د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

لږ اوخاند ۍ

خاټول
22.05.2003

[img:2d06fb8601]http://www.aljazeera.net/mritems/images/2003/5/21/1_156757_1_16.gif[/img:2d06fb8601]
بش ظالم دويري نه مړشو :lol: :lol: :lol: :lol:


شين خالۍ
22.05.2003

خورجاني ستړي مه شې!
خداوراستي داظالم خو ريشتيا هم له ډاره ..............كوي :P :twisted:
آههه ههههه ههههههه هههههههههه هههه ههههههه هه هه ه :lol: :lol:


نقاد
22.05.2003

محترمو او پتمنو خويندو خا ټول او شينخالۍ ښه راغلاست ، ټوکې مو پرځای اونيکمر غي مو څپانده !
خوګورئ خويندو ، ((سياسي)) ټو کې هم مسووﻻنه وي او ډېر سوچ او پخلی غواړي او تش دخندا لپاره نه
نه وي .يو دومره ډارن عرب، چې له ډاره يې خپل و طن، خپل خلک او ټوله عربي نړۍ پرېښو دې وي ، د يوبل بي ګناه ولس دهيواد لکه دافغانستاازادي ،ملي واکمني ، ژوند ،سوله ، دولت او هر څه د محوه کيدو په خطر کې اچوي ، مسلمان اولسونه، سړي ،ښځې او ماشومان ، دځان اوخپلو غرضونو لپا ره تباهۍته ورکوي ، او پخپله دګيدړ په څير پټ ګرځي ،ايا داسې سړی يوه ګړۍ هم ژوندی دپرېښودو دی ؟؟؟ اياطالبان چې دهيچا پرې زورنه رسيده، هدغه بيشهامته ميلمه را ونه پرځول ، دوی يې له قدرت او اولس يې له دوی نه خلاص نکړل ؟؟؟ که خاندئ ،نو دغسې يو عرب پسې وخاندئ چې مينه او دوستي يې په اصطلاح بالکل دخره يوه نږدې اتومي لغته وه چې دطالب په خوله يې داسې وارده کړه چې سم دﻻسه يې له تخت اوبخته سردﻻندې راوغورځول ، نو اوس ته پخپله قضاوت وکړه چې طالبان او که د طالبانو حريفان به له ده نه ډير ممنون او دده مرهون وي ؟؟؟
زه خو وايم چې اوسني واکمنان به له سيلمې په لوڅ او سرتور سر بنﻻدن ته دعأ ګانې کوي ، که څنګه ؟


