د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

هوښيار قاضي

Farhad zaheer
29.10.2005

هوښيار قاضي
وايي چې يو غل له يوه دفتر نه ارزښتناک اسناد او کاغذونه پټ کړي وو ، ددفتر خلکو پوليس خبر کړل. پوليسو تر لټون وروسته غل پيداکړ خو هغه ترينه يو کتابتون ته ننووت ړ پوليس هم ورپسې ننوتل او غل يی ونيو. بله ورځ غل د قاضي په مخ کې ولاړ ؤ قاضی ورنه پوښتنه وکړه چي کاغذونه دې څه کړ؟ غل ورته وويل هغه وخت چې زه په کتابتون کې پټ شوم، هلته يو غټ کتاب و چې کلک پوخ يې درلود . د کتاب نو م راته نه دی ياد ، خو دومره راته په ياد دي چې کاغذونه مې دهماغه کتاب د ٤٥ او ٤٦ صفحې تر منځ کيښودل .
قاضی لږ غلي شو او بيا يې وويل ويې نيسئ دی دروغ وايي؟
يادونه: ګرانو ماشومانو راته وليکئ قاضي څنګه وپوهيده چې غل دروغ وايي؟


کټوازی
09.11.2005

فرهاد صيب سلامونه او ښې چارې !

ولا ځان راته ماشوم ښکارېږي ،ځکه مو پوښتنه جوابوم ،خوددې تر څنګ هيله لرم چې د موضوع عنوان پۀ داسې ډول وټاکئ چې د کومې ځانګړې موضوع ښکارندويه نه وي ياني د هوښيار قاضي پر ځای که يي عنوان د ماشومانو لپاره روزنيزې ليکنې او يا دې ته پۀ ورته شکل وليکئ ،نوټول به وکولای سو وخت پر وخت پۀ دې پاڼې کې ليکنې وکوو ،چې که خدای کول پۀ دې ډول به د ماشومانو نړۍ د ماشومانو د واقعي ذهني او فکري روزنې نړۍ وګرځي تر دې چې دلويانو لپاره به هم يو پۀ زړۀ پوري او جالب بنډار وي !!! پۀ همدې هيله

.............................................. ستا سې پۀ ليکنه کې ،دا پوښتنه چې قاضي څرنګه و پوهېد ، غل ورته درواغ وايي !!؟

زما پۀ فکر قاضي ته له دې څخه جوته سوه ، غل ورته درواغ چې د٤٥ ښتمې او٤٦ ښتمې پاڼې ترمنځ بله پاڼې نشته !!! هاهاهاهاها

[color=indigo:dc0efb416c]اوس راځئ چې زۀ مو هم ذهن و ازمويم ،

پۀ يوۀ ښار کې د پوليسو له خوا د کومې پېښې د مجرمانو پۀ لټه کې دوه سړي او دوه ښځې نيولې کېږي ، پوليس ددې لپاره چې د نوموړې پېښې مجرمان و پېژني او يا لږ تر لږه پر دې تړاؤ څۀ مالومات لاس ته راوړي دپوښتنو او ګروېږنو پۀ موخه ،ښځې يوې او سړي بلې خونې ته ننباسي ،د پوښتنو او ګروېږنو پۀ وخت کې پوليس پرځای ددې چې د لمړۍ پېښې پۀ هکله مالومات لاس ته راوړي ،پۀ يوې بلې اوړي او ددغو ښځو او سړو پۀ نېونې کې له يوې معمه سره مخ کېږي ! هغه پۀ دې ډول ،

ښځې د پوښتنو پۀ مهال له دوئ سره ملګري سړي خپل مېړونه بولي ،خو ددې برعکس سړي وايي چې لورانې (لوڼې) مو دي !!!

