د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

مونږ ښځو ته کوم حقوق ورکړي؟_____ ارواښاد ډاکټر حيات االله سالارزی

Farhad zaheer
24.07.2005

مونږ ښځو ته کوم حقوق ورکړي؟
ارواښاد ډاکټر حيات االله سالارزی
د ښځي حقوق په افغاني ټولنه کې داسې يوه موضوع ده چې کيدای شي ډېر زياتې ليکنې پرې شوي وي ،کتابونه ، مقالې ، سيمينارونه ، څيړنيز بحثونه او مباحثې پرې شوې وي او بيا په خاصه توګه نن ورځ
دا موضوع نوره هم ډېر زياته ګرمه شوې ده ،ځکه چې په ګران هيواد کې يو څه نسبي سوله او ارامي راغلی ده ، په مرکز کې يو منتخب حکومت وجود لري او دخلکو هيلې د راتلونکي په باب د اميد نه ډکې بريښي ، ګوندې نور به نو هر چاته خپل خپل حقوق په لاس ور شي او د ځنګل هغه قانون ته چې په دې سيمه کې د ٢٥ کالو راهسې حاکم وو يو د پای ټکی کېښودل شي .
ولې متاسفانه کله چې مونږ په ګران هيواد کې د حقوقو خبره کوو ، نو نه يوازې دا چې د ښځو حقوق ډير په بې رحمانه توګه غصب شويدي ، بلکې موږ د ويلای شو چې له سره چا په نومي بشر ته د حق ورکولو يوه لحظه سوچ هم نه دی کړای د بشر کړای د بشر حقوقو دا پيمالي هغه ورځ شروع شوه او لا تراوسه جاري ده ، په هر حال موږ دا ويلی شو چې ددی ټولو کارون اصلي لوبغاړی نران او قربانيان يې زموږ مظلومې ښځې دي .
ﻻ ښځو په مسله کې ځينې خلک له دومره ډېر افراط څخه کار اخلي چې اکثره له هغوی څخه نه يوازې خپله اصلي موضوع پاتې کېږي بلکې د خپل کلتور او مذهب نه ډېر لرې د يوې خبری ثابتول غواړي ولې ځينې نور ډېر داسې خلک شته چې اصلاٌ دا موضوع د بحث وړ نه ګڼي ، خو په هرحال زه د وايم چې زموږ دين له نن څخه ١٤ سوه کاله پخوا کوم حقوق ورکړي دي که نن هم هغه حقوق زموږ ښځو ته ورکړل شي ، نو بيا موږ حق لرو چې ووايو چې نور ، نو دا موضوع د بحث وړنه ده .
پدې باره کې خصوصاٌ زموږ په دينې عالمانو ډېر زيا ت زمه واري راځي چې نور نو خپلو وطنوال پدې باره د اصل حقيقت څخه خبر کړي.
مقالې ، مضمونونه ، تقريرونه او تحقيق کارونه وکړي ، تر څو موضوع په ښه شان ښکاره او تعقيب شي ددې نه علاوه د عصري تعليم لرونکې شخصياتو باندې هم دا فرض جوړېږي چې دديني عالمانو دغه څيړنيز کارونه ددنيا په نورو ژبو ترجمه او چاپ کړي .
ددې کار ګټې ډېرې زياتې دې اول قدم کې خو به دهغو خلکو خولې د هميشه لپاره بندې شي چې زموږ د مبين دين په باره کې شکونه او شبهات لري اويا تنقيدونه کوي ، دويمه په زړه پورې ګټه به يې دا وي چې دنيا به پوهه شي چې نه زموږ مذهب او نه کلتور د جمو دښکار دی اودا چې دواړه زيات مترقي دي . او دلته هېچا ته پر بل باندې د ظلم او جبر کولو حق نشته دلته هر چاته خپل خپل حقوق حاصل دي . او د پردي په حق باندې تيرې نه يوازې يو ګناه ګڼی شی ، بلکې يو جرم دی چې د هغې با قاعده پوښتنه کيږي.
دا چې اسلام ښخې ته د مور خور او ښځې ته په حيث کوم حقوق ورکړي د دنيا هر بل نظام د هغه له مثال ورکولو څخه عاجزه دی ، بلکې زما خو دا عقيده ده چې تاريخ به همېشه دداشان مثال ورکولو نه قاصره وي دا بېله خبره ده چې موږ پخپله دغه هر څه هېر کړي دي .
