د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

دژوند موخه

عبدالله شاه ( متقی )
06.06.2005

ژوند
ژونده ته دخالق له خوا دی نړئ ته یوه معنی ورکونکی تحفه ئی
ستا خلقت شائ بی معنی او بی مفهومه نه وی
ځکه ته بی معنی او بی مفهومه نه یی
ژونده ! په هر څه کی دی د نعمت رڼا ځلولی ده
دانسان په کالبوت کی دی رشتیا هم درب عظمت او لویوالی ځلا ند ا وروشانه کړی ده
ژونده ! مونږ انسانان ستا ځخه راضی یو ځکه ته دخالیق له خوا یوه ژوندئ تحفه یی
دانسان روح اوتن عقل او هوش فکر او وجدان زړه ا و احساس انسانیت او موجودیت دا هر ځه یو نوم لری هو هغه ته یی ( ژونده )
دجهان او بشریت وده او نمو په طبعت کی قسم قسم بدلونونه داسمان او ځمکی طبعی حرکات دلمر او سپوږمئ کیفیت او څرنگوالئ ددغو تولو ا و نورو مخلوقاتو دپیدایش سبب هم ته یی او دپای تکی به یی هم ستا نابودیدل وی
ژونده ! ستا نوم د هر انسان په خوله کی وی خو ستا په مفهوم او معنی ستا تعریف ا وپیږندل ستا ارزش او قیمت دهیځ بشر په وس کی نشته
او دهیځ انسان دزهن او فکر وړانگی ستا معنی او لویوالئ نشی روشانه کولی.

عبدالله شاه ( متقی ) غزنی قره باغ
[color=darkred:aaddb76924][/color:aaddb76924]


Re: ژوند

نقاد
24.11.2005

[quote:51f9f02b7c]ژونده ته دخالق له خوا دی نړئ ته یوه معنی ورکونکی تحفه ئی[/quote:51f9f02b7c]
څومره ښکلې ، ارزښتمنه اوله معنی ډکه جمله ده ، خو راځۍ چې د اعتبار کچ او پولې يې و څېړو :
١ـ دغه نړۍ بيله او ژوند بيل تصور شوی او بيا ژوند دې نړۍ ته ډالۍ شوی ، او دا ډالۍ نړۍ ته يوه معنی ورکوي .
پوښتنه : ژوند خو له انسان پرته په ژويو او نباتاتو کې هم شته . [color=white:51f9f02b7c]آيا دانسان له شته والي پرته [/color:51f9f02b7c] حيوانات او نباتات هم نړۍ ته معنی ورکوي ؟ که يې ورکوي، کومه او څه ډول معنی ؟ نو ژونده ، که انسان نه وي ، نو بيا به هم [quote:51f9f02b7c]ستا خلقت شائ بی معنی او بی مفهومه نه وی [/quote:51f9f02b7c]؟؟

[color=yellow:51f9f02b7c]ځکه ته بی معنی او بی مفهومه نه یی [/color:51f9f02b7c] څکه چې [color=white:51f9f02b7c] ژونده ! [/color:51f9f02b7c] تا [color=yellow:51f9f02b7c]په هر څه کی دی د نعمت رڼا ځلولی ده[/color:51f9f02b7c] ، د نعمت ، هو د نعمت ځلا ! نعمت پر چا او څشي ؟ ايا له انسان پرته نعمت شته ؟ حيوانات او نباتات نعمت نه پيژني، نو بيا هم د انسان شته والی د نعمت ، او نعمت بيا نړۍ ته د معنی ورکولو سبب ګرځيدلی دی . وګورۍ
[color=white:51f9f02b7c]دانسان په کالبوت کی دی رشتیا هم درب عظمت او لویوالی ځلا ند ا وروشانه کړې ده[/color:51f9f02b7c] ، رښتيا چې درب عظمت او لویوالی په هر څه کې شته خو د انسان په کالبوت کې ځلانده شوي دی! نو ، [color=yellow:51f9f02b7c]ژونده ! ... ځکه ته دخالق له خوا یوه ژوندئ تحفه یی دانسان روح اوتن عقل او هوش فکر او وجدان زړه ا و احساس انسانیت او موجودیت دا هر ځه یو نوم لری هو هغه ته یی ( ژونده )[/color:51f9f02b7c]، وګورۍ د ژوند نوم او مفهوم د انسان په ژوند پورې محدود شو ! بيا هم [color=white:51f9f02b7c] ژونده ! ستا نوم د هر انسان په خوله کی وی خو ستا په مفهوم او معنی ستا تعریف ا وپیږندل ستا ارزش او قیمت دهیځ بشر په وس کی نشته او دهیځ انسان دزهن او فکر وړانگی ستا معنی او لویوالئ نشی روشانه کولی.[/color:51f9f02b7c]