حال داچې دواړه لوري پۀ خپل دريځ کې ريښتيني دي ، تاسې وواياست ،چې څرنګه دواړه لوري ( ښځې -او سړي دواړه) رښتيا وايي ؟؟؟ [/color:dc0efb416c]


هادي حيران
10.12.2005

هلکو! دا د ماشومانو پاڼه ماشومانو ته پرېږدئ. څۀ د ځان نه مو قبضه مافيا جوړه کړې ده په هر ځاى باندې قبضه کوئ؟ :P :lol: :P :D :P :lol: :P :D :P :lol:


کټوازی
11.12.2005

..... هاهاهاهاها ،
.... هادي جانه قبضه مافيا نۀ يو ، ولې مو له ليکنو را ګرځوې ، ظالمه !!:oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: ، که دې خپل صحافيانه ذهن ازمويلی وای ښۀ به وو ، ځکه چې تاسې خو ځانته د هر فن مولا واياست ، موږ خو لا ماشومان يو ، لا تر اوسه مو پايپل پاته دی :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops:


Dost
11.12.2005

د ټول افغان مینه والو او خوږووووووو ماشومانو، سلام !
[quote:8da05aa067]پۀ يوۀ ښار کې د پوليسو له خوا د کومې پېښې د مجرمانو پۀ لټه کې دوه سړي او دوه ښځې نيولې کېږي ، پوليس ددې لپاره چې د نوموړې پېښې مجرمان و پېژني او يا لږ تر لږه پر دې تړاؤ څۀ مالومات لاس ته راوړي دپوښتنو او ګروېږنو پۀ موخه ،ښځې يوې او سړي بلې خونې ته ننباسي ،د پوښتنو او ګروېږنو پۀ وخت کې پوليس پرځای ددې چې د لمړۍ پېښې پۀ هکله مالومات لاس ته راوړي ،پۀ يوې بلې اوړي او ددغو ښځو او سړو پۀ نېونې کې له يوې معمه سره مخ کېږي ! هغه پۀ دې ډول ،

ښځې د پوښتنو پۀ مهال له دوئ سره ملګري سړي خپل مېړونه بولي ،خو ددې برعکس سړي وايي چې لورانې (لوڼې) مو دي !!!

حال داچې دواړه لوري پۀ خپل دريځ کې ريښتيني دي ، تاسې وواياست ،چې څرنګه دواړه لوري ( ښځې -او سړي دواړه) رښتيا وايي ؟؟؟ [/quote:8da05aa067]
صمیمه ،که څه هم هادی جان خو یوڅه راته ...........خوخیر زه ستاسی له نظر سره موافق یم .او ستاسی پوښتنه( [color=cyan:8da05aa067]کیسۍ[/color:8da05aa067])در ځوابوم .
که نیول شوی سړی یو احمد او بل محمود وبولو، نو زما په فکر د احمد لور د محمود ښځه او د محمود لور د احمد ښځه ده . که تېروتی وم نو مهربانی وکړۍ تاسو یې روشانه کړۍ .
اوس نو دلته (ماشومانو) ته زه هم یوه ډیییییییییره اسانه کیسۍ پرېږدم .
[color=blue:8da05aa067]په دوو ونو کی مرغانی نا ستی وې ،د اولی ونی مرغانو ددې دوهمی ونی مر غیو ته ویل " که له تاسو نه یوه مرغۍ مونږ ته را سی زمونږ شمېر به له تاسو سر مثاوی سی "یانی که تاسی شل وا ست مونږ به هم شل سو." خو د دوهمی مرغانو ورته ویل" که چیرته له تاسو نه یوه مرغۍ زمونږ ونی ته راسی نو زمونږ شمېره به دی تاسی دوه چنده سی .[/color:8da05aa067]
دا راته ووایاست چی په هره ونه کی څو مرغانی ناستی وې ؟؟
..............................................................................................................................................
په مینه ستاسی "دوست"