خاټول
24.05.2003

[quote:bf47f71d40="پاڅون"]محترمو او پتمنو خويندو خا ټول او شينخالۍ ښه راغلاست ، ټوکې مو پرځای اونيکمر غي مو څپانده !
خوګورئ خويندو ، ((سياسي)) ټو کې هم مسووﻻنه وي او ډېر سوچ او پخلی غواړي او تش دخندا لپاره نه
نه وي . ديوئه بيغيرته ، بې همته ، بې مسؤليته اوبيشهامته عرب، چې له ډاره يې خپل و طن، خپل خلک او ټوله عربي نړۍ پرېښو دې وي ، د يوبل بي ګناه ولس دهيواد لکه دافغانستاازادي ،ملي واکمني ، ژوند ،سوله ، دولت او هر څه د محوه کيدو په خطر کې اچوي ، اولسونه، سړي ،ښځې او ماشومان ، دځان اوخپلو غرضونو لپا ره تباهۍته ورکوي ، او پخپله دګيدړ په څير پټ ګرځي ،ايا داسې سړی يوه ګړۍ هم ژوندی دپرېښودو دی ؟؟؟ ايا
طالبان چې دهيچا پرې زورنه رسيده، دغه بيشهامته عب را ونه پرځول ، دوی يې له قدرت او اولس يې له دوی نه خلاص نکړل ؟؟؟ که خاندئ ،نو دغه جاهل عرب پسې وخاندئ چې مينه او دوستي يې دخره لغته وه او دطالب
په خوله يې داسې وارده کړه چې سم دﻻسه يې له تخت اوبخته سردﻻندې راوغورځول ، طالبان او که دا نور به دده ممنون او مر هون وي ؟؟؟ ههه هههههه هه هه ه ؟؟؟[/quote:bf47f71d40]
[color=indigo:bf47f71d40]وروره پاڅون صيب سلامونه مي ومنه :!:
وروره باور وكړه چي ستا ليكنی دومره زړه ماتي كړم چي ډير پوخ تصميم مي نيولي چي بيا به په دي فورم كي نه ليكنه وكړم اونه به هم سر ورته راښكاره كړم,زه ده دنيا په دريو پرمختللوژبو ويل او ليكل كولاي شم او نوري ژبي ښه غني فورمونه لري او ده خپلي رأي اظهار په ډير ښه ډول پكي كيداي شي او كه څوك ده چا له نظر سره مخالف هم وي ځواب ئ په كنځلو او بدو ردو نه وركوي.
وروره جزباتيت خو زمونږ ښځينوو ځانګړتياده نارينه خو پراخه سينه عالي اخلاق لري اما تا خو بلكل كيسه الټه كړي .
وروره ما خو يواځي ده يو تخليق ګر تخليق نقل كړي وو اوويلي مي وو چي( بش ظالم له ډاره مړشو) او ماته نومړې تخليق ډير جالب او عجيب راته ښكاره شوي وو او طبعا ده عجيب شي په كتلوته انسان ته خندا ورځي ,نو مي دا ولوروله چي نور وروڼه او خويندي هم په خندا كي راسره شريكي كړم نور مي كوم هدف نه درلوود.
وروره :!: ته جزباتي كيږه مه اوپه سړه سينه په خپله ليكنه يوځل بيا غور وكړه او خپل وجدان ته رجوع وكړه چي تاته ده كنځلو ليكلو حق دركوي ((ديوئه بيغيرته ، بې همته ، بې مسؤليته اوبيشهامته عرب،))افسوس چي دپښتانه ګوتوخو داسي توري نه واي ليكلي ((که خاندئ ،نو دغه جاهل عرب پسې وخاندئ چې مينه او دوستي يې دخره لغته وه)) وروره په ايمان ووايه چي اوس په خپله ليكنه شرميږي نه؟.
وروره په بش ډير خپه شوي؟ :!: ولي ؟ له بش سره خو مونږ هيڅ ډول دګډون توكۍ نه لرو او عربان خوزمونږ مسلمان وروڼه دي, او كه خداي مكړه ستا په قاموس كي اسلام ثانوي حيثيت لري؟
وروره ايا بش تروريست نه دي ؟ايا په عراق او افغانستان كي ئ په زرګونو انسانان ونه وژل ؟ كه پدي كي شك ګني نو دويلم بهلم كتاب وګوره دوتلي حق فرست ژورنالست رابرټ فسك ليكني او راپو تاژونه وګوره چي حقائق ټول درته څرګند شي.
وروره عربان زموږهيواد ته دروسانو ده تيري په مهال زمونږ په ننګه راغلي وودهغوي ويني دافغان زلمو سره يو ځاي زمونږ ده اولس ددفاع دپاره تويشوي پر هغه مهال خو عربان نه (. ديوئه بيغيرته ، بې همته ، بې مسؤليته اوبيشهامته عرب، ) وو اونه ئ هم دوستي (دخره لغته) وه.
ايا داسامه بن لادن ددولت اوثروت خيراتونه له كومه احسانه اوسياسي اهدافوپرته زما اوستا كونډو رنډو او يتيمانو نه خوړل؟؟ او ايا دهغوي په روغتونونو كي موخپل ټپيان او مريضان نه تداوي كول؟
وروره ايا دومره زر احسان فراموشه شو؟
وروره كه دا ګڼي چي دطالبانو نظام دعربانو له لاسه ړنګ شو نوپه عراق كي خو نه اسامه موجود وو اونه يي القاعده هلته نه اسلامي شريعت پلې وو اونه هم چاته پړومي په زور ورپه سر كيدل ولي بش او دهغه صهيوني يارانو لوټه لوټه كړ وزارتونه ئ ورته لغو اوپوځ يي ورته منحل كړ ولي؟؟؟
دكيماي وسلي په بهانه؟؟؟ هغه وسله څه شوه په زمكه ننوته اوكه اسمان ته وخته ؟
وروره امريكا په بلكل ديني بنيادونوپه اسلامي نړې جنګ ورتپلي تروربزم اسامه بشري حقونه دا ټولي بهاني دي اصلي خبره بله ده, ايا دبش د كروسيډوار اصطلا دي هيره ده؟ ابا دا اوس اوس چي په تقريبا ټولو امريكائ مطبوعاتو كي د(أر مټيج ون )*په هكله مضامين خپريږي دا ټول يو تصادف دي ؟
داچي عربان خپل دښمنان وژني دا دوي حق دي له خپله ځان نه دفاع دهرچا حق دي
شيرزاد صيب خبره نه يم چي دګران ورورپا څون صيب كنځل كنځل نه بولي اوكه غوږنه پري ګره يئ؟
سمه دلته چي دخپلي ژبي او قلم پت نه دې خوندي نو بيابه نه رازم اوله خپلو درنو وروڼو او خويندونه بښنه غواړم كه زما په ليكلو دچا زړه ازار شوي وي او له ګران ورور شيرزاد نه هيله منده يم چي زما نوم دكمپيوتر له حا فظي نه اوباسي .
په درنښت
[/color:bf47f71d40]


