د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

دګوګل Google Search ماشين په پښتو وژباړل شو

انځورګر
02.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


کټوازی
03.10.2005

څانګه به نن سبا کې ګل شي ...............................

نېکمرغه دې وي نېکمرغه ، دګرانې پښتو او پښتنو لپاره !!!
هو ! خالد جانه ، پښتو دګوګل (Google) پۀ ژبنيز پروګرام کې تر شامليدا وروسته ، موږ ته زېری راکوي ، چې پۀ ريښتيايي د سولګر پۀ ګوګل کې ځای ونيو ،که خدای کول اوس ليرې نه ده چې ، له دې ځايه د سولګر ( کمپيوټر ) رګ ،رګ ته لار پيدا کړي !!!!
دا زموږ لپاره رښتيا هم د وياړ ځای دی چې پر پښتو د ميئنو ځوانانو پۀ مټه پښتو او پښتانۀ د نړۍ له علمي او فرهنګي کاروان سره ملګري کېږي ، د تکامل او نړيوالۍ څوکې ته خېژي ، خو دا بايد منزل ونه ګڼو ، مزل لا نور هم پاتې دی ،سفر نور هم شته ، لا ډېر پېچومي پر وړاندې لرو ،
[color=indigo:ec624fe3d0]مزل لا پا ته لا ټاټوبی د رڼا دی ليرې
...................................... د حسرت مړی به پر شا اخلو او مخته به ځو [/color:ec624fe3d0]

ښايي تردې وروسته ، د پښتنو پوهانو ،ليکوالانو او قلموالانو هغه ډله هم د پښتو راتلونکې روښانه وبولي ،چې لا تر نن ورځې د ګلوبلائزېشن پۀ سېلاب کې د پښتو د ورکېدا غم غمجن کړي دي !!!
يوۀ ډېر مهم اړخ ته بايد پام ولرو ، داچې له نېکه مرغه پښتو پۀ نړيوال جال کې ورځ پۀ ورځ پر مخيون او پرمختګ کوي ، ټول هغه درانۀ ليکوالا ن او قلموالان چې پۀ دې برخه کې له نورو نړيوالو شرکتونو سره مرسته کوي او يا پخپله پۀ دې برخه کې خپل ذهني او فکري سېک ( انرژي ) پر مصرف رسوي ، بايد معياري پښتو ليکدود او ګړدود ته پۀ پراخه ټنډه ځای ورکړي ، تر څو له يوۀ ډېر مهم ، اغېزمن او ارزښتمن لوري د پښتو د معياريتو ب او کره توب لپاره مثمر او ګټور کوښښونه وشي .

[color=yellow:ec624fe3d0]څانګه به نن سبا کې ګل شي ،
........................................ مايي پۀ سر کې سرې غوټۍ ليدلې دينه [/color:ec624fe3d0]

[color=indigo:ec624fe3d0]پۀ مينه او لورينه ،ستاسې صميم ،کټوازی

دا خو تۀ ولوله چې سترګو کې دي ،
.................................................... نورې خبرې مې پر زړۀ پاتې دي[/color:ec624fe3d0]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more