کټوازی
12.12.2005

.........د ټول افغان ګلاليو ماشومانو ،
................. پۀ مينه او شفقت ،
.......................... سلامونه او د ښۀ راتلونکي هيلې ................!
....... زموږ،خواخوږي اومهربانه دوست ليکلي :
[quote:7d0ee28d5d]صمیمه ،که څه هم هادی جان خو یوڅه راته ...........خوخیر زه ستاسی له نظر سره موافق یم .او ستاسی پوښتنه( کیسۍ)در ځوابوم .
که نیول شوی سړی یو احمد او بل محمود وبولو، نو زما په فکر د احمد لور د محمود ښځه او د محمود لور د احمد ښځه ده . که تېروتی وم نو مهربانی وکړۍ تاسو یې روشانه کړۍ .
[color=cyan:7d0ee28d5d]اوس نو دلته (ماشومانو) ته زه هم یوه ډیییییییییره اسانه کیسۍ پرېږدم .
په دوو ونو کی مرغانی نا ستی وې ،د اولی ونی مرغانو ددې دوهمی ونی مر غیو ته ویل " که له تاسو نه یوه مرغۍ مونږ ته را سی زمونږ شمېر به له تاسو سر مثاوی سی "یانی که تاسی شل وا ست مونږ به هم شل سو." خو د دوهمی مرغانو ورته ویل" که چیرته له تاسو نه یوه مرغۍ زمونږ ونی ته راسی نو زمونږ شمېره به دی تاسی دوه چنده سی .
دا راته ووایاست چی په هره ونه کی څو مرغانی ناستی وې ؟؟ [/color:7d0ee28d5d]..............................................................................................................................................
په مینه ستاسی "دوست"[/quote:7d0ee28d5d] زړګيه ، و دې ګټلم ، لکه د ښځو پۀ منځ کې چې ډېر کېنستی يې ، ځکه خو دې کيسۍ زده دي ،
داسې اندښت کوم ، چې پۀ يوه ونه کې پنځه مرغانې ناستې دي ، او پۀ بله کې اووه (٧) ، که څرنګه ..........!!؟؟


Dost
14.12.2005

د ټول افغان خوږوووووووووو ماشومانو نېکی هیلی می ومنۍ .

هیله ده چی روغ او خوشله به یاست .[quote:22bf4927f1]زړګيه ، و دې ګټلم ، لکه د ښځو پۀ منځ کې چې ډېر کېنستی يې ، ځکه خو دې کيسۍ زده دي ،
داسې اندښت کوم ، چې پۀ يوه ونه کې پنځه مرغانې ناستې دي ، او پۀ بله کې اووه (٧) ، که څرنګه ..........!!؟؟[/quote:22bf4927f1]
له صمیم څخه مننه چی کیسۍ ېئ ځواب کړې وه .او راپسی خندلې ېئ هم وو ،چی ګواکی زه.........خو له هغوی سره زه بیا په هجره کی خبری کوم . دا ځل می تاسو ته یوه کیسه راوړې ده .

[color=blue:22bf4927f1]وایئ چی یو ما شوم له یو هوښیار سپین ږ یری څخه پوښتنه وکړه چی کاکا دا ، خلک چی سګریټ څکی څه ګټه لری؟ هغه سپین ږ یری ورته وویل چی سګریټ درۍ ګټی لری . اول ګټه یئ دا ده چی د هغه سړی کور ته غل نه ورځی ،ماشوم ویل کاکا دا څنګه ؟ هغه ورته ویل چی دا ځکه چی دوۍ ټوله شپه ټوخېزی او غل فکر کوی چی ګواکی ویښ ده . بله ګټه یئ داده چی سړی له ډاکټرانو سره ښه شناخت (پیژندګلوی) لری دا ځکه چی ټول کال ناروغه وی او بېلابیلو ډاکټرانو ته ورځغلی ، درېمه ګټه یئ دا ده چی سړی نه بوډا (سپین ږیری)کېږی دا ځکه چی تر سپین ږ یری کېدو لا پخوا مری .[/color:22bf4927f1]
د اوس لپاره همدومره   ستا سی "دوست"
............................................................................................................................
زه کومه ټول جهان ته د دې ژمنه
.........................................چی فردؤس به شې زما سپېره وطنه
که پیدا سی دا خصلت ستا د وګړو
.........................................تود ګوګل ،ساړه ماغزه ،پاکه لمنه


ahmadullha
07.02.2007

١سلام عليکم کرانومشومانو وائ يوسړی دسيندپه عاړه روانوه چې ګوری يوکس په سيند کی راروان دی اوپه وبوکی پډوبيدودي حودی کس په ډير تکليف سردسيند نه راوويست لږروسته بياسيند ته ګوزارکړو حلکو ترينه تپوس وکړو چی ته حپل ځان مرګ باندی حساب کړوراودیوستوبيادیوالی سيند ته ٠ګوزارګړو کس جواب ورکړو ته سودامتل ندی اوريدلی چۍ نيکی وکړه ا اوسيند ته ي ګوزارکړه ماهمداسي وکړال تواجونه مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more