ع کريم حليمي
26.11.2005

دانشمندانو وړونو عبدالله شاه ( متقی ) او نقاد صاحب 
رحمتونه برکتونه او نعتونه دي پر تاسو و اوري مستقيم له عرش عظيم څخه 
سلام عليکم !
[color=white:4f1c006ee8]ژونده ! ستا نوم د هر انسان په خوله کی وی خو ستا په مفهوم او معنی ستا تعریف ا وپیږندل ستا ارزش او قیمت دهیځ بشر په وس کی نشته او دهیځ انسان دزهن او فکر وړانگی ستا معنی او لویوالئ نشی روشانه کولی.[/color:4f1c006ee8]
هو ! نقاد صاحب همداسي ده !
په دې خاطر چه ژوند يو لوړ مفهوم لري ٠ نو هر متفکر ئې په جلا جلا تعريف کوي ٠ 
ژونده زه دي پېږنم يو نه ئې ته ٠ ژونده ته دوه ډوله ئې ٠ 
اې ژونده ! يو مترقي ژوند ئې او بل بيا پسمانده ژوند ئې 
اې پسمانه ژونده ! په نامه دي شرمېږم ٠ مرګ ته دي درولې يم بسته راځه ولاړ سه ٠ 
چه د مترقي ژوند په خوند پوه سم !
پسمانده ژونده تا ځاي دښتونه دي ٠ وچه وچوبي دي راوستلې ده !
يو لږ خو خجالت سه د مترقي ژوند څخه ٠ چه په ښارونو کښي ئې څومره ابادۍ 
راوستلي دي ٠ 
بسته پسمانده ژونده نور نو زموږ د قومه کډه وکړه ٠ په والله چه رسوا کوم دي !
ته نه شرمېږي په خپل شکل بې حيا 
دانشمندانو وړونو عبدالله شاه ( متقی ) او نقاد صاحب  او لوستونکو 
اول ستاسو څخه تمنا لرم چه د پسمانده ژوند چاره ور وکړۍ ٠ نور مي بلا وژني ٠ يوازي مي مه پرېږدۍ ٠ ولي چه پسمانده ژوند سره ډېر غريبان ملګري دي او منتر ئې پر ويلي دۍ 
او دچشم بدۍ تعوضات ئې ور په غاړه کړي دي 
په احترام 



ع کريم حليمي
26.11.2005

دانشمندانو وړونو عبدالله شاه ( متقی ) ، نقاد صاحب او لوستونکو
ګېډۍ ګېډۍ سلامونه 

بسته نور صبر نه سم کولی ٠ 
اې پسمانده ژونده !
نوم دي ورک سه ٠ نه شرمېږې ته چه خدای پيدا کړي ستا د پاره ئې غرايز هم پيدا کړه ٠ چه ځان په ښه شان وساتې ٠ اې ژونده ! نوم دي نور  در تغير وم 
نور دي نوم نه يادوم ٠ تکامل دي بولم 
چه د انسانه نيولې بيا تر حيوانانو پور ئې خوښ سي ٠  
پسمانده ژونده !
ستا د نامه سره سم دلاسه مرګ سترګو ته راته دريږي 
او چه تکامل دي و بولم ٠ ستا چاره وسي ٠ بيانو خوندورسم ٠  يو ټک او دوه نښانه ٠ د مرګ چاره هم وسي ٠ نور نو مرګ نسته 
تحول ئې بولم ٠ 


نقاد
27.12.2005

سلام پر تاسې !

[quote:2b8c8a2e4b="کوشان"]زما د پاره خو ژوند لکه يوه مغازه ده چې پکی هر څه پيدا کيږي خو په غير د هغه شي چې ته يی غواړی .[/quote:2b8c8a2e4b]
هو، ښاغلی کوشانه : د ژوند په مغازه کې هرڅه شته ، خو د ﻻسته راوړلووسه او هڅه يې بيا په ما او تا او په هرچا پورې خپله اړه لري .

[quote:2b8c8a2e4b]که ژوند د خدای تحفه ده ، نو ولې کله تريخ وي او کله شيرين ،خو کله ـ کله بيا بيخۍ د تحمل وړ نوي او بيا ځني وخت دومره خوندوره وي چی سړی بيا وايی چی دا ژوند ولې دومره لنډ دی ؟[/quote:2b8c8a2e4b]
ځکه چې ژوند د خدای تعالی ډالۍ او تحفه ده ، خو ژوند [color=blue:2b8c8a2e4b]کول [/color:2b8c8a2e4b] بيا د انسان خپل کار دی او تحفه نه ده ، که انسان له ژوند [color=white:2b8c8a2e4b]کولو [/color:2b8c8a2e4b]پرته ژوندی وَی، انسان به نه ، بلکې يا ملايکه يا حيوان وَی او بس .
نو ژوند په کولو ، عمل ، او هلو ځلو ، [color=cyan:2b8c8a2e4b]کار او توليد [/color:2b8c8a2e4b]، مادي او معنوي کواندتياو سره دانسانيت بيلګه او معيار ګرځيدلی دی او [color=red:2b8c8a2e4b]له ژوند څخه يې د ټولنيزو مناسباتو د مجموعې په توګه هغه مغازه جوړه کړې ده چې د تکامل او پرمختګ بيلابيل پړاو نمايش ته وړاندې کوي [/color:2b8c8a2e4b]، د تکامل پرﻻ يتنهي او نه ختميدونکي سفر مخ په وړاندې ځي او شا ته نه ګوري .
[color=white:2b8c8a2e4b]نو په دې پولو کې زه هم له درنو پوهنپال اندوالو ښاغلي عبدالله شاه متقي ، محترم مولوي صيب حليمي او منلي ورور کوشان صيب سره تاييدوم چې ژوند دخدای تعالی يوه تحفه ، ژوند يوه مغازه او ژوند کول د پرله پسې تکامل او پر مختګ يو ﻻيتنهي او نه ختمېدونکی بهير دی ، چې لوړې ژورې ، سړې تودې او خوږې ترخې ټولې لري او بس! په مينه مينه او درناوي ! [/color:2b8c8a2e4b]


