د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دا هم دروان نیابتي جنګ بله غمیزه.

اتل
04.12.2019

نېکي برباد، ګناه لازم.
د افغانانو یو بې ګناه نړیوال خادم یې د مسلمانو افغانانو سره وواژه.
دننګرهار محتاج ولس یې دنړیوالو خدماتو نه محروم کړ.
ددې وخت رسېدلئ چې، دبشر خلاف جنایات بند شي او صلح راشي.
===
په ننګرهار کې د جاپانۍ مؤسسې مشر تېتسو ناکامورا چې نن سهار په یوه برید کې ټپي شوی ؤ، د بګرام روغتون ته الوتکې ته د پورته کولو پرمهال یې ساه ورکړې.
دهغه پر موټر برید کې پنځه افغانان هم وژل شوي. ناکامورا د pmc جاپانۍ مؤسسې مشر ؤ. افغانانو ته دخدمت په بدل کې هغه ته د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړشوئ ؤ. ۱۳ کاله کیږي چې، pmc ننګرهار کې د اوبو د مدیریت او کرنې برخو کې فعالیت لري. تر اوسه ددغه برید مسؤولیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more