د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

PDF پيل( دوسيه) به كوم پروګرام سره خلاصيږى

خیریوسی
17.07.2005

ګرانو وروڼو زما دمينى ومحبت سلامونه و منى
پسله سلامه اول دپښتو ويب پاڼى د چلونكو څخه یو عالم مننه او دادعا كوم چى الله دى وعبدالعلى رسول زاده ته اجر عظيم وركړی چى ده بعضى دپښتو ليك لوستك كتابونه به پښتو ويب پانه كى ځاى پرځاى كړى دى او دهيواد څخه دباندى مهاجر پښتانه دهغه څخه استفاده كوى ولى چى اكثره مهاجر دپښتو ليك لوست څخه محروم پاته دى 0
سؤال :
1_هغه كتابونه چى PDFپيل دى په كوم پروګرام سره خلاصيږى؟ 2_او هغه پروګرام په كومه ويب پاڼه كى په وړيا توګه و خپل كمبيوتر ته راكښته كيږى

دپښتو د ليك لوست كتابونو دزيات نشر به هيله

ابو محمود


Hemat
17.07.2005

ابو محمود صيب سلامونه مې ومنۍ

هغه کتابونه چې PDF فايل دي، د Adobe reader په نوم پروګرام يې خلاصوي٠ تاسو کولای شۍ د لانديني لينک په کليک کولو سره يې په وړيا توګه خپل کمپيوتر ته را ښکته کړۍ٠
.http://www.download.com/3120-20_4-0.html?qt=download+free+adobe+reader&tg=dl-2001

7,0 يې يا په هغه پاڼه کې لومړی يو را ښکته کړه٠

په مينه


خیریوسی
18.07.2005

ګرانه وروره همت صاحب زما سلامونه او ښی هیلی ومنی
ستاسو دجواب او مفصل معلومات راکولو څخه ډیر خوشحاله سوم
ولی چی هر مهاجر افغان دلیک لوست کتابو نو ته ډیر ضرورت لری
ما هم adobe reader 07 راکښته کړی او وتاته می دعاوکړه
او زما کوچنیان دخپلئ مورنی ژبی دکتابو په لیدولوسره ډیر خوشحاله شوه
مننه

دپښتو د ليك لوست كتابونو دزيات نشر به هيله
ابو محمود



هيواد شېرزاد
18.07.2005

ابو عماده وروره سلامونه !
هيله ده چې روغ او جؤړ اوسې.
په لاندې ويبپاڼه کې هم يو څو پښتو کتابونه شته، ګوندې په کار مو شي.
http://modersmal.skolutveckling.se/daripashto/pashto


خیریوسی
20.07.2005

ګرانه وروره هیواد شیرزاد ږما سلام وښی هیلی ومنی

هغه دلیک لوست پښتو کتابونه چی دپښو په یب پانه کی ځای پر ځای شوی دی
هم هغه ما خپل کمبیوتر ته کښته کړه ستاسو دهمکاری څخه مننه
که یو بل ادرس د پښتو د لیک لوست کتابونو درته معلوم وی راته وئی لیکه

ابو محمود


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more