د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

سوی درمند ( وږمه سبا )

عارف افغان
24.08.2005

له روزنه مجله څخه
ليک : وږمه سبا
سوی درمند
د هغی په اړوند مې ډيری کيسی اوريدلی دی د هر چا په خوله به د هغی کيسه وه هر چيری په کور کې مجلس به د هغی په کسی تودوه له هغی ورځی نه چې د کابل ښار ته تللې وم اوله دی کيسی نه خبره شوې وم نه د شپی خوب راته اونه دورځی قرار . هره شپه چې د دې خواری نجلی په دې تور اوله ويجاړنه ډک سر نوشت باندې به مې سوچ کاوه له هر چانه به مې د هغی د کور او استوګنی په هکله پوښتنه کووله په دې پوښتنو کولو کې يوه مياشت راباندی تيره شوه نور مې زړه له ډيرې پلټنی نه ستومانه شو او موضوع هم رانه مخ په هريدو شوه.
يوه ورځ د خپلو دوستانو سره تللی وم هلته څو تنه نوری ميلمنی هم راغلې مجلس مو ښه تودو شو د خبرو او اترو په ترڅ کې دا موضوع راياده شوه هغو څو تنو ميلمنو هم ددی نجلی په هکله خبرې پيل کړي له نيکه مرغه چې د دوی په منځ کې يوه ميرمن وه چې د دوی په ګاوينډيتوب کې اوسيدله نو داراته د خوشی ځای ؤ چې بخت راسره مل شو له هغی ښځی نه مې د کور پته واخيسته سبا ته پرته له ځنډه د دي نجلی د کور په تکل له کوره ووتم هغه د کابل ښار د سرای غزنی په سيمه کې اوسيده په ډيره اسانی سره مې کور پيداکو د انګړ دروازه پرانيسته ښکلی ماشوم و زړې جامی يې په تن کې وی له معصومي څيری نه ئي ښکاره کيده چې د يوي غريبی کورنی زوي دې سلام يي راته واچوه ډير مودبه ماشوم و زما لباس او ازما په لاس کی يې د کاغذونو دوسيه چې وليدله نو سوچ ئې وکړ چې شايد د کومی خيرئي موسسی کارکوونکی به يم د ماشوم نه مې پوښتنه وکړه چې په کور کې څوک شته اوکه نه ؟ ځواب ئي راکړ هو کی مور او دواړه خويندی مې دي پلار مي د غريبی او کار لپاره بازار ته تللی دي نو ما هم جرئت ځان ته ورکړ او له ماشوم سره انګړ ته ننوتمه مخامخ د هغوی د ناستی او پاستی خونی ته چې ماشوم رهنمائی کوله لاړمه کور ته چې مې کتل د دي څو کلونو جګړو له امله ډير وران شوی ؤ يوازی يوه کوټه پکښی روغه پاتی وه د کور په دهليز کې چې نيم چت او يوه خوائي د راکت په اصابت کې له مينځ تللی وه د کور له ميرمن سره چې نسبتا د پاخه عمر خاونده وه مخامخ شوم په ليدو سره مو يو بل ته سلام وکړ او د خپل وطنی رسم او دود له مخی ئي پرته له پوښتنی کوټي ته دعوت کړمه کله چې کوټی ته ننوتمه د غولی پر مخ يوه پړستن پرته وه چې دوه ځوانی او ښکلی جونکی پری ناستی وي زما په ليدو سره دواړه له ځايه پاڅيدی او روغبړئی راسره وکړ او زما چادری يې واخيسته د کښيناستو ست ئي راته وکړ د کور ميرمن هم خونی ته راننوته له خبرو او اترونه مې وروسته ځان ورته وروپيژانده او د خبرو سر مې ورسره خلاص کړ د هغی د لور په هکله چې مې څه اوريدلی وه ور څخه و پوښتل د نجلی د مور سترګی له اوښکو ډکی شوی او په کيسه ئې داسی پيل وکړ :
