د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د دارالامان فـیلسوف


ع کريم حليمي
23.10.2019

ستا تـله قـطره تـلي او دلته دریابونه دي
د دارالامان فـیلسوف

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار

ټیټ مې مه بوله غـورځنګ را بانـدې مه کړه

زه پــه دې افــتـادګـۍ کـې لـوی ګـړنـګ یــم

اروا ښاد مشــر پــاچا سیـد شـمـس الـدیـن مجــروح

د افغانستان عـدالت خویه ژوندي شاعر سلیمان لایـق، خوشحال خان خټک په دې شعـر نازولی دی

یو سیلاب دی چې له لوړو راروان دی
د پښتو او پښتونوالې قهـرمان دی
ټیټ یـې مه بوله غورځنګ ورباندې مه کړه
پس له مرګه هم د تورې ترجمان دی

دغه دوه لڼـډ خو کوټـلي شعـرونه هغه کلتوري چاپـیریال انځوروي چې د ټـول افغانستان یو بل بې پـروا او خپل سری بـورا ( د دارالامان فیلسوف) پکې چغـیدلی و

لوی شې ګوډاګيه! د ټوپونو نه دې ځارشم

د دارالامان فیلسوف وایي چې «پښتون په اصل کې صرف یو نسل نه بلکې په حقیقت کې یو ذهني کیفیت دی. د هر سړي په ځان کې یو پښتون پروت دی.... پښتانه په باران شوی یو داسې د غنمو فصل دی چې په یوه ورځ راختلی دی. یعنې ټول پښتانه یو شان دي.» [ دا وینا هغه څه ته ورته ده چې په قوم پوهنه (اِتنالوجي) کې ورته «سَمسَمکی شعـور» (مساوات طلـبه شعـور/اِیـګالیټـیـریَـن کانشسـنیس)ویل کـیـږي. په افغانستان کې د طبقاتي ټکرونو مـریـدان لـکه چې په سَمسَمکي شعـور نه پـوهـیـدل]. پوهاند جهانزیب نیاز،۲۰۰۵،مخ ۱۰۰

نه پخـپله پـښتون ډارن دی، او نه یې تاریخ ډارن دی. تاریخـپوه چې هرڅـومره د څیـړنې تل ته ورکوز شي او د ګوربَت په شان سترګې کره کړي، د پښتون له تاریخ نه به خوند او پـند واخلي: د خپلواکۍ کړیکه او جرګه! د خپلواکانو او میـړنیانو تاریخ په چل ول نه چلـیـږي. میـړنیان خپل خـړ څادر او خپل خاورین ټاټوبی د بل چا په رېښمینو جامو او دنګو ماڼیو نه مارچه کوي. له ارواښاد خادم مّحّمد اکبر نه واورئ چې د باچا خان(عبدالغفارخان فخـر افغان) کلک ملګـری و.

باچاهان به د ډیلي په تخت نازیـږي.... ما غـریب لـره دا خپل غولی ډیلی دی

باچـاهان به اوبه څښي په جام د زرو .... ما غـریب لـره د خاورو کڼډولی دی

په غټ ګومان سره همدغه خادم محّمد اکبر خان د ځنکدن شیبې د غلامۍ او بل واکۍ په کالونو نه مارچه کوي

نه کالونه د غلام په غلامۍ کې .... نه ساعت د ازادۍ که ځـنکـدن وي

اوس به را وګرځم د دارالامان فیلسوف ته چې د لوړ سړي په څيـر کربوړتیا(ابن الوقتي) رټي، مړینې ته ښه راغلاست وایي، او له هغه جنت نه ستـنـیـږي چې پښتو پکې نه ویل کیـږي:

زما خدایه له جنت نه به شم ستون .... که کنځل پکې وانه ورم د پښتـون

د دارالامان فیلسوف «بني ادم» ته د ګوډاګي په سترګه کسي:

لوی شې ګوډاګیه! د ټوپونو نه دې ځار شم....ای لـه ګـنده ډکه د ګلـونـو نـه دې ځـارشـم

جوړ کړې د چا ګوتو، شولې جوړ د څه لپاره....ځار دې د قـلمه د حرفـونو نه دې ځار شم

یو پـوکی د باد یې څه د رنګ او جنګ خبرې کړې....ای د سهارخوبه!دخوبونو نه دې ځارشم

حُسن دې ایجاد کړمشغولا دې ځانله جوړه کړه....ځار دې دمستۍ نه د سازونو نه دې ځارشم

علم دې د خیال دی خیال دې خوب او خوب دې خیال دی...دومره غټو غټو کتابونو نه دې ځار شم

