د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د ماشومان له پاره ښې او غوره کيسې

Farhad zaheer
18.08.2005

د ماشومان له پاره ښې او غوره کيسې
د ماشومانو له پاره د کيسو انتخاب ډير ستر اهميت او ارزښت لري هغه کيسه چې ښکلې او ښه وي او ماشومانو ته په سمه او ماهرانه توګه وويل شي ، کولی شي چې ښه تاثير او اغيز ولري . کيداي شي چې ښه کيسه د ماشوم په خاطر او ذهن کې پاتې شي او په زړه کې يې کښيني ، سترګې يې ورپرانيځي ، پوهه او عقل يې پياوړي کړي .
خو بده او ناوړه کيسه ، هغه کيسه چې پکې بدې پر نيکۍ ، بدرنګي پر ښکلا خربکاري پر رغونې او ابادی پر لاسې او بريالۍ کيږي ، هغه کيسه چې ستر ستر وا قعيتون بې اعتباره کوي . په عمومي ډول په ماشومانو کې په تدريج سره دښيګنو ، ښکلاوو ، رغونې او جوړونې په وړاندې مقاوت او ضديت را مينځ ته کوي ، او کيدای شي دغه مسئاله ډيرې ناوړې پايلی او نتيجې له ځانه سره ولري .
لکه څنګ چې سره زړ ( طلا ) د پيسو ملاتر او پشتيوانه ده ، د کيسو کرکټرونو اخلاقي ارزښتونه ، انساني ارزښتونه ، د ښيګنو او نيکيو ارښتونه ، سر ښند نې او ځان تيريدنې د کيسو پشتيوانه او اډانه جوړوي، له همدې امله ويلای شو چې ښه کيسه واقعاٌ لوړ ښونيز او روزنيز ارزښت لري .
که چيرې يو ماشوم ته داسې کيسې ويل کيږي چې پکې ماشوم تحقير يا وهل _ ټکول کيږي او انساني حقوق يې تر پښو لاندې کيږي ، ، ماشو م په غير ارادي تو ګه دې نتيچې ته رسيږي چې دا هر څه ښکلي او انساني دي ، مور او پلار ، ښوونکي ، راډيو او تلويزون چې د هغې په هکله خبرې کوي ، بې ځايه دي ، د لويانو له خوا وهل ټکول ، تهديدول او دزورورو په مقابل کې دده بې ځواکي او کمزوري يو واقعيت دي.
ميندې او پلرونه بايد هيڅکه خپلو ماشومانو ته دغه ډول کيسې ونه وايې ، ځکه چې د غسې کيسې په ماشوم کې د حقارت او ناتوانۍ احساس پياوړی کوي او د ماشومانو په روحياتو ډيرې ناوړې اغيزې لري .
ميندې ، پلرونه او ښوونکي بايد هڅه وکړي چې د خپلو ماشومانو له پاره داسې کيسې ا نتخاب او ووايي چې کرکټرونه يې زړه ور، سرښندوکې د ښه غوره او خير ښيګڼې د عمل خاوندان وي ، او هغه وکړای شي چې پخپل کوچني اوريدونکی کې د ښه والي ، خير ښيګنې کولو او له ستونزو سره د مقا بلې ، مبارزې او مقاومت کولو احساس او روحيه راوپاروی او پياوړی يې کړي.

ليکوال : سيدداود زهدی
ژباړه بـــــــــــــــــــــــــــــــــــــاور


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more