د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د ښځو حقوق غوښتونکو ته يو دوې خبرې!

م ن غروال
02.10.2005

[color=white:110b53e1ea]د درنښت او سلامو ورسته!
که څه هم دا يو دوې خبرې بل ځاي کي پرتې وي خو ددې لپاره چې د متن اصل په دغه فورم اړه درلود ما غوره وبلله چې که دا يو څو ټکي دلته را نقل کړم ٠[/color:110b53e1ea]****************

زمونږه افغانۍ کلتور هم اسلامي مخ لري او بايد چې ورته پاملرنه وشي٠ پرته لدې به څوک نه څه ومني او نه به هم ومنل شي٠ دا چې بعضې په کوم حالت د کلتور کي ژوند کوي او څه غواړي دا بله موضوع ده٠ هغه هر چيرته کيداي شي هر ډول افکار او نظريات او غوښتنې او هر ډول غوښتنې پيدا شي، دا خو اصلاً شوني نده چې يوه ټولنه سل په سلو کي د کلتوري ژوند لمخې په کامل ډول په يو ډَول وي٠
ننۍ هغه غږ چې په هېواد کي د ښځو په هکله زمونږ غوږونه راخوري زه يې کولای شم ډيرې بيلګې يادې ګړم چې زمونږ افغاني پتمن کلتور ته په بې باکه ډول يو لوی مزاحمت کوي٠ د ښځو حقوقو غوښتنه نبايد د خلقيانو فرمانو په څېر وي٠ غوښتنې که د حقوقو وي نو هغه خو به هرمرو ورته کار بايد چې وشي او پيدا شي چې څرنګه او په کوم شکل د اشکالو به سړۍ وکولای شي لااقل تر يوه حده ښځو ته خپل اسلامي حقوق ورکړل شي٠ او که له حقوقو مطلب د افغاني ښځو هغه آزادي وي کومې چې يې په لويدځه نړۍ کي لري، دا د افغاني شتمن کلتور او اسلامي له فقهې سره په ټکر کي دي٠ دا راته بدرنګتوب او رزيله اخلاق زيږوي٠ البته ډير داسي قوانين به وي چې ممکن له لويديځې نړۍ هم رانقل شي خو د يوه کلتور تر څنګ بايد چې رعايت يې اهميت ورکړل شي٠ چې دا کلتور به خامخا افغانۍ کلتور وي٠
نن چې په هېواد کي د ښځو حقوق غوښتل کيږي پکې ډيرې داسي نيمګړتياوې ليدل کيږي چې د يوه افغان لپاره د زغم وړ ندي٠ دا ددې لپاره نه، چې دۍ به ملامت نه وي بلکه ددې لپاره چې دۍ د خپل کلتور په نه ماتيدونکو سختو ځنځيرونو تړل شوۍ دي٠ او دا به هم دده ګناه نه وي ځکه چې د ټولنې جوړښت اوسمهال همداسي دي لکه څرنګه چې په ټولو ناخوالو او ناخوښوونکو کړو يې ګورو٠ ٠ تر هغه وخته چې ټولنه اقتصادي او کلتوري وده نه وي کړي، څه به ووايم چې که يو افغان ډيرو شرايطو ته داسي په آسانۍ سره لکه بعضې چې فکر کوي، غاړه کښيږدي٠ د حقوق غوښتونکو مدعيان به دا دنده لري چې حقوق د ښځو وغواړي، خو غوښتل د حقوقو فرق کوي چې په کوم شکل؟ آيا داسي چې د يوه افغان ښځه د تلويزيون په مخ راښکاره شي چې ووايي زه دا ميړه نه غواړم ځکه چې ما ندې خوښ، او زه ورته په زور واده شوې يم، آيا دغه ډول غوښتنه د يوې داسي ټولنې چې د ښځې آبرو ورته د حيات څخه زيات ارزښت لري، سمه يې بللۍ شو؟ زه نه وايم چې ښځه به مستحقه نه وي او دا به د هغې مسلم انساني او اسلامي حق نه وي، صرف غواړم شکل د غوښتلو عرض کړم!