ما دلته زيات کوښښ کړی هغه څه وليکم چې يا خو ما پخپله ليدلي او د نورو خلکو د سترګو ليدلی ريښتينی حال وی او دا زما په ګمان داسې کارونه دي چې نه خو زموږ ددينه او نه يې کلتور سره څه اړيکه يا سمون شته ، زه په ډېر تاسف سره بايد ووايم چې زموږ د ټولنيزو غلطيو څخه يو ه هم راغلې ده چې کله موږ ديو کار سرته رسول خو ښول غواړو نو دې کارته د جواز پيداکولو په خاطر دې د کلتور او مذهب جامه ورا غوندو اګر که زمونږ زياد دا شان کارونه د مذهب او هم د کلتور دواړو نه ډېر زيات لرې وي زما په خپل فکر کې داسې کارونه کول صرف او صرف د خپل دين او کلتور څخه بې خبري او په نا مشروعه کارونو باندې پرده اچول او سترګې پټول دي .
زموږ د هيواد د خويندو قرباني بې شماره حتی زه په زغرده دا ويلی شم که موږ قلم رواخلو او ددوی تکليفونه ليکل شروع کړو ، نو زه پدې يقين لرم چې ددې کار سرته ېرسول يوازي ديو اديب ، شاعر ، ليوال يا تاريخ پوه په وس پوره نه ده ،بلکې په سلګونو شاعرانو ، ليکوالو او پوهانو ته به ضرورت وي چې زموږ د مظلومو خويندو دغه ډول تکليفو نو د کاغذ پر مخ وليکي اوداکار کيدای شي کلونه کلونه واخلي ولې زه په دې افسوس کوم چې په دې وطن کې ددمره زياتو ليوالو شتون با وجود چا ددې همت ونه کړه چې په دې ډېر ضروري مسله ليکنې يا څرګندونې وکړي او زه فکر نه کوم چې دارنګه پوهانو ته دې زموږ تير شوی تاريخ او راتلونکی نسل بخښنه وکړي .
ماته په ياد دي چې زموږ ډېرو ميندو خپل بچي د پردو او بيا د خپلو افغانانو دلاسه په يواو بل نوم په ډېره بې رحمانه توګه له لاسه ورکړل بې شميره ميندو خو د خپل بچووژنه پخپلو سترګو وليده ، خو په دې وخت کې له دې ميندو يوازځينۍ اسلحه ښيرا ، فرياد او يا زړه خوړونکی زغم و حتی زه يو داسې مور پيژنم چې خپل بچې يې د دښمنانا نو په ګولو سورۍ سورۍ کړو.
ډېر بچيان يې دروغتيايي اسانتيا وو د نشوالي له کبله او يا يې په دې اوږده وجه د خپل ځيګر نه جدا شو . ډېرې ميندې په نري رنځ يا په نورو ډول ډول مرضو نو اخته شوي ډېرې بيا په پردو وطنونو کې په سوال کولو مجبوره شوي د سوال کولو په دې جريان کې ډېرې بې عفته شوې ما پخپله وليدې چې کله به
دوي سوال کولو،نو خلکو ورته وويل چې که مخ دې يو ځل ښکاره کړو نو روپۍ يا خيرات به درکړم که نه نو نشته ما چې ما چې به داليدل نو زړه کې به مې يوازې ديو سوچ کاوه چې کاشکې زموږ د وطن هغه خيانت کاران اوس مو جود وای ، نو کيدای شي چې څه افسوس ورغلی وای او نور يې ددې وطن د وروانولو او ددې مظلوم اولس له ځورولو له لاس اخېستی وای . ولی ډېره ګرانه وه چې زما دغه اوازد چا اوريدلې واې او يا يې د خپلې خوردغه بې عزتي پخپلو سترګو ليدلی وای ځينې نورې خو بيا دخپل وطن نه يه زرګونو کيلو متره لرې په پنجا بونو او کراچۍ او داسې نورو ځايونو کې له ډېرې بې وسۍ څخه او د خپلو مور ، پلار ا نورو خپلوانو نه لرې په بندو قلاګانو کې اوس هم د مرګ په انتظار شپې او ورځې سبا کوي او ما چې به ډېر ځل دا حالت په خپلو سترګو ليدو ، نو د پښتو هغه ټپه به راياده شوه چې وايي
اختر ته خويندې خوشاليږي
بې وروره خويندې ديوالوته ناستي وينه
او يا دا چې
[color=red:9f835fc04f]چا يې پلو ليدلی نه وو
اوس د جمرود په غاړه ځي سرتور سرونه[/color:9f835fc04f]
