د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ملاچرګک څه وایی

خیریوسی
31.08.2005

دملا چرګک حکمتی قیصه
یوه ورځ سهار وختی ملاچرګک ټوله هیوانات دځنکل راوغوښتل چی غونډه سره وکړی ټوله حیوانات ډیر هیران تللی وه چی څه شئ پیښ شوی دی چی ټوله ئی راجمع کړو او داسی ضروری غونډه ده
ټول هیوانات ژر ژر سهار وختی راغلل خپل موخان ئی هم نه دی پریولی او سترګی موږی خوب ئی هم نه دی پوره سوی نو په لویه میدانی کی سره راجمع سول چی ټوله پوره شول ملا چرګک ورته وویل :
ای ګرانو دوستانو تاسی خبر ياست ماولی دلته راجمع کړلاست ؟
دغه ځنګل زموږ وطن دی او زموږ دپلار اونیکه وطن ؤ او زمو داولادو او لمسیانو وطن به وی پسله موږ نه لاکن اوس ګزاره ډیره ورځ په ورځ خرابیږی څکه ښکاریان هم دی ځنګل ته داخل شوهتو پکان اولمکی هم ورسره دی
ملا چرګک وویل : تاسی نه ګوری چی ښکاریان هره ورځ په ځنکل کی پټ وی او زموږ عدد ورځ په ورځ پر کمیدو دی لا کن هغه چی ښه اوازونه لری او یاښی خوښی لری او یاښی ښی هګی اچوی زموږ څخه لکه :
وګوره و بلبل و بلبلکی ته څنګه ښه اواز لری
وګوره وکوتری هیلي فلمرغ ته څنګه ښی غوښی لری او هګی هم اچوی
وګوره و طوطی ته په کفس کی ښه حرکتونه کوی او ښی ښی خبری ذده کوی
چی د وی وداسی حیواناتو ته ډیر ضرورت او په هغو پسی ګرځی او لمکی ورته دروی
طاوس غاړ لوړه ونیول ودریدی او خپلی بوڼکی شنی ژړی توری سری ئی سره وغوړولی او ورته وئی ویل زه دی ولی هیر سوم زه هم ددوی دپاره ډیر مهم یم ولی چی ددوی کورونه او باغونه په ما ښائسته کیږی
ملا چرګک وطاوس ته وویل نه زما نه ئی هیر سوی اوس می ته په زینت ستایلی
شین توپکی پر راږغ کړه : ائی طاوسه په تا کی لږ غرور دی او څه خباثت لری لکه ګیدړه نو ده و شین توپکی ته تر سترګو دبغلو په درد وکتل او اشاره ئی ورته وکړل چی پری به دی ږدم او شاته سو
بیا ملاچرګک وویل : زما ګرانو دوستان دیوه ځنګله بچیانو موږ ټوله په یوه ځنګل کی سره پاته کیږو او ټوله دیوی ژبی خاوندان یو تاسی په خپل منځ کی دوښمنی مه سره کوی د ښکاری وحرکتو ته او دهغه ولمکو ته په زر زر متوجه شی چی دهغه څخه توپک دی او لمکی هم درته دروی ستاسو څخه به یو یو کموی ټوله به خلاص شی ځنګل به خالی ودریږی
نو ملا چرګک خپل د سر بو نګه لوړه ونیو ل اورته ووئی وویل :
چی ما تاسو دڅه دپاره دلته راغوښتی واست ددی دپاره چی خپل حال یو دبل سره شریک کړو او یو پر بل پوښتنه وکړو یو دبل سره مرسته وکړو او خپل خلا فات په خپله سره حل کړو چی دنورو ښکاریانو راته پام نه نسی اوس تاسو هر یو وخپلی ځالګی ته ولاړ سی صبا به بیا دلته سره غواړو په دغه میدان کی او په دغه وخت چی دخپل ځان د خلاصولو لار ځان ته پیدا کړواو خپل حال یو بل ته ووایو په مخه مو ښه ۰
ابو محمود



هيواد شېرزاد
19.04.2007

سلام عليکم!
د ملا چرګک د متن په لوستلو سره مې د علم ګل سحر يو شعر چې ماشومانو ته يې ليکلی راياد شو، غواړم له تاسې سره يې شريک کړم.

[size=18:94d8cf2a29]ملا چرګك[/size:94d8cf2a29]

بيا ملا چرګك راغى
ډېر تيز او چټك راغى
لاړو د چنار خواته
كېناست د سپيدار خواته
بيا د چا سيالي كوي
غاړې د توتي كوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more