د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

پښتو ګرامر کوم کتاب

پښتون ځلمی
31.10.2005

سلامونه او نېکې هيلې
موږ دلته د ټورنټو پۀ ښار کې د پښتو ژبې د زده کړې يو ټولګی پيل کړی دی او دلته ماشومان او ځوانان د زده کړې لپاره راځي . تر اوسه مو ډېر وخت د ليک او لوست لارو چارو زده کولو ته ور کول او پۀ ګرامر مو لا سم پيل نۀ دی کړی . ما سره د پوهاند صديق الله رښتين (پښتو ګرامر) چې سيد محی الدين هاشمي ژباړلی دی او د پوهاند مجاور احمد زيار (پښتو پښويه) دا دوه کتابونه شته دي . دواړه ډېر ښۀ کتابونه دي خو د رښتين صيب کتاب خورا پوخوانی دی او کېدای شي پۀ اوسني وختونو کې پۀ پښتو ګرامر کې هم بدلونونه راغلي وي (کم لۀ کمه ځنې اصطلاحات لکه اسم، فعل، ضمير ... خو پۀ پښتو ژباړل شوي او داسې نور)، بل د دې کتاب چاپ هم ډېر معياري نۀ دی . د زيار صيب کتاب خو نوی هم دی او چاپ يې هم ښايسته دی خو پښتو يې بېخي سوچه ده . کۀ څۀ هم ځنې اصطلاح ګانو سره يې انګريزي ژباړه هم ليکلې ده خو نور نو پۀ مضمون يې زما سر نۀ خلاصېږي . لۀ بدې مرغې زما پښتو دومره کره نۀ ده او کۀ زۀ پرې چېرې پوه هم شم، زۀ هېڅ نۀ شم کولای چې د دې کتاب لۀ مخې يوه کرښه هم دې شاګردانو ته ولولم ځکه چې دوی د پښتو ورځنۍ خبرو اترو سره اشنا نۀ دي نو د دې کتاب پښتو خو بيا ډېره ګرانه ده .

نو کۀ داسې يو کتاب / کتابونه چا ته معلوم وي چې د پښتو اوسنی ګرامر ولري، اسانه وي، څۀ نا څۀ او يا هم بشپړه انګرېزي ژباړه هم ولري .......... نو مهرباني وکړئ ماته يې نوم او د ليکوال نوم (او لۀ کوم ځای څخه يې تر لاسه کولای شم) دلته وليکئ . مننه


larghonay1
28.06.2006

پښتون زلمى وروره سلامونه !
كه چېرته د پښتو ګرامر سره بېخي نابلده يئ نو د پوهان صديق الله رښتين صيب پښتو ګرامر ولولئ همدغه ښۀ كتاب دى .
خو كه پښتو ګرامر سره يو څه اشنايي لرئ او يا غواړئ د رښتين صيب تر پښتو ګرامر نوى او په نويو معيارونو برابر پوخ پښتو ګرامر ولولئ نو د پوهان ډاكټر مجاور احمد زيار صيب پښتو پښويه ولولئ.
دا چې تاسو ويلي پښتو يې سوچه ده او زما سر نه پرې خلاصېږي نو له چا مرسته وغواړئ .
او كه هسې كوڅه يي خبرې يا ګرامر زده كوئ نو چېرته د قصه خوانۍ چاپ پښتو بولچال پيدا كړئ .
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more