يواځي دا نه بلکې دننه په خپل وطن کې هم د ډيرو خانانو ، قوماندانانو او خپل سرو جنګ سالارانو د لاسه د ډېرو نجونو زنده ګي د بېوزلۍ او بې وسۍ سره مخا مخ وه لکه ما دايې يو حالت وليده چې يوه قوماندان دخپلې ولسوالۍ د يوه بېوزله سپين ږيري سړي د شهزاګۍ غوندې لور د خپل يو بې علمه او بد اخلقه زوې غوښته ، او کله چې هغه خوار غريب انکار و وکړه. نو دغه باتوره قوماندان صيب په ډول ډول تهديدونو لاس پورې کړ او اخر هغه مظلوم خپل ټول شته پرېښودو ته مجبور شو او له خپل وطن څخه ډېر لرې يې د پردي وطن اوسېدل غوره وبلل دغه بوډا ويل چې اخر څنګه خپله ښايسته لور دهغې د اجازې نه بغير يو بې تعليمه او بد نام سړي ته ، هغه هم په زور ورکړم دا عاجز سپن ږيري نن هم ډير خطر حساساوه او ځان يې مصون نه باله :
ما دوطن داسې خويندې هم ليدلي چې د خوارۍ او مشقت داسې ورځې شپې يې سبا کولې چې هغوی په دې نه پوهيدې چې ايا دوی سړو ته واده شوي دي او که کارونو ته ، دې ښځو به ټول ورځ په پټي کې د خپل خاوند سره له سحره تر ما ښامه مرسته کوله بيا يې د ماسخوتن ډوډۍ تياروله د هغه نه وروسته به سټړي ستومان د مېړه او د بچو لپاره د خوب ځای تيارول ، او غم به هله وو چې ټول کور به ويده و او دا بېچاره ګانې به خپل ماشوم بچي ته په شيدو ورکولو اويا هغه ته به للوللو ويلو سبا کوله او سبا سحر وختي به دپرون په شان دخوارۍ نه ډکه ورځ شروع او همدغه شان به ختمه شوه.
عجيبه تما شه خو به هله وه چې کله به يوې ښځې مسلسل ددوونه زيات لورګانې راوړې نو بيا د سپېرې او نورو مختلفو نومونو په نوم يادېده حتی له هغې څخه به نفرت کېده شروع شو حال دا چې ساينس دا خبره ډېره پخوا ثابت ه کړې چې د هلک يا د نجونو پدا کولو ماده الله ج د سړي په کرومو سوم کې ايښې ده که څه هم چې د لوريا ځوی پيدا کولو صلا حيت او توان د الله ج په لا کې دی ، دهغه خوښه ده چې چاته لور ورکوي او چاته زوی ، خوبيا هم موږدخپلې نا پو هۍ په وجه ښځه ملا متوو . ډېر وخت خو داسې هم پېښ شوي دي چې د هغه په سر دويمه او دريمه ښځه وکړی ددې لپاره چې يې په راتلونکې کې يې زامن پيداشي ولې هېچا تر اوسه سړی ددې لپاره ملا مته نه کړو ، اګر که سړۍ ته هم په دی کار کې څه ګنا نه شته.
دهغو خوارکو نجونو حال خو بېخي لا نور هم ډېر زيات د غم نه ډک داستان دی چې يتيمانې پاتې شوي او خپلو تربورانو ، اکاګانو ، ماما ګانو ، او يا نور خپلوانو غاړوته ورولوېدلي دي موږ که دنا خوالېي يوه يوه په غوږو واورو ، نو ښکاره به شي چې دغه کېسې په مکمله توګه د قران شريف د ډېر و هغه اياتوونو او احاديثو څخه سراسر مخالف دی کوم چې د يتيمانو په حواله موږ ته اسلام را ښودلي دي دا ډېر يو اوږد داستان دی چې پرداشان يتيمو نجونو په کومه کچه ظلم زياتی وشو او دلته د وخت او ځای د کمي په وجه ده هغې بيان ګران دی او که څه يې دلته وه هم ليکم ، نو دا ډېرې دردوو نکې کيسې دي چې ښايي د ډېرو لپاره د زغم وړ نه وي .
يو ځل د يو سپين ږيري سره ناست وم ، دغه سپين ږيري په همدغه ورځو کې خپله ځمکه او جايداد په خپلو بچو وېشلی و تپوس مې ترې وکړو چې بابا جانه ځمکه دې څنګه او په چا وويشله ؟ د بابا عمر چې دا وخت نزدې ٧٠کاله وو ، راته ځواب راکړه چې هو بچيه ځمکه مې په خپلو زامنو برابره وويشله او ٢جريبه مې خپل کفن دفن ته پرښوده ، ما ترې تپوس وکړه چې لورګانو ته دې څومره حق ورکه ، پدې خبره راته دې بوډا سړي وخندل اوويې ويل چې بچيه ! ته خو ډير ښه سړی يې ولې دا ېوطن د پښتو دی او دلته څوک داسې خبرې نه کوي.