ژوند

Rahmat spesalai
31.08.2006

محترمو وروڼو سلامونه !
لومړى يو عذر وړاندې كوم هيله ده چې ويې منۍ . هغه داچې پرته له دې چې زه پورتنۍ ليكنې ولولم هوايې مې دموضوع په اړه ليكنه شروع كړه كيداي چې داسې ځه وليكم چې دموضوع سره هيځ تړاو ونه لري .په هر حال دژوند په نامه موضوع په زړه پورې راته ښكاره شوه ډېره مې خوښه شوه خوداچې ژوند ځه شي دي او چاه ته په ځه شان وي په دې اړه عبدالحليم همت دژوند په نامه يونظم كې داسې وايې .
ژونـــــــــــــــــــد
ژونــــدون ځــــه شـــى دي شــــاعـــــــره؟
ځــــــــه مطـــلـــب ځــــه تـــــرجــمــــــه ده؟
رنـــــد تـــه ښـــه دي كـــــه زاهــــــد تـه ؟
ژونــــدچـــــوپـتـيـــاكــه هنــګامـــه ده؟
رب مــــي مــــل شـــه پـــه ځــــواب كـې
ډيــــره ګـــــــــــــرانه ده پـــــوښـــتـــنــــــــه
ژونــــد هـــرچــــاتـــه پـــه بــل شـان دي
كـــه دا نــــه وي تــيــــروتـــــنـــــــــــــــــــه
ژونـــدامـيــد دي ژونــــد ارمـــــان دي
ژونــــدشـيـــريــنــــه تــــلــــوســــــــــه ده
ژونــــد لـــــويـــانــــوتـــه پــېــــسـې دي
ژونــــد مـــاشــــوم تــــه پـتــاســــې دي
ژونــــــــدون نـــــــازدي ژونــــــد ادا ده
ښــــكـتــــــه پــــورتــــه ګــــرځيـــدل دي
ژونــــد ځــــوانــــانــــوتـــــه لـيــــلــې ده
ژونـــــدبــــــوډاتــــــه ګــــــوريــــــدل دي
ژونــــدون پــېــغــــلـــې تـــه سنګاردي
ژونـــــد زړې تــــــه قـــــهــــريـــــــدل دي
ژونــــــــــد وړې تــــــه چـنـــــدروګانــــې
دنــــــــــــــانــــــــــــــــــځــكــــــو ودول دي
ژونـــــــــدغــــريـــب ده غــــلامــــــــي ده
ژونــــــدامـيـــــرتــــه تـــخـــت تــــاج دي
دبــــې ځـــــواكـــــو پـــــه جـــنــــګــــــــړو
دځــــــواكــــمــــن تــــخـــت تـــــاراج دي
ژونـــــدبـــــزګــــرتــــه وي يـــــوه سپــــاره
ژونـــــدكـــــرل دي ژونــــــد ريــــبـــل دي
ژونـــــــد بــــس هســــــې هـغـــــه دغـــــه
ژونـــــدلـــــړل دي ژونــــــــدتـــپــــل دي
ژونـــــد نـشــــــه ژونــــدتـــمــاشـــــــه ده
ژونــــــدون رنـــــد تـــه مــيــخـــانـــه ده
ژونـــد چې تـيـر شـي هــرځـه هيـر شـي
ژونـــد بــيــا خـــيــال دي افـــســانــه ده
ژونـــــــــدمــــــــلا تـــــــه امــــامـــــت دي
ژونــــد زاهـــــدتـــــه خــــلـــوتـــــونــــــــه
ژونـــــدپــــــاچــــاتــــــه رانـــيـــــــول دي
ددنـــيــــــاټـــــــــول وســـــعــتــــــونـــــــــه
ژونـــــــــدژړاده ژونــــــد خــــنـــــــدا ده
ژونـــــد شـــــاعــــرتـــــه پـــــاكــــه ميـنـه
ژونـــــــدلــــه وصــــل لــــه بـــيــــلـــتـونه
ده تـــــابـــــلــــوجـــــوړه رنـــــګــــيـــنـــــه
ژونــــــــد اووه واړه رنــــــګـــــونـــــــــــه
ژونـــــدرســـــام تــــــه مـــنـــــظــــــــره ده
بــيـــخ د غـــــــــــره تـــــــــــه ودان كلـــى
چــــې يـــــې ځــنـــګ تـــه هــــديـــره ده
ژونــــدون زهــــــد ژونــــــد تـــقـــــواده
دجــــــــــــنـت دوزخ كــــيســـــــــــــــه ده