tolafghan
24.05.2003

درنې خورې ،
محترم پاڅون صېب نه د اسلام غندنه کړې او نه يې د پښتو. هغه د ټول افغانستان غم وړی دی . دا خو هغې په واضحه توګه ليکلي دي . او بله دا چې هغه خو ټولې عربي نړۍ ته کنځل ندي کړي خو هغه يو سړي ته چې ټوله اسلامي نړۍ يې بدنامه کړې کنځل کړي . دا اوس چې زمونږ په هېواد کې د انګرېزانو د لاسه زمونږ کورونه تلاشي کيږي چې مونږ لپاره ډېره د شرم خبره ده ، نو دا د چا د لاسه ، خو همدغه عرب چې تاسې يې په غندنه دومره خفه شوي ياست . ښايي چې تاسې دهغه ليکنه ډېره شخصي اغستي وي .
ګرانې خورې ، ستاسې خپله خوښه ده چې هر چېرې په هره ژبه ليکنې کوئ . خو زه به دومره څرګنده کړم چې تاسې نن دا ډګر پرېښود نو کېداې شي چې سبا بله خور هم دا ځاې پرېږدي . مسله خو په ډګر پرېښودو نه حل کيږي ، دا Online Discussion Forums خو د همدې لپاره جوړ دي چې خلک د نورو واوري او خپل ورته وړاندې کړي . او بله دا چې تاسې خو چا د خپلې راې څرګندلو نه منع کړي نه ياست . پاڅون صېب خو هم د ستاسې په شان دې فورم ته يو راتلونکی او ليکونکی دی . نو تاسې باېد د هغه په ليکنو نيوکې وکړئ او نه داچې ځاې ورته پرېږدئ .
په درنښت !



طالب جان
24.05.2003

ګرانه پاڅون جانه سلامونه او نيكي هيلي مي ګډي سره ومنه .
وروره اسامه كه دښمن دي نو د بوش به وي زمونږ خو داسلامي اخوة په بنياد ورور دي په حديث شريف كي راځي چي المسلم اخ المسلم ياني يو مسلمان دبل مسلمان ورور دي د اسامه كه خپل اعمال هرڅنګه وي خو په مونږ يي دا حق دي چي ويي ساتو له مونږ سره يي دروسيانو په ايستلو كي مرسته كړيده الله دي هغه مرسته ورته قبوله كړي او خداي دي حفاظت وكړي پاته شوه خاټول نو خوري دا د هر چا خپله نظريه ده او هر څوك په خپل نظر ويلو كي آزاد دي ګوره ګران ورور پاڅون صيب خپل نظر څر ګند كړيوو نو ته خفه شوي وي نو دادي ما هم خپل نظر څر ګند كړ رازه بيرته پخلا شه او په خپلو ليكنو باندي د ټول افغان ښكلي او ښايسته پا ڼه لا هم ښايسته كړه په اسلامي مينه