ما ورته په ځواب کې يوه کيسه وکړه چې بابا چې ديو سړي دواړه و ګردو کار پريښودی و ، نو ټولو زامنو يې هغه ته د يوې ګردې ورکولو څخه انکار وکړه دا ځکه چې ډاکټر هغه ته ويلې وو چې که چېرته هغه د چا څخه يوه ګرده واخلي ، نو کېدای شي هغه د مرګ څخه بچ پا تې شي اخر هغې يوې خوارکۍ لور پلار ته يو ګرده ورکولو د لاسه مړه شوه خو ولې د پلار له پاره د هغې قربانې زموږ د تاريخ يوه نه هيريدونکې پاڼه جوړه کړه.
بابا ددې کيسې کولو نه زما مقصد دا وو چې خدای مکړه که چيرته سبا په هغه داسې کوم حالت را شي ، نو يوازې دغه لورګانې به وي چې دومره لويې قربانۍ ته به تيارې وي ولې په بدل کې موږ وينو چې موږ ورسره څه کوو دلته زما مطلب دا نه دې چې ياتې ضرور دې ښځې همېشه دا شان قربانې ورکوي او موږ دې يوازې تماشه وکړو په هر حال زما په هر حال زما ددې کېسې اوريدلو سره بوډا يو ځل بيا په خندا شو او راته يې وويل چې بچيه !
زمونږ په دې وطن کې د ا رواج نشته بس نور نو زه هم پو شو م او خاموشه له هغه ځای څخه پاڅيدم.
زه پدې حيران يم چې اول خو موږ ټول پښتانه دا دعوه کو و چې پښتانه واحد قوم دی چې دلته هيڅ غير مسلمان نشته او بله دا چې موږ دا سلام په ټولو اصولو مکمل پابند يو زه پخپله هم د پدې عقېده يم ولې زه هله ډېر زيات حيران شم چې څنګه ځينې خلک دا وايي چې دا زموږ په پښتو کې نشته چې ښځې ته په جايداد کې برخه ورکړو ، يا ترې نه کم تر کمه د خپل ژوند د ملګر ي د خوښولو پوښتنه وشي چې داد هغې يو مسلم او مشروع حق دی دا خو لا ډېرې غټې خبرې دي نور بې حسابه کارونه شته چې هغو ته موږ د رواج يا دکلتور بڼه ورکوو او بيا وايو چې دا زموږ په کلتور کې نشته چې زموږ مذهب به د هغه اجازه ورکړې وي.
نودلته موږ بايد يا مذهب غوره کړو او يا کلتور ، زه دا اوايم او په دې پوهېږم هم چې زموږ کلتور ښه روښانه کلتور دی او پدې کې هم ډېرې داسې خبرې نشته کوم چې دا خلک د ځان څخه جوړوي ، خوبيا هم که دځينې خلکو په خوله يو کار زموږ په رواجونو کې نه وي او مذ هب کې وي ، نو بيا نو موږ مجبوره يو چې د مذهب لاره خپله کړو . ولې حقيقت داسې نه دې موږ هسې خپل رواجونه او کلتور يا دين بدناموو . ځکه زموږ کلتور هيڅ کله هم د مذهب خلاف اصول نه لري ، نوراځئ وروڼو چې نور مذهب يا خپل کلتور بدنام نه کړو، ځکه زموږ کلتور هيڅ کله هم د مذهب خلاف اصول نه لري ،زما دمحدودې تجربې او مطالعې نه ماته دا خبره په ډاګه شوې ده چې که چېرته موږ تعصب يوې خواته کېږدو او حقېقت ته نظر وکړو ، نو ښکاره به شي چې زموږ ټولنيزې ستو نزې يانې د ښمني ، ضدونه ، کورني اختلافات او نور ډېر د ښځو سره د همدې ظلمونو په وجه رامنځ ته کېږي .
په اخر کې زما يوازې او يوازې دا هدف دی چې موږ د خپلو خويندو په شرعي حقوقو نو ، نو سترګې پټې نه کړو او دوی ته هغه حقوق ورکړو کوم چې د اسلام مقدس دين د نن څحه ١٤ سوه کاله وړاندې ورکړي وو او نن هم هغه د اولې ورځې په شان په شرعي او قانوني حيثيت لري .
او په اخېر کې د هغه چا خبره چې ( ټول ګناهونه او ظلمونه . بدکاري هغه مهال ختمېږي کله چې موږ دا سوچ وکړو چې که چيرته دا ظلم ، بدکاري يا ګناه زما خلاف يا مقابل کې کېږي نو زما د زړه حال او عکس العمل به څه وي )
وسلام په تاسو ټولو پښتنو ګران فرهاد زهير


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more