پوه په سود اوزیان د سود اوزیان به چیرې ته نشې...ځار دې د خندا نه د ویرونو نه دې ځار شم

دوه ګړۍ ژوندون له دې څوقسمه نخرې جوړې کړې...ځاردې دسجدودتکبیرونو نه دې ځار شم

سـتورو او سپـوږمۍ سـره د نـاز اونیـاز خـبرې...ای د خـاوروګله!د رنګـونـو نه دې ځارشم

کوم د تیارو کورته مسافـره پټـې سترګې ځې.... ځار دې د ماڼـو،د محـلـونو نـه دې ځـار شـم

ګـوتې دې اسـمان ته او پاپۍ دې ډوبې خټـو کې.... لوی شې ګوډاګیه!د ټـوپونو نه دې ځارشم

سباوون، ۱۹۹۵=لمریز ۱۳۷۳، مخ ۱۰

د دارالامان فیلسوف او باچا خان فخر افغان دواړه په زړونو کې یوبل ته ګران وو، خو دواړه د یو بل سره جـوړ نه وو. باچاخان هغه ستر افغان شخصیت و چې په خپل ژوند او مړینه یې د ټـول افغان پالنه کوله. باچاخان چې په پیښور کې له نړۍ سترګې پټې کړې (سلواغه ۱۳۶۶=دسـمبر ۱۹۸۸زییز)، د هغه د سپارښتنې سره سم یې مړی په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو(۳ سلواغه ۱۳۶۶لمریز= ۸ جنوري ۱۹۸۸). د خښیدلو لپاره یې ټول افغان له اباسین نه نیولې تر امو پورې، د ننګر هار ولایت مرکز جلال اباد ډک کړی و. سلیمان لایق يې په قبر «یوه لویه» ویرنه ویلې وه چې محّمد ولي ځلمي یې څو بیته خوندي کړي دي:

سر راپورته کړه خیبره چې اسمان دې توفاني سـو

هر وګړی دې ایمل سو هـر بچی دې روښاني سو

د باچا جنازه راغله پرې خورې د رحمت وړانګې

هر یو بوټی فیضاني سو هـر یـو کاڼی نـوراني سـو

نـنـګــرهـاره تـل بـهـاره زر رحـمته زر عــزتـه

ستا په هره لـویشته باندې چې بـابـا دې مکـــاني سـو

لـر او بر سره ټول سوي معجـزه نه ده نو څه ده

لــه آمـو تر ابــاسـیـنه وطـن ګــرده افــغــاني ســو

محّمد ولي ځلمی، ۱۳۶۸هجري لمریز=۱۹۸۹زییز، مخ ۲۷

د دارالامان فیلسوف، د لوړ انسان په څیـر کربوړتیا (ابـن الوقتي) رټي او مړینې ته ښه راغلاست وایي. ژوند په ژوند نه مړيـږي، او د مړینې کومی په مړینه نه ډکیـږي. که ژوند نه وای، مړینه به نـشـت وایې او اړتیا به ورته نه وایې. تر څو ژوند وي، مړینه به ورسره د سیوري په شان غبرګه روانه وي. ژوند او مړینه لکه نوک او ورۍ دي. یو له بله نشي خپلواک کیدلې. له همدغې اړتیا له امله، ژوند او مړینه د یو بل سره په «سوله ییزه هم ژوند تیا» چلیـږي او د یوبل برلاستیا(تفوق) ته پاټک اچوي. دغې هم ژوند تیا ته، غیر مړینه هم ویلی شو او غیرژوند هم!؟ هر څومره چې زموږ شمیر زیاتیـږي، هغومره زموږ مړینې مستیـږي. ګلونه ورژیـږي، خاورې شي، سره(پارو) شي، او د نورو ګلونو د زرغـونیدلو لپاره روغـه ورشو جـوړه کړي. د جـرمـن ډرامـه او نـاول لیکـونکي پیـټـر وَیس (۱۹۸۲-۱۹۱۹) په وینا: «مړینه یواځې د عملیې برخه ده». د اقتباس لپاره ولولئ: ډاکتر ډیویډ ډارلینګ، ۱۹۹۵، مخ ۳