مونږ د شمال د سمت يو يعنی د پروان د ولايت په بګرام کې مو ژوند کاوه خدای پاک د ا دوه لورانی راکړې او بيا دوه زامن لاڅو موده نه وه تيره شوی چې په هيواد کې کورنی جګړه پيل شوه او ژوند مو سره ګډوډ شو خو بيا هم مونږ هماغلته اوسيدو نجونې مې ښوونځی ته تلی تر نهم ټولګی پورې يې په بګرام کې سبق ووايه،بيا نو چې شرايط ډير خراب شو د مجاهدينو او پخوانی دولت جنګونه ډير شول نو موږ کابل ښار ته راغلو مشره لور مي په لسم ټولګی کې او دوهمه نجلی په اتم ټولګی د کابل ښار د اريانا په ليسه کې شاملي شوی مشری لور مې دولسم خلاص کړ او مشر زوی مې چه له دې دواړه نجونو څخه کوچينی وه په شپږم ټولګی کې سبق وايه چه له بده مرغه يوه ورځ په فروشګاه کې د راکت په اصابت کې شهيد شو او پلار يې چه بل څه غريبی ورته نه پيداکيده دلته د کابل ښار په ده افغانانو کې د سقاوی کار کاوه او اوبه به ئې له سهاره تر ماښامه کورونو ته چلوولی تاسو ته هم ښه معلومه ده چې په کابل کې هم وضع خراب شوه او مشره لور مې چه ښونځی ئی خلاص کړي وه او د انجنيری په فاکولتی کې په دويم کال کې وه چې دولت بدل شو پوهنتون وتړل شو جنګونه په کابل کې پيل شول ورځ په ورځ د کابل د ښار وضعيت هم خرابيده مونږ چې د کابل په زاړه ښار کې په يوه کرائی کور کې اوسيدو د جګړی له امله مهاجرت ته مجبور شو جلال اباد ته لاړو دوه کاله مو د سرشاهی په کمپ کې ژوند وکړ په ډير مشکل سره له هغه ځای نه بيرته راغلو خپل پلرنی ځای ته يعنی د پروان ولايت په چاريکارو کې اوسيدو بيا مو د خدای په فضل سره ژوند ارامه شو په لور پسی مي ډير خلک و چې مرکی ته راتله ټول د کورو کلی خلک و خو هغی مکتب ويلی وه او تعليم والا هلک يې غوښت چې ورسره واده وکړي تل به يې راته ويل چه له مجاهد او ... داسی نورو سره واده نه کوم همداسی ورځی او شپی تيريدی چې بيا په پروان کې جګړه پيل شوه او مونږ بيرته کابل ته راغلو دلته وضع نسبتا ارامه وه او دغه کور چې ګوری دلته راکډه شوو مونږ نور د کرايه ورکولو توان او قدرت نه درلود خاوند مې هم سپين ږيری سړی و د دې کور څښتن هم خدای خبر چې چيرته تللی خو له هغی ورځی چه دلته راکډه شوی يو چا ددې کور پوښتنه نه ده کړي څو موده مولانه وه تيره زمونږ په ګاونډيتوب کې څوک اوسيدل هغوی د هيواد د جنوبی سمت خلک وو يوه ورځ د ګاونډی له ښځی سره څو نوری ښځی هم راغلی زما د مشری لور د مرکی لپاره ډير سره راغلل او لاړل زما زړه نه وه چه وريي کړمه هغوی پښتانه و او هلک هم تعليم نه وه کړي خو غريبی دومره سره اخيستی وو، چه لور مي د يې کوژدې ته زمونږ لپاره غاړه کښيښوده دا په دي وجه چې پلارئي کارنه درلود شپه او ورځ مو له خلکو نه پورونه کوول او داسی ورځ نوره راباندی راغله چه زر افغانی هم د ډوډی د کارت لپاره چانه راکولې که څه هم چې هغو خلکو په پکتيا کې استوګنه درلوده خو لور مي قبوله کړه ما او پلار ته ئي ډاډګيرنه راکړه چه اوس هم نه پوهنتون شته او نه هغه پخوانی کابل د اطراف ژوند سل واری له دي ويجاړ او وران کور نه ښه دی زما لپاره مه خپه کيږي.