د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملي حاکميت بيا څنګه شی دۍ


ع کريم حليمي
10.06.2005

درنو وړونو !
اولسواکي خو انتخابات سوه ٠ نو دا ملي حاکميت بياڅه ته ويل کيږي ٠
داسي يوه ليکه تعريف نه ٠ ښه پرچم په سر مي په خلاص سي ٠


Anonymous
10.06.2005

ښاغلې او محترم حليمي صاحب !
ستاسوکه خوښه وي نو زه به هم يو څوټکي عرض کړم٠
تاسوفرمايلي چې =
اولسواکي خو انتخابات سوه ٠ نو دا ملي حاکميت بياڅه ته ويل کيږي ٠
زما په فکر (( اولسواکي)) او (( ملي حاکميت )) دواړه مترادف نومونه دي چې يو يې پښتو اوبل يې عربي دې خو په معنا کی يې څه ځانګړې بدلون نه ليدل کيږي ٠ که دژبې له پلوه يې وڅېړو نو ( ملي حاکيميت ) هم صفت دې اوهم مرکب نوم او دغه راز (اولسواکي ) هم صفت اوهم مرکب نوم دې ٠ که دواړه سره تجزيه کړو نو داسې به وي :
اولس >< واکي
ملي >< حاکميت

په پورته اڼوونه کی <اولس> او<ملي > تقريبا " يوه معنا لري او د <واک> معنا < حاکميت> دې ٠
نوځکه خو يې هم په ژبني ترکيب اوهم معنا کی توپير نه ليدل کيږي ٠
د < اولس واکۍ > او< ملي حاکيميت> سياسي او ټولنيز مفهوم بيا جدا څېړنه غواړي٠

الف - اولس واکي (DEMOCRACY) :

داسې يودولتي نظام يادولتي جوړښت دې چې اصلي ( ستر) واک اوځواک مستقيما "په خلکو پورې اويادخلکو لخوا په ازاده اوعادلانه توګه انتخاب شوواستازو پوری اړه ولري ٠په نورو ټکو کی يې داسې ويلای شو :
سياسي اوټولنيز مساوات ته اولس واکي وايي ٠
په اولس واکۍ کی طبقاتي امتيازونو ته ارزښت نه ورکول کيږي بلکه زياتره حقوقي مسايلو ته پاملرنه کيږي ٠
په نړۍ کی هررنګه نظامونه تېرشول ، شته اورابه شي خو اولسواک نظامونه به دهرهېواد د خلکو په سياسي اوټولنيز- حقوقي څرنګوالي پيمانه کيږي ٠ په اولسواکۍ کی د خلکو ازادانه انتخاب اورای مهم رول لري او ميدان د ټولنې اکثريت ګټي ٠
که په يوه هيواد کی عام انتخابات ترسره هم شي خو چې رايه ورکوونکي خپلی ارادې ته نه وي پرېښودل شوي يا رايه ورکوونکي د هررنګه ډار اورشوت ترتأثيرلاندی راغلي وي ، په داسې حالت کی بيا هم ټاکلي حکومت اوټاکلو استازو ته اولسواک خطاب نشي کېدای ٠
ځکه چې اولسواکي هم شرايط لري ٠
بله مهمه خبره پکی داده چې اولسواکي هيڅکله د مسؤليتونوڅخه دازادۍ معنا نه لري بلکه دفردي حقوقو څخه په استفاده اودمهمو مسؤليتونو په درک کوولوکی هروګړې ازاد وي ٠
دټولنې هروګړې حق ولري مګر مجبور نه وي چې په خپله رايه د چاسره توافق يا مخالفت وکړي ٠ توافق اومخالفت به د قانون اوملي ګټوتر څارنې لاندې ترسره کيږي ٠ داولسواکۍ ارزښتونه او اصول په ملي چوکاټ کی ټاکل کيږي او تأثيرات يې جامع خاصيت لري خو اولسواکي پخپله دفردي حقوقو اوازاديو نتيجه وي ٠

ب - ملي حاکيميت :
په سياسي اوټولنيز ډګر کی دملي حاکيميت اواولسواکۍ ترمنځ هم اړيکي شته او هم ځانګړتياوې ، د بېلګې په توګه هغه دولت ملي حاکيميت ترلاسه کوولای شي چه اولسواک وي خوبياهراولسواک دولت ترهغې پورې ملي حاکم کېدای نشي ترڅوچې په بهرني سياست کې خپلواکي ونه لري ٠ دبېلګې په تو ګه د فلسطين حکومت لا تراوسه ملي حاکيميت نه لري مګر هلته ازاد انتخابات ترسره کيږي چې داولسواکۍ په شرايطو برابر وي ٠ همدغه راز په ١٩٧٨ ع کال کی په ايران کی د شاه دراپرزېدو او امام خميني ته د ايران د خلکو د قاطع اکثريت هرکلې اواقتدار نقلول دملي حاکميت يوه نمونه کېدای شي خو داولسواکۍ اطلاق ځکه پری نشي کېدای چه سياسي واګې يواځې د مذهبي ډلې په لاس کی وې ٠ هلته نورو سياسي قووتونو اجازه نه درلوده چې سياسي فعاليت وکړي او هلته ازاد انتخابات ونه شول ٠
دلته ديادوولووړ بولم چه د يوه منتخب حکومت ټولې سياسي اونظامي معاهدې اوقراردادونه د ملګروملتونو دلايحې اودملي قانون اوګټو په رڼاکی ترسره کيږي اودغه داولس واکۍ او ملي حاکيميت په اجزاو کی شاميليدای شي ٠
داچې ملت دملګروملتونو په منشور کی منل شوې تعريف لري او هغه پرګنۍ ياپرګنو ته ملت ويل کيږي چې د ملل متحد د تعريف سره سروخوري او ددغه سازمان د غړو هيوادونو لخوا په رسميت پيژندل شوې وي ٠

نوهمدغه پورتني اونورشرايط دي چې د سړي سره داولسواکۍ او ملي حاکيميت په پېژندلو کی مرسته کوي ٠

په درناوي
و،م


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more