ژونــــــدون عــــــلــم ژونــــد عـمـل دي
ژونـــدون لـــــويـــــه مـــــــدرســــــــه ده
ژونــــد پـــښتـون تـــه تــشـــې بــاټـــې
ژونـــد انــګــريـــزتــــه غـــولــيـدل دي
ژونــــــــدعــــربـــــــوتــــه مـــستــــــي ده
ژونـــــد هــنـــــدوتــــه ګــــډيـــــــدل دي
دچـــــــــــــــــالاســـــــــوكـــــــې ګلان دي
دچـــــــا لاس پـــــه ويـنــــــــوســــره دي
ژونـــــــدون لــــــويــــه كـــــرونـــــده ده
چـــــاتــــه بـنـــګ چـــاتــه لــونـګ دي
چـــاتــــه ژونــــد دزهــــروبـــــوټـــــــــى
چـــــاتـــــه ژونــــــد خــــــوږه حــــلـواده
ژونـــــد ژړاده ژونـــــد خــنـــــــــــدا ده
ژونــــــدجـــــنــت ژونــــد كـــــربــلا ده
ژونـــــدون غـــم دي ژونـــد ښادي ده
ژونــــدتـــورتــــم دي ژونـــد رڼـــــــاده
ژونـــــد د وريــــځ پـــه تــورې ورځـې
پــــړك دي تــــالـنــــده بـــرښـنــــــــــاده
ژونــــــد مـــنزل دي مـســـــافــــرتـــــــه
ځــــــوان شــــپــانـــه تـــه ژوند رمه ده
ژونــــد داوړي پــــه غـــــرمــــــــه كـــې
بـيــــــخ دونــــــې تــــــــــــه دمــــــــــــه ده
ژونـــــد ســـفـــــرتــــه ښـــاري بس دي
ورتـــــــــــه ډيـــــــــــر دي ودريــــــــدلي
شيبــــه پـــس تـــــم ځــــــاي تــــه رسي
ځــــوك كـــــوزشــــوي ځـــوك خــتلـي
ژونـــدبيـــــړۍ ده پــــه دريـــــاب كـې
وړانــــدې ډيــــــر دي طــــوفــــانــونـه
بـيـــړوبــــان خــــولـــوكــــې ډوب دي
پــــه ســــاحــــل دي ارمــــانــــونـــــــــه
ژونــــــدون پــــــرلـــپـســــــې منــــــــډه
غـــــورځيــــــدل دي پــاځيـــــــدل دي
دنــــر ژونـــــــــد تــــــــر خپــــله وســـــه
خپـــــل هـــــدف تـــــه رســيــــــدل دي
كــــه پـــــه چـــــل شـــــي كـــه هنـر شي
كــــه بـــل پـښـــې نـــــــه رانيـــــول دي
ژونـــــدسيــــالــــي ده رقـــــابـــــت دي
يـــوتــــربـــــل مخــــكــــې كـيـــدل دي
ژونــــد دشـــيــــخ دلاس تـسبــــې دي
دتــسبــــــــــولـــــــړ دي شــلــېــــــدلــــى
ټــك پـــــه ټــك مــــــــرۍ تـــــــــويــــــږي
شــيــــــــخ لا نــــــه دي پــــوهــيـــدلـــي
سپين اوتورچنجيان پرې بوخت دي
ژونــــــد پـــــه پـــــاڼ كــــې راشــنه ونه
دمــــرګـــــــي خــــــولـــــــه ورتـــــــه وازه
ډيــــــــر يــــــــې زرده پــــــــــرې وتنـــــــه
ژونــــــــد بـــــــــلا انــتـــــهـــي هـــيــــــله
ورځـــــې شپــــــــې سبــــــــاكــــــول دي
دزيــــــــــــن شــــــــوي آس دپـــــاســــــه
دمــــــرګ پــــولـــې تــه ځـغـاستـل دي
ژونــــــــدروان داوبــــــــوسيـنـــــــددي
پـــــرمــــخ يـــــون كــــړي نــــه ودريږي
نــــــــه دمــــــه نــــــــه انـتــــظـاركــــــــړي
نـــــه پــــــه عـــــــذرحــصـــــــاريــــــــــږي
ژونــــــد دا دي ژونــــــــــد هغـــــــــه دي
ژونــــــد عـــــجـــيــبــــــــه فــــلسـفــــــه ده
انســـــانـــان داوبــــــــوځــــــــاځـــــــكــي
ژونــــــد دبـــحــــــــريـــــــوه ځــپــــــــه ده

