د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

دکمپيوټر پرزې

شمشاد شينواری
20.05.2003

د کمپيوټر زېرمه ( Hard disk )
د کمپيوټر په زيرمه ( Hard disk ) کې معلومات او مفروضات (Data) خوندي کېږي . د کمپيوټر يوه زېرمه ډېرې دا يروي شکله مقناطيسي تختې لري په دې دايروي شکله مقناطيسي تختو کې ډېرې زياتې دايروي کرښې شته .د کمپيوټر زېرمه ( Hard disk ) يوه له هغو ذخيرو څخه ده چې په کمپيوټر کې اېښودل شوې وي او د بدلولوحاجت يې تر هغې نه پېښېږي چې خرابه شوې نه وي .

ډسکيټ او د ډسکيټ هډه :
د ډسکيټ هډه د کمپيوټر په مخکينۍ برخه کې نصب ده ، په دې هډه کې ډسکيټ کېښودل کېږي او د هغه په مرسته له کمپيوټر څخه يو څه دې ډسکيټ ته راوړل کېږي . همدارنګه له ډسکيت څخه کولی شو چې کمپيوټر ته يو څه انتقال کړو .په هر ډسکيټ کې کولی شو چې معلومات له ځان سره خوندي وساتو . ډسکيت بايد د لمر له حرارت څخه لرې وساتل شي .

CD Rom
يو CD Rom عبارت له يوې عادي فيتې څخه دی چې په هغې کې د کمپيوتر پروګرامونه او داسې نور مفروضات ( Data ) او معلومات ثبت يا خوندي شوي دي . د CD فيته د انګليسي Compact Disk مخفف دی . د CD فيته کېدای شي د CD Rom په هډه کې وکارول شي او ګټه ترې واخيستل شي .

پروسيسور او يادښت :
د کمپيوټر مرکزي پرزې چې د کمپيوټر په ژبه Processor Unit (CPU) Central بولي . دا په حقيقت کې د کمپيوټر ماغزه دي . يادښت په يو شمېر کلکو پلاستيکي او فلزي اوږدو وړو ټوټوکې د ننه په کمپيوټر کې ځای پر ځای شوی دی . په شخصي کمپيوټرونو کې کولای شو دوه رنګه يادښت (Memory ) وګوړو چې يو يې Rom او بل يې Ram بولي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more