malgarai
25.05.2003

درنې پښتنې خورې خاټول :!: زماسلامونه اونيکې هيلې هم په خپل وار ومننه
ستا مينه اوخلوص د وطن،پښتو اواسلام سره په رښتيا هم دستاينې او قدر وړ ده
او د زړه له ميني ورته د عقيدت ګلونه ډالۍ کووم
خور ګلې ! ستا عقيده رښتيا هم شريفه ده او قدر وړ ،خو کاش چې سياستوالو په زړه
کې هم ددې په زره شرافت او صداقت پروت وي لکه څومره چې ستا په زړه کې دی
مونږ پښتنو دايم په توره ګټلې او په سياست مو بايللې.په دې مانا چې په دا دوهمه
برخه مونږ نه پوهيږواودي لپاره نشم کړی کوم نيګاتيف لفظ استعمال کړم٠
شايدمونږ له ازله داسې يو ؟ :?: ؟ او اوله برخه چې زمونږتوره اوميړانه ده هغه هم
مونږ نړۍته په کوم افتخار نه ور پيژنې نو که افتخار په کړو نو مونږ به کړوکنه مونږ
خوپه نړۍ بلکل خپل نوم هم د ﻻسه ور کړی سره ددې چې نيمه نړۍ مودخپلوميليونو
وطنوالو په وينو ازاده کړه خو ځان مو ازاد نکړ او نه د چا په نظرکې ښه ښکاره
شو خو دومره خو ده خپل ضمير او وجدان سر ټيټي نه يو٠ خوافسوس او سل افسوس
چې نړۍ ته اسامه پښتانه په داسې نامه ور پېژندل چې يوپښتون به خبر څه چې بوی به
يې هم نه وړ ،ده د ميلمه په صفت چې پښتنو ته پناه راوړې وه څه لپاره دا کور د جنګي
کلا لپاره استعمالو سره دهغي چي دی پوهيده يوه ورځ به دامريکې د قهر سره مخ شي
خو د ته د پښتنو دواړه خاصيته معلوم وو او هغې نه يې ناوړه ګټه اخيسته او همداسې
يې هم وکړه چي نتيجه موږ د سر په سترګو وينو ٠د د هغه مقدس کور خيال و نه ساته
چې د ته پناه په کې حاصله شوې وه ده دهغه مظلوم ملت ولس چې ميليونونه شهيدان
،کونډې،يتيمان ٠٠٠يې ور کړې وطن يې کنډواله وو اوﻻ د ماتم اوښکې نه وي وچې
څه ورکړل غيرد اضافي غمونو نو ر بړونو نه؟؟؟زمونږ ځوانانو ته نور قلم اوکاغذپه
کار ؤ خو دوي ورته توپک په ﻻس کې ورکه چې پښتانه يې دې حال ته راوستل
چې اوس يې په خپل وطن کې ځاي نشته
بل تا خورکۍ د عربود ونډې زمونږ دهيواد په ازادې کې د خرس د ښکيلاک نه ېاده
کړي د دوي دقر بانيو او خيراتو او په دې لحاظ يې د قدر وړ ګڼې نو بايد د امريکي
ته خو بايد سجدې کيدې چې د جګړې وسلې او زياده پيسې او اوغلې د امريکانو نه وې
په کومو نقشو اودعسکري پوستو په عکسونودوي عمليات مخ ته بيول ؟ايا دا
امکانات زياتره امريکايانو نه برابرول؟ ايا دوي د اسلام د جنډې په جګولو کې
مونږ سره څه بار نه دی جګ کړی ؟ دا داسې واقعيتونه دي چې سترګې په نه پټيږي،
څه ګومان کړې ايا په هغه جهاد کې مونږ سره اسرايلو مادي برخه نه وه اخيستې ؟ :?: ؟
بې شکه چې اخيستې يې وه ٠داکومه توره مو چې وکړه ا و جهاد مو کامياب کړ دهغو
د پيسو او غلو په زور نه وو چې ډيره برخه امريکي راکوله
[color=indigo:ea7dc81f70]خو متل دی پيشو د خداي له پاره مږي نه نيسي [/color:ea7dc81f70]
نو اسامه هم د روسانو له ماتې ورسته بايد دا جهاد بيرغ فلسطين خوا وړي او مسلمانانو
په لومړنۍ قبله يې څپاند کړی وی نه زمونږ په وطن کي %٩٩ نه زيات وګړي مسلمانان
دي مونږ ته به څه پرواو لري دا څوک چې مو وژني او کور را ړنګوي ٠ما ته خو يو حکم
لري که هغه چنګيز،انګريز ، روس وو، که امريکه ، عرب يااسرائيل وي
پاتې شوه د عراق مسله، هغې کې دي عربان اوس ځان وښيي چې څومره وطنپال او
په اسلام ، ايمان او وطن شېدا خلک دي چي بيا مونږ خپله د جهاد ثمره په هغو ور
وتپو چې والله چې واقعأ هم دوې ووچې دابار يې راسره تر منزله ٠رسولی. وسلام


نقاد
25.05.2003

خاټول خور ليکلي : ((وروره پاڅون صيب سلامونه مي ومنه ))
ورور :يوه پښتو ه لنډۍ په لږ بدلون وايي
سلام دې راغی ، خپله لاړې ، وابه دې نخلم بې راتګه سلامونه !