مننه

رحمت پېتاوال



26.09.2006

د ژوند هر اړخ د عبدالحليم همت په شعر کې انځور شوی، [color=white:f03dad05cb]د موخې هدف مينې او ارمان له پاره هلې ځلې او مبارزه [/color:f03dad05cb]د ژوند د مفهوم په اړه د ټولو ليکنو او څيړنو پايله او ګډ ټکی بريښي . ښايي د دينې سوفيزم او تسوف له مخې د ژوند هدف د خدای (الله تعالی ) سره د انسان (مسلمان) الحاق ته رسيدل ، او ژوند د دې هدف لپاره تقوا او رياضت وي .
خو وګورئ په دې حالت کې هم انسان دی چې خپل هدف ټاکي اودخپلې نيکمرغۍ له پاره يې تر ﻻسه کول غواړي . نو انسان پخپله ، د انسان هدف او هلې ځلې ژوند دی ، د ژوند هدف او د ژوند مفهوم دی ! [color=white:f03dad05cb]لنډه داچې انسان د هر څه ،ټولو شيانو او ټولې نړۍ معيار دی ، او تر انسان لوړ هدف د انسان له پاره بل نشته ! [/color:f03dad05cb] [color=blue:f03dad05cb]تاسو څه فکر کوئ ، آيا همداسې ده ؟[/color:f03dad05cb]



ع کريم حليمي
27.09.2006

محترم استاد ځواکمن صاحب ، دانشمند نقاد صاحب او عبدالله شاه ( متقی )
اسلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
ترهرڅه دمخه رمضان مبارک 
يوه عامه خبره ده چه ټوله خلک د اتفاق خبري کوي او اتفاق غوښتونکي دي 
او اتفاق يو ناممکنه خبره ده ولي چه هر انسان خدای داسي خلق کړي چه ځانته 
جلا جلا نظر، فکر ، عقيده ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ opinion لري 
نو داسبب دي چه په خلکو کښي توافق نسته 
او خصوصا په تعريفونو کښي !

نو اوس چه تاسو داسي ليکلي چه :
[quote:e13b72363e]د انسان هدف او هلې ځلې ژوند دی ، د ژوند هدف او د ژوند مفهوم دی ![/quote:e13b72363e]
نو کله چه په ژوند کښي هدف معلوم سو او ژوند يو هدف سو 
نو بيا اتفاق هم ممکن سو ! ولي چه اتفاق پر هدف بنا وي او بيله کوم  هدف څخه نه ژوند مفهوم لري او  توافق هم مفهوم نه پيدا کوي    ٠ 

نو رشتيا خبره دا ده !
چه خلک يوه هدف ته کار وکړي په کډه سره نو به ژوندمفهوم ولري 
ژوند هم دوه ډوله لري چه يو فردي او بل اجتماعي 

او اتفاق هم دوه ډوله دي (داخلي او خارجي )
داخلي اتفاق داسي دی چه زړه اوخول په اتقاق وي 
او خارجي اتفاق داسي دي چه خلک پر يوه هدف سره موافق وي 
نو که يوه هدف ته په اتفاق کار وسي نو ژوند اصلي مفهوم  پيدا کړي 
نو که اتفاق او توافق نه وي ،هدف نه وي نو ژوند بسيط او ساده سو 
(يعني حيواني ژوند )چه هدف په کښي نسته 

په درنښت



27.09.2006

محترم او مکر م استاد حليمي صاحب او ښاغلی نقاد ته سلامونه او نېکې هيلي !
داچې انسان د انسان ژوند، او د ژوند هدف بيرته پخپله انسان دی ، دا مونږ ته راښيي چې له ژوند پرته انسان ، او له انسان پرته د ژوند هدف له نشت او نشتوالي سره مساوي دی . انسان هم د ژوند هدف،هم د ژوند حامل اوهم د ژوند عامل دی . له دې نه دا جوتيږي چې ژوند دانسان کواندتيا، کار او فعاليت دی چې په هغه کې انسان د خپل اصل او ماهيت ځواکونو ته په عمل د واقعيت بڼه وربخښي . ددې پايله د انسان ماهيوي شتمني ده ، چې د ژوند په هره برخه کې ځليږي او پلې کيږي، نو هغه انسان چې په پايله کې رامنځته کيږي تر هغه بايد ډير غني ، متکامل او شتمن اوسي چې پر پيل کې و.همدغه د انسان د کواندتيا ، کار ژوند او هلوځلو هدف دی چې خپل ماهيوي شتون پرې بډای ، شتمن او څو چنده راغبرګ کاندي .
خو يومهم ټکې د انسان هدفمندي ده ، چې پر هغې کې نه يواځې دنيوي ، بلکي ديني او اخروي هدفمندي او کواندتياوې هم شامل دي.که انسان هدفمند نه وای اخروي هدفونه يې نه ټاکلی او نه منلی شول او په دې توګه به خدای مکړه پر خدای (ج) باندې د ايمان له ستر نعمت څخه هم بې برخې وو. که له هدفمندۍ اوهدفمندي د نيکمرغۍ سره تړلي وي، نو اخروي نيکمرغه ژوند ځکه په مستقيمه توګه ددنيوي ژوند سره تړلی دی . په بله وينا دانسان نامحدوده حرص دی چې په خپله هدفمندۍ کې نه پر دنيوي او نه اخروي نيکمرغيو صرف نظر کولی شي .
په درنښت .