او د شلو زرو کلدارو په بدل کې د ا کوژده وشوه واده ئي په ښه صورت سره تر سره شو زوم مې راغې ډير ښکلی هلک و او خلک هم ډير ښه خلک وو څه به دی سر در خوږ وم لنډه دا چې لور مې واده کړه او پکتيا ته يې بوتله له واده نه ئې يوه مياشت تيره شوه چه زړه مي ډير ورپسی پريشان وه او پلار مې يې ورپسی وليږه چه احوال ئي راته راوړی پلار چې کله ورغلی و نو نجلی چه ليدلی وه ډيره خوشحاله وه او د کور په کار يې نوی پيل کړي و خپل پلار ته ئي ډاډګيرنه ورکړی وه چه زه ډير ه خوشحاله يم تاسو ته معلومه ده چې د اطراف کارونه څومره مشکل دي پلار ئي څو شپي ورسره تيری کړي کله چې راغی نو د ژوند کور او کلی کيسه ئي راته وکړه خدای حاضر دي چه ډيره خفه شوم د مور زړه خو نازک دي ډېر مي وژړل څو شپي هيڅ خوب نه راته او تل به مي په سترګو کی ګرځيدله په دي منځ کې دوه مياشتی تيری شوی ډول ډول خوبونه به مې ليدل د جونکو پلارته مې وويل مجبور مې کړ چه يو ځل مي ورولی پلار ئي راسره ومنله لاړو له ډيرو غرونو او ډاګونو نه تير شوو اوږد سفر و لنډه دا چه د هغوی کلی کور ته ورسيدو ، لور می ونه ليده د لور پوښتنه مي له خواښې نه وکړه چه چيری ده هيڅ نه ښکاری ټول غلی شول په دي وخت کې زوم مې کوټي ته راننوت او راغی له روغبړنه وروسته مي د لور پوښتنه وکړه چه غږ وروکړي او راشي زوم مي په ژړا پيل وکړ او راته وويل لور خوارکی خودي د ا څو وروځی کيږي چه مړه شوه او زه يي يواځی پريښودم ددي خبری په اوريدو سره سر راه باندی و څرخيده پلار ئي هم حيران شولو زه هم نوره په ځان پوهه نشوم چه څه به مې کړي وي بيا سبا ته لاړمه د لور هديری ته قبر تازه وه د قبر په سر می ژړل او ويښته مي شکول پلار ئي هم ژړل خو زوم مي رانه لاړو چې مال ته اوبه ورکړي په دي وخت کې د کلی له لوري سړی چټک چټک را روان و مونږ ته چه را ورسيده نو حيران حيران يي کتل پوښتنه ئي وکړه موري ولې ژاړي ما ځواب ورنه کړ خاوند مي ورته وويل نه ګوری د ازمونږ د لور قبر دی ، د ګل پشان ځوانه لور مي تر تورو خاورو لاندی شوي سړي حيران شو د ا ستاسو د لور قبر .... دا خو زما د ميرمنی قبر دی چه څو ورځی مخکی د ماشوم د زيږيدو په وخت کې مړه شوه ددې خبری په اوريدو سره سوچ راته پيدا شو چه د کاسی لاندی نيمه کاسه هم شته له خاوند سره يو ځای لاړمه د طالبانو مرکز ته خبره مي هلته وکړه هغوی زما زوم راوغوښت او تحقيق ئی پيل کړ وروسته له ډيرو وهلو ئی اقرار وکړ چه ښځه ئی تښتيدلی ده او ورکه ده .