خور : وروره باور وكړه چي ستا ليكنی دومره زړه ماتي كړم چي ډير پوخ تصميم مي نيولي چي بيا به
په دي فورم كي نه ليكنه وكړم اونه به هم سر ورته راښكاره كړم ...

ورور : ته د يو تن برخه وال د تش يو نظر لپاره د ټول افغان ډګر پريږدې ؟ دا په کومه پښتو ، کوم اسلام ، کوم قانون ، کومه ديموکراسۍ ، کوم رسم، دود دستور ،کوم افغانيت او کومه خورولۍ ورورولۍ کې شته او چېرې راغلي دي ؟
خور : زه ده دنيا په دريو پرمختللوژبو ويل او ليكل كولاي شم او نوري ژبي ښه غني فورمونه لري او ده خپلي رأي اظهار په ډير ښه ډول پكي كيداي شي او كه څوك ده چا له نظر سره مخالف هم وي ځواب ئ په كنځلو او بدو ردو نه وركوي.
ورور: يوه ژبه هم د مورنۍ ژبې ځای ته نشي رسيدای .له انګليسي پرته دې دوه نورې ( غني) ژبې کومې کومې دي ، عربي يا اردو خو به نه وي ؟ او ايا بي همته ، بي غيرته او بي شهامته ښکنځل دي که ځينې ځانګړتياوې دي چې سړی پرې د يوه ترهګر يا مبار ز او مجاهد لکه په اه ازادانه بحث کولی شي . په تيره بيا داچې ته په لويديزه نړۍ او بيا په متحده اياﻻتو کې اوسيږې ، سړی هيلنی وي چې د نظر د ازادۍ او ديموکراسۍ سره به بلده شوې يې ، نه داچې د نورو کورداخلو افغاني خويندو سره هم سيالي ونشې کړای .دا چې ته پرې بحث کولی او د بل نظر هم اوريدلی نشې، نو پورتني کلمات مې ستا ددغه تنګ اندود د رعايت لپاره له خپلې ليکنې څخه وويستل ، خکه چې زما د هغې ليکنې د محتوا لپاره مهم نه وو، نور نو څه غواړې ؟ ښکنځل خو به هر طالب چې له څوکۍ او قدرته لوېدلی او يا يې ورور ، خور ، ځوی ، لور ، مور يا پلار د امريکانو تر بمونو ﻻندې مفت
مفت له لاسه ورکړل ، ورته هره شيبه کوي، که ښکاره يې له شرمه خجالته ورته نه کوي ، نو په زړه کې خوبه يې حتمأ ورته کوي !
خور : وروره جزباتيت خو زمونږ ښځينوو ځانګړتياده

ورور :يره خورې ، دا خو دې صرف د ځان په هکله په همدې ليکنه کې بيخي ثابته کړه اوبس

خور : نارينه خو پراخه سينه عالي اخلاق لري اما تا خو بلكل كيسه الټه كړي .

پاڅون : ولې زه يې څه نه لرم ؟ که زما له پراخې سينې او عالي اخلاقو څخه هم خبره شوې او هم دې وپېژندل ، نو خورکۍ بيابه دې بن لادن پرې ايښی وي او زما پلوی به کوې ، خو زه نه د جزباتي خلکو پلوی غواړم او نه پرې ځان پيژندل !.
خور : وروره ما خو يواځي ده يو تخليق ګر تخليق نقل كړي وو اوويلي مي وو چي( بش ظالم له ډاره مړشو) او ماته نومړې تخليق ډير جالب او عجيب راته ښكاره شوي وو او طبعا ده عجيب شي په كتلوته انسان ته خندا ورځي ,نو مي دا ولوروله چي نور وروڼه او خويندي هم په خندا كي راسره شريكي كړم نور مي كوم هدف نه درلوود.