ع کريم حليمي
28.09.2006

محترم استاد ځواکمن صاحب او دانښمند نقادصاحب  ته سلامونه او نېکې هيلي !

[quote:8d335011b0]انسان هم د ژوند هدف،هم د ژوند حامل اوهم د ژوند عامل دی [/quote:8d335011b0]
محترما ! دغه پورته جمله هيڅ نه شم تحليل کولی !
حروف ډير ښه اوډل شوي او په زامه کښي ښه خوند لري (Sound Good )
١ ) انسان هم د ژوند هدف ٠ څه معنا ؟ او  د ژوند حامل څه  معنا؟؟
او څه معنا چه انسان د ژوند عامل دي ؟؟؟ 
خپله کمزوري ئې بولم چه نه پوهېږم 

ژوند او انسان سره تړلي دي ، ژوند يعني حرکت 
او د بيولوجي له نظره ژوند يعني د حجرو تعمير او تخريت
او داسي هم ويلای سو چه د ژوند هدف د ژوند بقا ته کار کول دي او بس 
اخلاقيات خو بېخي جلا خبره ده له ژوند څخه 
ژوند به خامخا وي که اخلاقيات بيخي له منځه هم ولاړ سي 
انساني ژوند معنا بامفهومه ژوند يعني چه ښه هدف ولري نو انساني ژوند شو 
ستاسوله ليکني داسي معلوميږي چه ژوند معنا انسان  اما داسي نه ده 
انسان يو وخت نه ؤ ، اما ژوند ؤ 
چه ژوند نه وي نو بيا هيځ نسته ، اما که انسان نه وي دا معنا نه لري چه 
ژوند به نه وي 
هو ! که انسان نوعه ژوندی جسم نه وي نو با مفهومه او با هدفه ژوند به نه وي 
يعني ساده ژوند به وي لکه خزدکه ، غوماشه ، ٠٠٠٠٠٠ باکټېريا 
که څه هم پر مځکه ١٠٠٠ اټم بمونه استعمال سي ، نو بيا به هم ژوند وي 



28.09.2006

مکرم او معظم استاد حليمي صاحب اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
د بنده بحث يواځې د انسان پر ژوند دی، چې له هغه پرته انسان خپله بقا له ﻻسه ورکوي. پهانساني ژوند کې مهم ټکی هدفمندي ده چې له حيواني ژوند څخه يې بيلوي ، او هدفمندي بيا په يوۀ نه يو شکل د ليرې يا نږدې نيکمرغۍ سره تړلې ده . دا ټول د انسان ( انسانانو ) د خپل ځان له پاره دي، نو ځکه د انسان هدف تل بيرته خپل ځان ، خپله نيکمرغي او د خپل ژوند بشپړتيا او تکامل دی . دنيوي خو ﻻ څه چې د اخروي طرحو يعنې اديانو هدف هم پر ژوند مثبت اغيز شيندل او تکامل نه وای ، د جنت او دوزخ په وعد او وعيد يې نشول کولی ، يوه مخ پر رکود يا بي تکامله جامعه ټينګه کړي ! د طالب ناکامي په همدې کې وه او ده، چې ټولنه د رکود خواته بيول او د تکامل نفې کول غواړي، او هغه هم بيا د اسلام په څير د يو مترقي دين په نامه کوي(!) ،نو ځکه دوی هدفمند انسانان نشي جلبولی . زه دوی ته وايم : همدا اوس که دوی ترقي ، دموکراسي او ملي ازادي په اسلامي طرحو کې اعلام کړي ، نو پلويان به يې لس ، سل او زر چنده زيات شي ،په دې شرط چې دوی پخپله هم په خپل ځان او عمل کې سل او زر چنده اسلامي دموکراتيک بدلون راولي ! خو البته دوی اوس نشي کولی چې د اسلام د بقا او پاوړتيا له پاره نوي فکرونه او نوي شننې وکړي ، نوځکه خو د اسلام قصابان تر هر چا د مخه خپله جاهل طالبان او جاهل ملا يان دي . دوی نه پوهيږي چې د هر انقلاب هدف د اجتماعي بدلون او ژوند ښه والی دی، که هغه علمي که تخنيکي، که اسلامي او که برژوازيکي يا فيوډالي ، بايد د ټولنې ژوند تر پخوانۍ کچې په څرګنده توګه ښه کړي، که نه ټولنه به يې لومړی له سره قبول نکړي او که يې ومانه بيرته به يې استفراق کړي ، که هر څومره اسلامي رنګ او بوی ، اسلامي شخوند او غرنج هم ولري . دا ټول د هدفمندۍ د هغې کچې پورې تړاو لري چې ټولنه ورته رسيدلې ده، تر هغې ټيټه کچه څوک نشي منلی او پر شا تګ يواځې د خرو کار بولي نه د انسانانو .
کاش چې افغانستان ستاسو په څير ديني عالمان لږ زيات درلودای او ستسو په څير يې د اسلامي تبليغ سپيڅلې دندې تر سره کوﻻی . په درنښت او سلامونو !