ډير يي په لټه کې شوو خو پيدا نشوه نا اميده د کور په لوري څو ورځی وروسته راغلو شپه ورځ مي په لور پسی ژړل شپږ مياشتی له دي خبری تيری دي چه يوه ورځ ګورم لور مي راغله خپل رنګ ځوانی او هر څه ئې له لاسه ورکړي وه نور يي مور د ژړا له لاسه خبری نشوی کولی لور ی چه مخامخ راته ناسته وه او له معصومو او پاکو سترګو نه ئي اوښکی را روانی وي راته داسی کيسه شروع کړه کله چي پلار مي بيرته کابل ته لاړ خاوند مي راته وويل چه راځه ته ناوی يې او د څو شپو ميلمستيا لپاره دي پاکستان ته د خپلی خور کره بيايم زه هم ډيره خوشحاله شوم ورسره مي ومنله زه خو په لاره بلده نه وم کله چه يوه د بيروبار بازار ته راورسيدو پوښتنه مي وکړه هغه وويل : بازار دی يوه سماوار شکل ، هوټل ته يې بوتلم کوټه کی ناسته وم خاوند مي لاړ او د څو تنه سړو سره راغی ما مخ پټ کړ خو خاوند مي وويل مخ مه پټه وه خپل دي هغو سړو ښه راته وکتل او له خونی نه ووتل خاوند مي بيرته راغی راته وويل زه ځمه چه خور مي بل ځای کډه کړي د هغی د کور ادرس اخلم هغه سړی خو دي وپيژندل يا به زه راشم او ياکه دوی راغلل. ورسره راشه له بل چا سره رانشی دروازه در پسی بنده کړه زه هم په ډاډه زړه په کوټه کې ناسته يو ساعت وروسته هماغه دوه سړی راغلل زما د خاوند نوم يې واخيست او وې ويل چه راځه زه هم ورسره روانه شوم او په يوه سره کورونا ماډل موټر کې سپاره شوو ډير اوږد سفر مو بيا هم وکړما له هغو څخه هيڅ پوشتل ولی چه زما خاوند ويل چه په دوی کې ښځی ډيری پوښتنی نه کوي شپه ښه پخه وه چه بل ښار ته راورسيدو هلته يو ښه هوټل ته لاړو دلته اطاق نسبتا ښه وه داسی راته ښکاره شو چه د پشاور ښاروه ولی چه څو ځائيه مې په ايس کريم فروشيو باندې ولوستل پشاور ايس کريم ، سړی لاړل يوه شيبه وروسته ئي له ځانه سره ډوډی هم راوړه ډوډی مي چه وخوړه وسواس راته پيدا شو د ډوډی ظرفونه ئي ويوړل دلته مي له هغو څخه د خپل خاوند پوښتنه وکړه يو ئي په خندا شو وويل خوارکې کوم خاوند ؟ تر پرون دي هغه خاوند ؤ خو اوس مونږ دواړو ستا خاوندان يو ما غوښتل چه چيغی ووهم هغوی دواړو د ليوانو پشان حمله راباندی وکړه او خوله ئي راباندی وتړله. او زما په عزت ئي لاس اوږد کړ سبا ته ئي هم دروازه راپسی بنده کړه او په چپرکت ئي وتړلمه خو له می ئي بنده کړي وه څو شپی تيری شوی ډير خلک ئی راته راوستل خو يوه شپه يو عرب راغی هغه ډيره مينه راسره وکړه زما په ژبه ښه پوهيده خو په مطلب لږ څه پوه شوه زه ئي خوښه شوم بيا ئی هغو دواړو ليوانو ته ډيری پسی ورکړی ما سره يی نکاح وکړه ښی ښی جامی راته واخستې ويل يې چه اول دي عربو ته بيايم او بيا دی کابل ته راولم ماهم ورسره ومنله څو ورځی وروسته سره رياض ته لاړو هلته هغه ښه کور او ژوند درلود دری ښځی ئي وي او ډيری کنيزی يوه هفته چه تيره شوه داکتر ئي کور ته راوغوښت او زما غاښونه ئي ټول وويستل څو ورځی وروسته مي د غاښونو د ځائيونو زخمونه ښه شول د هغه ددي