ورور : هو، خورکۍ صرف او صرف همدا خبره دې ټيک کيدای شي ، نور دې ادعا هم سمه نه ده ، البته ما هم ورته ډير وخندل ، ته په خپل هدف ته په دې حساب ډيره کاميابه يې ، او دهمدې لپاره زه ستا د ا ټوکه ډيره ښکلې ګڼم . خو ماته هم د افکارو د روښانولو ډيره ښه موضوع ښکاره شوه ، چې کيدای ي له تا پرته پکې ګڼ شمير نور اندوال (مفکر وګړي ) برخه واخلي ، ولې زه خبر نه وم چې ستا عقيدت ، اخلاص او مرهونيت بنﻻدن ته تر دې کچې رسيدلی ، چې د بل نظر پکې هډو اوريدلی نشي او سمدلاسه د ټول افغان څه تښتيدو ته ملا تړې !

خور: وروره ... ته خپل وجدان ته رجوع وكړه چي هغه تاته ده كنځلو ليكلو حق دركوي ((ديوئه بيغيرته ، بې همته ، بې مسؤليته اوبيشهامته عرب،))افسوس چي دپښتانه ګوتوخو داسي توري نه واي ليكلي ((که خاندئ ،نو دغه جاهل عرب پسې وخاندئ چې مينه او دوستي يې دخره لغته وه)) .

ورور : خورکۍ که دافغانستان د خلکو تلفات ، تباهۍ ته د خپل طالب حکومت د راپرځيدو په شمول وګورې چې ستا د بنلادن او ملا عمر لهﻻسه په افغانانو عمومأ او په پښتنو خصوصأ تحميل شول ، نوبن لادن ته به څنګه يواځې په ښکنځلو بسيا وکړې . هغه زيان چې مونږ ته نوموړي راورساوه، د ده مرسته به دهغې ميلياردمه برخه هم نه وه ، اوهغه تاريخي بد نامي چې افغانستان ته يې واړوله ، په راتلونکو سلو کالو کې خو نشي
جبيره کيدﻻی . پاتې شوه د اسلام خبره ، نو شکردی مونږ افغانان تر عربو کلک مسلمانان يو او تر دوی لوړ اخلاق لرو . ته وګوره که يو افغان دده پرځای په سعودي کې وای او دهغه په سر سعودي ته ددغه زيان ميلياردمه برخه هم رسيدﻻی ، نو سم د ﻻسه به يې هغه کوربه هيواد پرې ايښی وای ، او که دده په څيريې سترګې بيا هم بدې کړای اوښپې ښخې کړې وای ، نو عربو به سم د ﻻسه په زور سره ويستلی وای . دی خو دلته ميلمه ؤ ، ايا ميلمه حق لري چې
د کور به دتباهۍ په قيمت د کور به کره پاتې شي؟ او بيا ديو لوی هيواد ټول سياسي سرنوشت سره و ميلمه توب لوبې وکړي ؟ ايا بنﻻ دن د پيغمبرۍ ثبوت د ځانه سره راوړی و ، چې ساتنه يې په مونږ فرض شوې وه ؟ سره ددې چې د طالبانو له خوا د رابلل شوې (( قومي ا دينې مشرانو جرګې )) په خپله فيصله کې د بنلادن خسر ملا عمر ته دا مشوره هم ورکړه چې بنلادن وتلو ته وهڅوي ، خو هغه خپل خسر بنلادن نه چيرې ويستلای شو او نه يي ويستل غوښته .که ستا او زماد وطن څو کونډو رنډو دده د ﻻس ډوډۍ خوړلې وي، نو په زرګونو نورو کونډو رنډو ، او يتيمانو يې د نړيوالو مرستې په خپل غير انساني سياست سره بندې کړې وې ، او دهيواد اوسيزه او راتليزه يې دواړه په اوبو ﻻهو کړې وې .
د امريکا يانو او اروپايانو راتګ د سيپتمبر د 11 له پيښې پرته دتصور وړنه ؤ، که بنلادن د القاعدې چټله ځاله
زمونږ سپېڅلې خاورې ته را ليږودلی نه وای او بمي هګۍ يې دلته پکې نه اچولی ، نو امريکا يانو دلته څه غوښتل . امريکا خو له ملا عمر څخه دد ه ويستل و غوښتل ، خو ملا عمر د قبل الاسلام د عربي جاهل په څېر سم ، بکم ، عمي او مقمهون پاتې شو، او بن ﻻ دن پخپله له افغانستان څخه نه وتلو ، نو ځکه پردي ځواکونو زمونږ په هيواد بريدوکړ . که ده د سپتمبر د 11 ــ م په پيښه کې ﻻس هم نه درلودای، بايد ددې خطر په وړاندې
يې د افغانستان د ژغورلو لپاره د انسان په حيث پخپله نور وتلی وای. نو خورکۍ بش دې بنﻻدن افغأنستان ته راوستی دی ، مونږ به يو ته هم اجازه ورنکړو چې په خپل موجوديت سره زمونږ ازادي او ملي واکمني سلب کړي .

