د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

پښتو ليک او لوست

نقاد
13.09.2005

ليک له تورو څخه جوړ شوی چې د پښتو هغه يې دادي :
ا ب ت ث ج ح خ د ذ ر ز ش س ص ض ط ظ ع غ ف ق ک ل م ن و هـ ه
پ ټ ځ څ ښ ډ ړ ژ ږ ڼ ی ي ې ۍ ئ .
و ، ا ، ي خوځښتي توري دي ، چې معادل يې په انګليسي او الماني کې په دې ډولدي :
الف . ا د انګليسي يا الماني له aa سره سمون خوري لکه په تاريخ ، افغانستان او خپلواکۍ کې د الف توری
ي د الماني د i او انګليسي له e سره مسمون خوري
و : د oo يا الماني د u سره برابر اواز لري لکه په سور ، چور او توره (شمشير) کې د ( و) توری !
سر بيره پر دې د پښتو نرم و د انګليسي له ou په څېر اوږد ويل کيږي لکه
کور ، دوست ، موړ او نور .
ې د انګليسي له i او د الماني له e سره سمون خوري . خو په عربي او دري نومونو او فعلونو کې ې نه ليکل کيږي لکه په دقت ، مصر ، انسان او انتظار په کلمو کې تر لومړي الف وروسته ې نه ليدل کيږي .
په پښتو (فارسي او عربي) کې د a معادل يوه فتحه ده او نه ليکل کيږي ، خو کله چې ډبل اواز aa رامنځته شي بيا الف (ا) ليکل کيږي . والسلام .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more