کار په وجی نه پوهيدمه بيا ئی هغه د وحشت کارونه راباندی وکړل چه په بشر کې نه دی تير شوی دوه مياشتی همداسی تيری شوي بيا ئی پر بل عرب خرڅه کړمه هغه به هم هماغه د وحشت نه ډک کار راباندی کاوه تر نيمو شپو پوری بيا نو ده چه کله ناروغی راته راپيښه شوه پر يوه سپين ږيری عرب خرڅه کړمه هغه به تر نيمی شپی بربندډه رقسولمه او بيا هماغه پخوانی د خولې له لاری د وحشت ډک استسمار راباندې کاوه له نيکه مرغه چه په دي کور کې يوه افغانی سړی کار کاوه هغه سره مې خپل درد وويل هغه راسره وعده وکړه چه نجات به راکوي څو موده وروسته ئي پلان راسره جوړ کړ او يوه شپه کله چه هغه بوډا له مانه ښه ستړی شو او ويده شو نو زه د هغه افغانی راته په لار کې ولاړ وه وتښتيدمه يوه مياشت له هغه بل افغانی سره مي پټ ژوند وکړ تر څو ئي زما د راتګ زمينه برابره کړه بيرته پيښور ته راغلمه نور هر څه له مانه لوټ شوی وه د چا نه مې ويره نه درلوده راساِ تورخم او له هغه ځايه کابل ته خپل کور ته راغلم خو زه د ژوند تر پايه له خپلو هغه دوه وطنوالو څخه چه ماته ئې نجات راکړ او د بيرته راتګ او پيسو مدد يې راسره وکړ.
خو شحاله يم . نو له تاسو نه هيله کوم چه زما د ژوند دا له رنځ نه ډکه کيسه د عبرت په شکل نشر کړۍ او دا مجله د عربو ښارونو ته هم وليږي تر څو زما هغه دواړه وطنوال خوشحاله شی چه زه خپل کور کی له خپلی مور غريب پلار او خور او معصوم ورور سره ژوند کومه اوس دلته د کونډو د موسسی له خوا بړاستنی چه خيريه موسسه يې د بيوزلو خلکو سره د مرستی په منظور جوړوي ګنډم او پسی تر لاسه کوم خو اوس ايمان لرم چه ښځه په خپل ذات کی ډيره بيوزله او معصومه ده زه له نارينه و څخه نفرت لرم هغوی ډير ظالم دي په هيڅ نارينه اعتبار پکار نه دي د هغی مظلومی له سترګو اوښکی راتويدی مالائي کوپه شوی وه او پښی يې کږی شوی د ډير جنسی استسمار له عمله د معدی راز راز تکليفوه ورته پيښ شوی وه ماهم ورسره ډير وژړل کله چه خبری حلاص شوی نو خپلی ګړی ته مې کتل د غرمی ١٢ بجی وی زه له ځائيه پاڅيدم چه راشم خو هغو ډير تينګ شول تر څو له هغو سره د غرمې ډوډي وخورم ما ونه منله زړه مې راسره ونه منله هغه ډوډي چه زه وخورم هغه به هغوی په مړه ګيډه وخوري د هغی مخ مې ښکل کړ او ورته مې وويل په دنيا کې ټول نارينه يو ډول نه دي که يو انسان درسره ظلم وکړ بل انسان له وحشت نه وژغورلې ته روښانه راتلونکی لري سر مې ډير ه درد کاوه د کور په لور ی روانه وم د سرک يوې غاړي او بلی غاړي کورونو ته مې کتل وران کورونه او دا غريب خلک همدابي وزلی خلک دی چې له مجبورې ورځی دتله ژوند تيروی ځان سره مې سوچ کاوه چه په دې هر کور کې به شايد همدای يوه د ظلم نه ډکه پيښه شوي وي نو پاک خدای دي ماته توفيق راکړي تر څو د ددوي غږ ټولی نړي ته ورسوم تر څو زما د وران او ويجاړ هيواد پر غريبو او بيوزلو خلکو د رحم او شفقت ناره وشي.


م ن غروال
23.09.2005

ښاغلۍ عارف افغان سلامونه ومنئ!