ژوند

Safi A.khaliq
30.10.2006

ګرانو زړه ته نږدی هيوادوالو! دالهی رحمت په ځلانده نور مو دژوند خونی روښانه اوسه٠
زه ژوند په دوه مفهومو پيژنم
1/ بيولوژيکی مفهوم
2/ ټولنيز مفهوم
لمړی ئی دفيزيولوژيکو جرياناتو نه تميدونکی دوران څخه عبارت دی ،چه ددی جرياناتو په تمکيدو سره ژوند ختميږی ٠
دوهم ئی دپيدا او پناه تر منځ د واټن دپيښوانځور په چاپيريال کی دی

پوره تشريح بيا٠٠٠


Ghairat
08.01.2007

محترم او مکرم مولوی صاحب حلیمي او نورو دوستانو ته سلامونه .
کله کله سړي ته دا فکر هم راځي چې :
د ژوندون هدف [color=blue:fbf01ea6d3]ځواني[/color:fbf01ea6d3] ده او دځوانۍ هدف [color=red:fbf01ea6d3]خوندونه[/color:fbf01ea6d3]
.............................................که له دوی نه دې یو نه و، بی هدفه شوې ژوندونه !

ایا دایوه سمه او دمنلو وړ خبره ده ؟


ښکلا
10.01.2007

ښاغلی غيرت صيب او نورو وروڼو او ګډونوالو
سلامونه ، ښې چارې او نېکې هيلې
ډېر پۀ زړۀ پورې مو ليکلي
د ژوندون هدف[color=white:c54036c92c] ځواني[/color:c54036c92c] ده او دځوانۍ هدف خوندونه
که له دوئ نه دې یو نه وو، بې هدفه شوې ژوندونه !

ځکه چې ځواني د انساني ژوند د [color=white:c54036c92c]ژوند[/color:c54036c92c]_تکامل پړاو يا پۀ دنيوي ژوندانۀ کې د انساني تلپاته ژوند( جنتي ژوندانۀ ) يوه ښکلې لمحه _[color=blue:c54036c92c]شېبه[/color:c54036c92c] او هغه زرين څرک دی چې خدای جلجلاله د خپل بشپړ اطاعت او بنده ګي لپاره پر انساني ژوند لورولی ښايي د هغه سپېڅلي او پرمختللي ژوندانۀ اثبات وي چې انسان ته د خپل څښتن د بشپړ اطاعت ،بنده ګي او فرمانبرداري پۀ بدل کې عنايت کېږي !
_______________
پۀ مينه او درنښت کمکۍ خور مو ښکلا



10.01.2007

دروند غيرت صيب او پتمنې عزتمنې خورکۍ ښکلا جانې او ټولو قدرمنو ګډونوالوته سلامونه او دنيکمرغيو هيلې وړاندې کوم !
ماته هم د غيرت په دغه يوه بيت کې ډير څه پراته کاري : ښکلا پرحقه ځواني دتکامل يو بيساري پړاويا بنسټ بللی ، او زه يې هم بيساري پړاو بولم ،ځکه تر دغه پړاو وروسته به معنوي پرمختګ ﻻ هم دوام لري خو ژوند مخ پر ځوِړي روان اود زوال پړاوونه تيروي .خوندونه او رنګينۍ کميږي اود ښکلا خور خبره (( دجنت لمحه )) ورو ورو خو په اړينه توګه له منځه درومي . دځوانۍ د لومړي پړاوڅخه د مينې کور جوړول ، د کوروالي مينه ، د اولادونو ر اوړل اودوماشومانو مينه ليدل ټول د جنتي لمحې ښکلې پوړۍ دي چې نه يواځې په انسانانو کې ليدل کيږي بلکې په ټولو ژونديو موجداتو کې ليدل کيږي او ددغې مينې اومحبت د همغږۍ بڼه په مرغانو او کبونو کې ﻻ ښه او په زړه پورې مطالعه کيداي شي .
تصادفي خبره نه ده چې د جنت ژوند دځوانۍ او خوندونو ژوند ګڼل شوی ، چيرې چې د دنيوي ژوندنيمګړې ځواني بشپړ اوتل دوام کوي ، نو که داديانو هدف جنت وي ، هغه هم صرف ځواني اوخوندونه دي ، نه بل شي .
نو اديانو هيڅکله ديوې ځوانۍ خوندونه دبلې هغو پرځاي او قيمت نۀ،بلکې يو دبل د بشپړاوي له پاره غوښتي وي اوبايد د ژوند هدف ددنيوي ځوانۍ د خوندونو په تر ټولو ښه ټولنيز نظام اوسازمان کې و لټوي . له اعلی ټولنيز نظام څخه هدف د ځوانۍ دخوندونو او ټولنيز پرمختګ د امکاناتوپر ډيره لوړه کچه تنظيمول دي . ښايي هر دين ددغسې يوی ټولنی د رامنځته کولو پهﻻره کی په مقدماتي توګه خپله برخه خدمت کړی وي . والسلام



