د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په اذان کي د « اشهد ان محمد الرسول الله » اورېدل او بټي ګوتي مچول


ع کريم حليمي
04.12.2019

السلام علیکم و رحمة الله
محترم مولوي صاحب مظهري ته سلام او ښوهیلو نه وروسته
محترم مولوي صاحب ، تاسوته معلومه ده او و ماته هم
افغانان اکثر خلګ چه : (اشهد ان محمد الرسول الله) واوري ، نو بټي ګوتي مچ کړي او په سترګو پوري ئې و موښي ، او په غالب ګمان چه: د دغه لاندي حدیث په حواله به دغه عمل کوي : عندما سمع سيدنا أبو بكر الصديق رضي الله عنه وأرضاه المؤذن يقول "أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمدًا رسول الله"، فكرر ورائه ثم قبل السبابة أو الإبهام ومسح عينيه ثم قال ، قال رسول الله صلى الله عليه وسلم "من فعل مثل ما فعل صاحبي، وجبت له شفاعتي".

پوښتنه مي دا ده چه : چه دغه حدیث راویان ثقه دي او که ضعیف ؟
او دوهمه پوښته مي دا ده چه : که راویان ئې ضعیفه دي ، نو عمل په کول بدعت دی او که یا ، سمبالیک محب څرګندول هم په بدعت کي حسابیږي ؟؟

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more