خور : له بش سره خو مونږ هيڅ ډول دګډون توكۍ نه لرو او عربان خوزمونږ مسلمان وروڼه دي, او كه خداي مكړه ستا په قاموس كي اسلام ثانوي حيثيت لري؟

ورور : خورې يو صحيح او با وجدانه مسلمان به هيڅوخت د ميلمه په توګه د افغانستان له خاورې څخه نور هيوادونه د ګواښ ﻻدې ونه نيسي او له ځان څخه د بهتر افغاني مسلمان اولس ژوند به ددغسې تباهۍ سره مخامخ نکړي. اسلام د هر سوچه مسلمان افغان لپاره لومړی دی ، ولې د عربو مسلماني له خپلې څخه کلکه نه بولم .
خور :وروره ايا بش تروريست نه دي ؟ايا په عراق او افغانستان كي ئ په زرګونو انسانان ونه وژل ؟

ورور : د بدتر پواسطه بد نه عفوه کوم ، بد بد او بد تر بد تر دی ، خو که دواړه سړی رد نکړي، کيدای شي چې په خاصو شرايطو کې يو د بل درجه خپله کړي .دا هغه وخت زيات پيښيږي چې سړې د بدتر په تشه ننداره هغه بد هير او يا دهغه پرستش شروع کړي ، د بنلادن د بدو پايلې هم تر بدترو بدترې اوبدترينې وې ، ځکه چې د هغه د بدو کارونو ( ترهګرۍ ) هم پرستش کيده ، او جهاد ورته ويل کيده ..

خور : وروره عربان زموږهيواد ته دروسانو ده تيري په مهال زمونږ په ننګه راغلي وودهغوي ويني دافغان زلمو سره يو ځاي زمونږ ده اولس ددفاع دپاره تويشوي پر هغه مهال خو عربان نه (. ديوئه بيغيرته ، بې همته ، بې مسؤليته اوبيشهامته عرب، ) وو اونه ئ هم دوستي (دخره لغته) وه.
ورور :
ستا سهوه داده چې د بلادن په جناياتو کې نور ياټول عرب رالړې ، عرب خو ټول دده مخالف دي ، او هغه چاچې ﻻ له هماغه وخت څخه صرف ددې لپاره په جهاد کې برخه اخيستې وي ، چې وروسته به دافغانستان سياسي واکمني د خپل تسلط ﻻندې د پيسو په زور راولي ، او په غرونو کې به د پټيدو او ترهګرۍ ځاله جوړوي ، مردو د او ظالم او په نتيجهکې د اسلام دښمنان دي

خور : وروره په عراق كي خو نه اسامه موجود وو اونه يي القاعده هلته نه اسلامي شريعت پلې وو اونه هم چاته پړومي په زور ورپه سر كيدل ولي بش او دهغه صهيوني يارانو لوټه لوټه كړ وزارتونه ئ ورته لغو اوپوځ يي ورته منحل كړ ولي؟؟؟

ورور: رښتيا هم د ددواړو علت يو شی نه دی ،ا و ستا خبره ثابتوي چې اسلام نه په عراق کې او نه په افغانستان کې د امريکايانو دمداخلې علت و، د عراق تيل او په افغانستان کې ورته بلادن او دالقاعده شبکه جالبه وه . د اسلام سره مخالفت په يو ځای کې هم مطرح نه و.
خور :
داچي عربان خپل دښمنان وژني دا دوي حق دي له خپله ځان نه دفاع دهرچا حق دي .