د ټول افغان ليوالان دومره مصروفه دي او دومره وخت له بده مرغه نلري چې يوازې او يوازې د بشر دوستۍ له مخې او يا افغان دوستۍ له مخې خپله زړخوږي څرګنده کړي٠
ما لا پخوا غوښتل چې څه وليکم ومې ويل چې پريږده چې نور وروڼه او خويندې دلته هم سر راښکاره کوي او که نه، خو ښکاري داسي چې د منطق فورم عجبه توده خونه ده او عجب هم تود مجلس!
داسي افغان پروفيسور به نه وي چې هلته تشريف ونلري!
په هر حال! دا جنايت بايد وغندل شي او له دغه جنايت کار سره حقوقي چلند وشي چې دا بخښلو وړ نه بلل کيږي٠
زه د زړه له کومې له دغه بې وزلې او معصومې خور سره خپله خواخوږي څرګندوم او ځان ورسره په دغه غمجن حال کي شريک بولم او که ماته يې پته راکړئ زه به انشأالله تعالي تر خپل وسه هيڅ ډول مرسته هم ورڅخه ونه سپموم٠
همدا ډول د هغې له مور او کورنۍ سره هم ځان غم شريک بولم او دغه جنايت کوونکي ته هر څه زر تر زره د سزأ غوښتونکۍ يم او لوئ پروردګار عالم دې يې د حق د نوم په برکت هم په دغه دنيا او هم په هغه دنيا ذليل حقير او شرمولۍ ولري٠ آمين *
د دغې بې وزلې افغانې خور د نيکمرغۍ په هيله!
په نهايت تعظيم او درناوۍ
يو نا اشنا ورور م ٠ ن٠ غروال


م ن غروال
23.09.2005

[quote:42da6391c7="غروال"]ښاغلۍ عارف افغان سلامونه ومنئ!
د ټول افغان ليکوالان دومره مصروفه دي او دومره وخت له بده مرغه نلري چې يوازې او يوازې د بشر دوستۍ له مخې او يا افغان دوستۍ له مخې خپله زړخوږي څرګنده کړي٠ غندل د داسو بې شرمانه عمل خو به لا پر ځاي پريږدو!
ما لا پخوا غوښتل چې څه وليکم ومې ويل چې پريږده چې نور وروڼه او خويندې دلته هم سر راښکاره کوي او که نه، خو ښکاري داسي چې د منطق فورم عجبه توده خونه ده او عجب هم تود مجلس! نورو فورموته به څه سر ورښکاره کړي٠ بس هره مسئله چې وه که د اسلام وه او که د سياست او که د پښتو، بس يوازې د منطق فورم ورته بس دي٠ داسي افغان پروفيسور به نه وي چې هلته تشريف ونلري!
په هر حال! دا جنايت بايد وغندل شي او له دغه جنايت کار سره بايد حقوقي چلند وشي چې په هر قيمت چې کيږي بايد خپله سزأ وويني ځکه دا په هيڅ صورت د بخښلو وړ نه بلل کيږي٠
زه د زړه له کومې له دغه بې وزلې او معصومې خور سره خپله خواخوږي څرګندوم او ځان ورسره په دغه غمجن حال کي شريک بولم او که ماته يې پته راکړئ زه به انشأالله تعالي تر خپل وسه هيڅ ډول مرسته هم ورڅخه ونه سپموم٠
همدا ډول د هغې له مور او کورنۍ سره هم ځان غم شريک بولم او دغه جنايت کوونکي ته هر څه زر تر زره د سزأ غوښتونکۍ يم او لوئ پروردګار عالم دې يې د حق د نوم په برکت هم په دغه دنيا او هم په هغه دنيا ذليل حقير او شرمولۍ ولري٠ آمين *
د دغې بې وزلې افغانې خور د نيکمرغۍ په هيله!
په نهايت تعظيم او درناوۍ
د يو نا اشنا ورور م ٠ ن٠ غروال لخوا[/quote:42da6391c7]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more