی، هغه خو درلېږم خو د شاعرۍ متعلق هم يوه دوه خبري ليکل غواړم. چونکه الفت ملا ليکلي دي چې ته په انګريزي پوهيږې او شايد زما هشنغري پښتو تا ته ګرانه معلوميږی، نو دا خط به درته انګرېزي کي وليکم چي په په کي د بعضي قسمه فکرونه ظاهرول اسان دي:
څه وخت چې ما دخپلو شعرونو مجموعه د خپرولو له پاره کابل ته ولېږله، نو ما صافي ته په خصوصي توګه ويلي چې ستا په لاس دي د هغو شعرونو د کتاب سريزه وليکل شي. ما د ملنګ جان د مړيني په مناسبت ستا خبري اورېدلي دي. که ته د خپلې هغي وينا يو نقل لرې، نو زه به د هغې په تر لاسه کولو ډېر خوشحاله شم.
ستا شاعري زما ډېره خوښه ده، خو په شعروشاعرۍ کي دي چې هر چاته له خپله ځانه د الفت غوندي ملا جوړ کړی دی، نو هغه رنګ مې دي بيا نه خوښيږي. زما خيال دی چې په شعر کي د يو شاعر مرام او هدف له مبلغ او ملا څخه بېخي جلا اوبل شان دی او دا ځکه چي انسان په اساسي او بنيادي توګه يو ځناور دی. هغه خوراک، څښاک، جنسي اړتياوو او استراحت ته ضرورت لري او نور هيڅ ته نه. دا زموږ شاعرانو وظيفه ده چې د انسان پاملرنه دهغه د ژوند او هستۍ لوړو مرکزونو ته وګرځوو چي هغه ممکنه ده دخپل تکامل انعکاس وويني او د خپلي ابدي معشوقې د ښکلا ديدن وکړي. زما خيال دی چې يو شاعربايد د فکر او خيال، قول او عمل په ډګر کي د ښايست عبادت وکړي. او انسان دې ته مجبور کړی چې هغه دخپلو خواهشانو له ګنده ګيو نه مخ عدن خواته واړوي. دا کار په پند او نصيحت نه شي کېدای، زما هغه خلک بديسي چې ماته نصيحتونه کوي. که چري موږ د زړه له کومي د ښکلا اوښايست ستاينه راواخلو نو په دې ډول به موږ دعامو خلکو په زړونو کې د ښايست د قدردانۍ له پاره ځای را پيدا کړای شو. تر کومي چي په ژوند کي د عذاب او مصيبت، درد او غم تعلق دی، زما خيال دی چي موږ ته د ښکلا د تخليق له پاره د هغې قيمت ادا کول لازم دي. هر يو هنر مند دغه بوګنوونکی قېمت ادا کوي او په دوی کي يو څو کسان خوش بخته وي چې د ښکلا او د لربايۍ يو څاڅکی را پيدا کړي. د هغه ښکلا او دلربايۍ د رامنځته کيدو له پاره ته بايد چې د ژوند درد و غم ته ور مخامخ شې.
ډېره – ډېره مننه ستا مخلص غني.
او له همدغه ليک سره يې دغه شعر بېنوا ته را لېږلی:

بېنوا په هشنغري کي ستا يو ورور دلته اوسيږي
بير سری، پټي سترګي پټ پټ شونډو کي موسيږی
ستا قلم چي نولي اوښکې، د هغه سترګي ډکيږی
تا چي خپل درد په ژړا کړي هغه دلته وژړيږی
دلته ناست په هشنغري کي ستا يو يار دی په رښتيا
په خانانو کي يو خان ستا په شان دی بېنوا
خلک وايي لېونی دی عجيبه کوی کارونه
سره او سپين د ځانه ولي، چرته ګوری زېړ ګلونه
د شرابو جام په لاس کې، اوږده وايي حديثونه
کله غواړي په سجدو کي د الله نه شرابونه
ټول بې توله شان تلل کړي دمرګي او د دنيا
ويي که سترګي دمرګ نه وي، ژوند به نه وليدلی چا
ستا په شان د ده زړګی هم د هر خوار سره خوږيږی
په وجود يې څرمن نشته په بڅري اور سوزيږی
زړه ډک د ميو جام دی که لږ رقيږي نو تويږی
ته به وې وينه يې اور ده. په لږ اور سره لمبه کيږی
ستا هر ټنګ سره هنګ وکي يو ستار دی بې بها
ته د نوی کندهار يې، دی د زوړ دی باشندا
ستا د هر سٌر سره يو شاتار ستا د رباب دی
نيم هوښيار نيم لېونی دی يو زوړ شوی شان ګلاب دی
ازغي ډېر ښيست يې کم شو، وايي داسي انقلاب دی
ويې زه توپان يم سمندر يم و په دې څه که ژوند حباب دی
زماخاوره کي ډېر نو شته تشه نه لري د اسا
نه غرور رنګ اوسرور يم سره رنګينه ژړا
ته چې کوم رنګ کي غوپه شې دی هم هغه رنګ کي رنګ شي
چې ته مست په اتڼ ورشې دی ګنګروشي په شرنګ شرنګ شي
چي ته غم فرياد شروع کړې دی بې خوده لکه بنګ شي
چې ته توره کړې راپورته دی يو سر نرتوب په جنګ شي
بل د ده په شان به کوم ځای ځان له ور کړي را پيدا
يارانې له داسي يار، داسي بل د زړه اشنا
ستا په خوا کي چي کوم نور دی، ماکي هم هغه ځليږي
ستا د زړه چينه د رحم دلته رود دی بهيږي
ته چي وينې کوم خوبونه، زما سترګو کي غړيږی
ته چې زانګې په کوم ټال، په هغې غني زنګيږی
ببر سري سترګي ځانته خاندی او ژړيږی
کله ټنګ کله ټکور شي کله ساز کله ژړا
ګډو وډو کي لړلی غيرتونه فلسفه
ډېر څېزونه رب ور کړي چې ښاديږی پې دنيا
چي څۀ غواړې هغه نشته و ستا په شان دی بېنوا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more