ورور : په خپل هيواد کې ، هو، د نورو اسلامي هيوادونو امنيت په مخاطره کې غورځول، ددوی او دهيچا هم حق نه دی . پاکستان چې د طالبانو اسلامي حامي ؤ ،ولې يې اسامه افغانستان ته واړاوه ، څو پخپله د لويديز له مرستو څخه محروم نشي ،او ددوي پرځای دغه زيان افغانستان ته ورسيږي . طالبانو د غلام غلامي کوله خو زدکړه يې ترې نشوه کوﻻی . په درنښت


خاټول
29.05.2003

[color=green:372186d495]ښا غليو وروڼو :!: السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دپښتو متل دي واي ((نه له يار سره كيږي نه بي له ياره ))
وروڼو دادي ستاسو ميني را پخلا كړم او د پاڅون صيب پيغام خو دومره په زړه پوري وو چي له ليدلو او اويلو سره جوخت ئ ليكلو ته اړيستم .
پاڅون صيب نورو خبرو ته به دي تفصيلي ځواب وايم ان شاء الله :lol: :lol: :lol: [/color:372186d495]


نقاد
29.05.2003

منلې خور خاټول وعليکم السلام و رحمت الله و برکاته ـ خدای دې وکړي خواشيني مو رفع شوي وي او په ټول افغان کې د افغاني ښځو په نمايندګۍ اود هغوی لپاره د اسلام او ديموکراسۍ او ملتپالنې په چوکاټ کې کوانده مبارزه پيل کړ ئ . مونږ به هم درڅخه ورورګلويزه مرسته ونه سپموو . په درنښت او سلامونو !


سور سپی ده ليوه ورور دی

ABUL KHALIQ SAFI
08.12.2003

ګرانی خور خاټول ځما سلامونه نيکی هيلی ومنی٠ما ددغه کارتون په ليدلو ډير وخندل کور دی ودان چه داسی خندنی څيزونه دی پاڼی ته وړاندی کوی٠ رښتيا خبره دا ده چه که بوش او ﻻدن سره په تله کړو نو مونږ ته دواړه پردی ،دواړه د يوی کاسی ياران او دواړه د سی٠أ٠ی نوکران دی٠ دا چه بن ﻻدن عرب يا مجاهد او يا دمسلمانی نړی د ازادی ستوری دی او افغانانو سره ئی د جهاد په دوران کی مرسته کړی دا هغه خبری دی چه مونږ بايد پری ژور ه څيړنه وکړو٠ سی٠أ٠ی دسړی جګړی په وخت کی بن ﻻدن د سرو لښکرو دماتی لپاره افغانستان ته را وليږه او هغه ته ئی تروريستی لارښونی وکړی چه څنګه افغانان و وژنی او څنګه زمونږ هيواد په خپلو مزدورانو وران کړی دسړی جکړی د پاې نه وروسته چه د جهانی کمونستی خوځښت د انحلال پايلی ئی دځان سره راوړی او امريکا ځان لدی طرفه ډاډه کړ نو امريکا په نوی سياسی او فوځی ستراتيژی کار پيل کړ چه هغه د اسلام پر ضد
مبارزه ده٠ ددی کار لپاره ئی خپل روزل شوی او وفادار اجنټ لادن په دوهم رول کی فعال کړ او دالقاعده تر عنوان لاندی کوم سازمان چه سی٠أ٠ی جوړ کړی وه هغه ئی د خپلو سياسی او فوځی ګذارونو ښه مرچل داسلامی نړی په ضد وکاروه٠ بن ﻻدن د امريکی طلائی باز دی چه د خپل ښکار لپاره ئی پر هره خوا الوزوی٠ زه دځينودوستانو دليکنو سره موافق نيم چه ﻻدن په افغانستان کی د امريکی دښکاره او پلان شوی ښکيلاک اصلی مری ښی٠زمونږ هيواد دتاريخ په اوږدو کی دنړيوال سياست دارزښتونو پر سر دجګړی ميدان ګرځيدلی دا څه نوی خبره نده چه مونږ پر اوس خپل دقلمونو زور معلوم کړو٠
ګرانی خور! پاڅون صاحب خو ډير ی ښی ليکنی کوی خو کله کله يا خپله ليکنه هيره کړی او کله هم سره ددی چه دی وائی زه سياسی طرف نه لرم ټوکه پټوکه کړی او خپل سياسی استعداد دټول افغان پاڼی ته ډالی کوی ٠زه دپاڅون صاحب کتابی ليکنو ته په درناوی سره ګورم ولی دا هم بايد ووايم چه پاڅون صاحب اوس د ټوکو پر ضد هم پاڅون کوی٠ تاسو ته دژوند خوږی شيبی غواړم
په درنښت ستاسی ورور ساپی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more