لکه څنګه چې اکثراً له ديموکراسۍ ناوړه ګټه پورته کوي همدا ډول د ښځو له حقوقو هم ناوړې ګټې پورته شوي دي او پورته کوي يې٠ په افغاني ټولنه کي د ښځو حقوقو د غښتلو مخکې بايد د غوښتلو شرايطو ته کار وشي او زيار دا وي چې خلکو ته ورزده شي او ورته وپوهول شي چې د اسلام مقدس دين داسي هدايات او ارشادات د ښځو په هکله لري او مونږه بايد د خپل خداي الله ج او دهغه استازي ص د پريکړو مطابق عمل وکړو، که څوک ترې سرغړونه کوي معنی دا ده چې د اسلام له اوامرو سرغړونه کوي٠ دا به اسلامي علمأ په کلو او بانډو کي تبليغوي٠ هغه ميرمنې چې پدې هکله کار غواړي وکړي له کورنيو سره د تماس او تفاهم له لارو بايد چې چلند وشي او نور ډير شکلونه شته چې د وخت په تيريدو به ټول پدې پوه شي او سرونه به يې په دې خلاص وي چې د ښځو له حقوقو هم پوښتنه شته٠ او خبر به وي او پدغه هکله به دۍ ددې سواد نور لري چې لور او خور به پرته له هغې موافقې نور نه واده کوي ځکه چې نور نو بيا رسوا کيږي او په ولس کي به شرميږي٠ هغه د خپل وقار ساتلو په خاطر هم چيرې داسي بد ونکړي چې دده آبرو او حيثيت په ټولنه کي د پښو لاندې شي٠
زمونږ له کلتوره په کامله ډول د ښځو حقوقو غوښتل په اوسني حالت کي يو غير ممکنه عمل او حکومتي اجرأ به وي٠ تر څو چې خلک سواد لرلۍ نه وي او له ښه اقتصاد څخه برخورداره نه وي او له ښاري ژوند او دهغه د هوساينې له نعماتو نه وي برخورداره، ډيره مشکله ده چې دغه ډول غوښتل خپل بري ته ورسيږي او پرته لدې چې خلک به له ډيرو ناوړو واقعاتو سره مخامخ شي٠ زه د خلقيانو په وخت کي د داسو ناخوالو شاهد يم چې د خلکو په کلتور پښې ايښودل شويدي او ورڅخه په زور د ښځو حقوق غوښتل شويدي٠ په تېره بيا د پښتنو په سيمه کي٠ مړي شوي دي او لا تراوسه هم بدۍ لا روانې دي٠
په عوض ددې چې چاته ګټه ورسؤ زيان ورته رسوؤ٠
که نه ولې به ښځې د کور په چاپيريا کي ساتل کيږي او ولې به د خپلو افغاني ورڼو سره څنګ په څنګ د ټولو حکومتي او ټولنيزو چارو او مسئليتونو کي مستقيمه ونډه نه اخلي او ولې به لوړې زدکړې نه کوي او داسي نور!
زه هغه څوک چې د لويديځي نړۍ د ښځو حقوقو سره مخالفت څرګندوي او په هغوي نيوکې لري او هغه رده وي زه ورسره بشپړ موافق يم ٠ او تشويش يې هم ډير پر ځاي بولم٠ دا ځکه چې دوئ ددې تشويش لري چې غربي نړۍ خپل ( د ښځو حقوقو) قوانين زمونږ هېواد ته رانقلوي٠ او دا ، ده همداسي! که څوک وايي نه، نو کابل ته دې تشريف يوسي او ودې ګوري چې ډيرې افغاني پيغلو او ميرمنو اعمال کوم يوه افغاني کلتور او اسلامي چوکاټ کي برابريدۍ شي٠
د ښځو حقوقو غوښتل په افغانستان کي هم د خپل جغرافيايې کلتوري موقعيتو له مخې سره په توپير کي دي٠ په لويو ښارو کي د وړو او وروسته پاتې سيمو په پرتله غوښتل د حقوقو اغېزمنه بڼه لري٠ او په وروسته پاتې سيمو او په تيره بيا د پښتنو په سيمو کي دا غوښتل تر ډيره حده ناشونۍ ښکاري٠
د ښځو لپاره د حقوقو غوښتل يوازې په چغو نه کيږي چې حقوق او ښځي او د لويديځوالو ښځو هم پر صفت! دا کتابو ته اړتيا لري چې بايد پرې وليکل شي٠او د اړونده افغاني مؤمن ټولنپاهانو حقوق پوهانوته چې پدې هکله بايد زحمت وباسي او قوانين طرح کړي چې هم کلتور په پام کي نيول شوۍ وي او هم د ښځو حقوق!
په درناوې
م ٠ ن ٠ غروال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more