ع کريم حليمي
10.01.2007

ډېر مکرمو او دانشمندانو نقاد ،استاد ځواکمن صاحب او منلي ښکلا خور
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
[quote:7c80b7d4aa]کله کله سړي ته دا فکر هم راځي چې :
د ژوندون هدف ځواني ده او دځوانۍ هدف خوندونه
.............................................که له دوی نه دې یو نه و، بی هدفه شوې ژوندونه ! [/quote:7c80b7d4aa]
محترمو ! زه فکر نه کوم چه د ږوند هدف ځواني ده !
د ژوند هدف تکامل دی او د تکامل هدف کاميابي 
که له دوی نه دې يو نه ؤ ، بې هدفه شوې ژوندونه !

ځواني او خوندونه يو موقتي حالتونه دي ، اما د ژوند هدف ډېر لور دی تر 
خوندونو ، 
او بل تاسو د ژوند هدف ځواني بللې اما ځوانې منځنی حالت دی نه اخري !
او بله خبره د خوندونو تاسو کړې څرنګه خوندونه ؟؟؟غلته غلا خوند لري 
او غدارانو ته غداري خوند دی تاسو فعل ته قيد نه دي ور اچولی 

نو هدف واضح نه دی ؟؟ 


Ghairat
27.02.2009

دروند،محترم او مکرم استاد حلیمي صاحب اونورو دوستانو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!
که ژوند ته اېمپیریکه کتنه وکړو،نو تر ټولو روښانه معیارونه یې خوځښت، له چاپېریال سره د توکوورکړه راکړه او دریم یې تکٍٍثر دی!
دغه ټاکنه د انسان په شمول ژوندی طبیعت، نباتات او ژوي ټول په لمن کې رانغاړي .
تر کومه ځایه چې د انسان اند او فکر د نوموړو په بهیر مٍثبت اغیز شیندلی شي، په همغه کچ سره کلتور رامنځته کوي .د بشري تکامل په لومړیوپوړیوکې له اندنې اوتفکر څخه د احساس پالنې ددوی په بهیر زیات اغیز شیندلو، خواړونده احساس پالنه پخپله د لوړترین اومافوق طبیعي تفکر پایله وه، چې نبیانواو رسولانوعلیهم الصلوة والسلام ) ته الهام او وحې کیدله۰
خودا برخه بیا له امپيریکو کتنوڅخه وځي چې مېتافزیکی فلسفه او په مستقیم ډول ادیان ورسره سر اوکار لري!
خووینو چې د دیني عملونو اجرونه هم د جنت اوخوندونو له وعدونه داسې ډک دی چې ته وا له خوندونو پرته یې دغه جاهل انسان منلوته هډوتن نه ږدی ۰
او په امپیریک ژوند کې خوندونه د دریواړومعیارونو له مخې په ځوانۍ کې اعظمي حد ته رسیږي، وروسته چې څومره خوندونه کمیږي هومره ژوند هم پای ته ور نږدې کیږي!
خو داچې ځواني اوخوندونه په امپیریک ثبوت سره د تاریخي شونتیاو له پولو څخه وړاندې نشوغزولی، آرمانونه یې د روحانیت حقیقي نړئ ته سپارو،خومتاسفانه چې دلته د حقیقت اوواقعیت تر منځ یو توپیر رامنځته کیږي،
چې یو د ایمان او روحانیت او بل یې د اند او معقولیت له لارې خپلولی شو۰
ددواړووحدت هم هغه ارمان دی چې معتقد اومتعهد انسان تر ګوره بدرګه کوي . والسلام


Ghairat
30.04.2009

د ژوندموخه د ژوندون بشپړاوی دی
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ نیمګړتیا یې سردردي ده ، کړاوی دی

د ژوندون له بهیر لیرې هدف نشته
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ څه چې وي له ژوند سره یې تړاوی دی

ددنیا په نفې ځان اوکور ړنګیږي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ خود دین نفې د زړونونړاوی دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more