د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ادم اوحوا ، جنت اودنيا

Ghairat
23.06.2005

درنو ورونو او خويندو ته سلام او درناوی!
له طالب جان او طالب خان څخه يوه پوښتنه لرم او که دوی نه وي د هغوی ځايناستی څاروان صاحب دې ځواب نه سپموي ، له سلامونو وروسته له محترم حليمي صاحب نه هيله کوم په پای کې دخپل نظر څرندونه وکړي ، څو وررکړ شوي ځوابونه هم وارزوي:
لوی خدای په خپل فضل او مرحمت سره مونږ انسانان لوړ مخلوق پیدا کړي یو، د ځمکې د سر له حیواناتو څخه نه، بلکې د هغه آدم او حوا اولاده یو چې الله تعالی په جنت کې پیدا کړل. پوښتنې دادي چې:
‍1. ـ دا چې د ادم تنه له خټې (خاورو او اوبو) څخه لومړی د ځمکې پر مخ جوړه شوې او بيا جنت ته لېږدول شوې وه، څو هغه روح یې په کې ورواچوي چې لوري ته یې د
تحيات له سجدې کولو څخه شيطان سرغړونه کړې وه، آیا له دې نه داسې نتيجه اخيستلای شو چې په جنت کې خټه (خاوره او اوبه دواړه يو ځای ) نشته ؟
که همداسې وي نو شنې ونې او باغونه گلونه او چمنونه هلته وده او نمو نه لري اولکه مصنوعي يا پلاستيکي ونې بوټي تل په يو حالت مړه ولاړ دي ؟ او که اوبه او خاوره موجوده وي نو آيا آلله تعالی نه غوښتل د جنت له خاورو اوبو او خټې څخه د آدم تنه جوړه کړي ، په دې ډول آدم په خټه (ميراثي) جنتي نشي او د اولادې پورې ، جنت يواځې په کسبي توگه ( ديندارۍ او تقوا سره) وگټلی شي ؟

2 ـ د آدم د تنې بشپړولو د ځمکې پر مخ څومره موده( څو سوه زره کاله) نيولې ده؟

3 ـ آدم او حوا په جنت کې څومره موده تیره کړه ، په یقین سره دوی د اهل جنت په توگه ادرار او غایطه مواد نه لرل (؟) او شهواني مینه هم نه وه(؟)، که يې نه لرل او شهواني مينه نه وه نو آیا هغه وخت یې تناسلي الات او د مقعد جوړښت هم نه درلودل که څنګه (؟ ) او که یې درلودل د څه له پاره ؟ او که یې نه لرل څه وخت رامنځته شول (؟) آيا ځمکې ته له رارسيدو سره سم يې دغو غړو انکشاف وموند؟
که همداسې وه ، نو له مرگه وروسته به د بيا ژوندي کيدلو په وخت کې لږ تر لږه د جنتيانو دغه برخې نه وي، او کيدای شي د جنتيانو يوه ظاهري نښه هم دا شي چې څوک بی الاتو وي هغه به خدای بښلی او جنتی وي ، ايا همداسې ده که څنگه؟

4 ـ له مرگ نه وروسته خو به هماغه جنت وي چې آدم په کې له مرگ او دنیوي ژوند څخه مخکې اوسیدلی و، نوآيا هلته هغه حورې او غلمان له ادم سره نه و چې د يواځې توب له امله د حوا پيدايښت ته اړ وت او که دغه حورې او غلمان خدای بښلې ښځې دي چې پر ځمکه يې دده د اوﻻدې په توګه ژوند کړی نو هغه وخت خو لا نه وې پيدا شوې ؟
که داسې وي نو داچې هر مسلمان په جنت کې اويا حورې او اويا غلمان لري، نو آيا د خدای بښلو ښځو شمير له خدای بښلو نارینه و څخه ١٤١ یو سلو يو څلویښت یا لږ تر لږه يو اویا ٧١ ځلی زیات نه دی ؟ ( دهر جنتي د خپلې ميرمن په شمول).

[color=white:7ade1af017]5 ـ کله چې انسان په جنت کې د جنتي موجود په توگه له ځمکني حیواناتو سره بی ورته والي او زیات فرق سره خلق شو، بيا د پښو له نوکانو څخه نيولې د سر تر ويښتانو پورې د پښو گوتې، د گوتو بندونه، پړکي، پنډۍ زنگونونه. ورنونه، کونا ټي، مقعد، تناسلي الات،خېټه، ملا ، لاسونه ،پنجې،گوتې او بندونه يې د هډوکو، سکلټ ، د هاضمې او تنفس جهاز، د مخ او سر غړي سترگې، پوزه سوږمې، خوله، غاښونه، جامنې، وریزې باڼه، غوږونه ، سر ،ماغزه او ټول ساختار يې د وريدونو، شيريانونو او د ټول عصبی سيستم پورې د بيزو گانو د لوړترين ډول سره ولې کټ مټ ورته او جنيتيک کود يا ارثي بنسټ يې تر اته نوي نيم فيصدو پوری ولې يوشی دی.؟[/color:7ade1af017]
آيا داسې خو نه وه ، لکه څنگه چې وايي د آدم تنه ملايکو، خو ماغزه يې الله تعالی پخپله جوړ کړي، ملايک نه پوهيدل چې د آدم تنه څنگه جوړه کړي نو لومړی يې د متکاملې بيزو د تنې يوه کټ مټ مجسمه جوړه کړه، بيا يې په گونډو پړ مخه څملوله او پر کوناټو يې ورته يوه درنده ډبره کيښوه او همداسې يې پريښوه، څو زره کاله وروسته بيرته راغلل، وې ليدل چې تنه يې سمه شوې له څلور بولي حالت څخه پر دوه پښود سم ولاړ انسان حالت ته راگرځېدلې ده، نو الله تعال يې په کوپړۍ کې ماغزه ور جوړ کړل او هله يې بيا رجنت ته وېوړه او د آدم روح يې په کې ور پو کړ.
خو بايد زياته شي چې د ماغزو ساختار یې هم په همدغه کچ تر لوړې فیصدۍ پورې متکاملې بيزو ته ورته دی او صرف د انسان د مغزو د فعاليت درجه پنځه ځلې زياته ده.
[color=yellow:7ade1af017]نو پوښتنه داده چې د انسان په څير د يو جنتي موجود له متکاملې بيزو سره د دومره زيات ورته والي ته څه اړتياوه؟[/color:7ade1af017]
6 ـ آدم (ع) خو جهانشموله پوهه درلوده، د ملایکو استاد شو اودده علم ته ددرناوي په موخه د هغه په لوري د تحيات په توگه د الله تعالی د امر د پرځای کولو له پاره سجده وکړه، نو کله چې ځمکې ته راغی ولې او[color=white:7ade1af017] څنګه یې په زامنو او نوره اولاده کې د جنت او نړۍ په اړه کوم ځانگړی مالومات ، پوهه او حتی د ليک لوست امکانات او روزنه هم و نه ليدل شوه او په لسگونو زرو کالونو د آدم اولاده (بشر) د ليک اختراع ته اړ او په تمه پاتی شوه، دا ولې او څنگه امکان لري.؟[/color:7ade1af017]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more