په فلسفوي او دیني بحثونو کې د ژوند او مړینې پـړاوونو ته ګوته نیول شوې ده. کوټلې پو ښتنه داده چې څه د یـو چا مړینه ټاکي؟! دغې پوښتنې ته ځواب ورکول اسان کار نه دی. په ښایسته خوږه کچه څرګنده ده چې د ژوند په پای سره مړینه راځي. خو لا تر اوسه دې پوښتنې ته ډک ځواب نشو ورکولی چې څه د ژوند پای جوړوي.؟! د ځینو دینونو له نظره که څه هم د انسان وجود له مینځه ځي، ژوند یې د تل لپاره پای ته نه رسـيـږي. دلته دوه فکرونه سیالي کوي: یو داچې زموږ جسمي نشـتـیدل (سقوط) یو مینځمهاله (موقت) پـړاو دی او هسک څښتن به موږ بیرته شته کوي، یعنې زموږ ساه (روح) به راژوندی کوي. دوهم فکر دادی چې زموږ ژوند به بې له دمې او وقـفې په چلن کې وي. دغه ډول پرله پسې ژوند په دې باور ولاړ دی چې موږ د ساه (روح) په څیـر ځانونه له جسمي نشتیدلو (سقوط) نه ساتلي دي. موږ که له یوې خوا په ځان ساتنه (بقا) کې لګیا یُو ، نو له بلې خوا پو هیـږو چې ځان د تل لپاره نشو ساتلی او هرو مرو به مړینې ته تسلیمـیـږو. په دغه حالت کې موږ ځانونه کمزوري وینو او ویریـږو. د دغې ویرې له کلا نه هغه مهال وتلی شو چې موږ په بل ژوند یا له مرګ نه وروسته ژوند باور ولرو. د ساه څیـړنې (سایکوانالیـزېس) پلار جرمن - ژبی زیګموند فـرویید وایي چې بل ژوند (اَ فترلا تیف) « د بشر د نوعې خورا لرغـونې، قوي او کلکه هیله» ده

“ oldest, strongest and , most insistent wish of mankind.”

ولولئ د پورتني کتاب سریزه. څه دپاسه دوه زره کالونه وړاندې ، رومني فیلسوف او واکمن سیسیرو (۱۰۶تر ۴۳ ق. م.) ویلي وو چې: «د پوه سړي ژوند ټول د مړینې تابیا ده.» د امریکې یو مشهور شاعر او نقاد ایدګار الان پوی (۱۸۰۹تر ۱۸۴۸) ویلي وو چې «د ژوند او مړینې تر مینځ بـریدونه خړ پـړ دي[شیډوې اَنډ وېـګ]. څوک باید ووایي چې یو کله پای ته رسـیـږي او هغه بل (مړینه) چیـرې پیل کیـږي؟» پورتنی کتاب، مخ ۳۸

څه ښه به ژونـد و که ژونـد د خـر و

په پښتنو کې د دارالامان فیلسوف او نازک خیال شاعر د ژوند او مړینې په اکله داسې رسا فکري غشي ویشتلي دي چې پخپله ژوند او مړینه دواړه ورته پسـخـیـږي. پخپله له ده نه واورئ، له هغه چا نه چې په ژبه، فکر، احساس، او خیال غښتلی دی؛ له هغه پښتون-افغان نه چې په «مستانه لیونتوب» کې د ساحر په شان په الفاظو لوبې کوي او له ملنډو (ټـوکو) نه مقصدونه الوزوي؛ له هغه شاعر او لیکوال نه چې ارواښاد ګل پاچا الفت په «لـیـوني فـلسفي» نازولی و! دغه لیونی فلسفي هسک څښتن ته وایي:

مرګ خو یـوه نیکي ده چې تا وکړه د انسان سره

مرګ ستا کور له یوړ، کنه و به تل د ځان سـره

مـرګ پـټـه نـکـاح ده د مـکان د لا مـکـان سـره

په دغه شعـر کې وینو چې که مړینه نه وای، انسان به تل ځانله وای. د دارالامان فیلسوف هغه واقعیت ته چې انسانان ورنه له لرغونو زمانو راهیسې په وېـره کې دي، د نیکۍ تاج ور په سـر کړی دی، او مړینه یې د هسک څښتن سره د لیدنې او رازوناز وسیلې ته جګه کړې ده

د ساه څیـړنې پلار جرمن ژبی زیګموند فرویید(۱۸۵۶تر ۱۹۳۹) په ۷۴ کلنۍ کې په یوه مرَکه کې د مړینې په اړه داسې ویلي وو: «په موږ باندې د هـسک څښتن مهرباني داده چې هرڅومره موږ زړيـږو هغـومره مـو ژونـد بې خونـده کـیـږي. په پای کې د هغـو ډیـرو بارونـو په کچه، مـړینه د زغـم وړ ګـرځي.» دایرة الاقتباس، ۲۰۰۶

د دارالامان فیلسوف مړینه او ژوند د یوبل سره دومره تړلي ګڼي چې په یـوبل پسې د شپې او ورځې په شان راځي. هغه د مړینې او ژوند یارانه د دومره ګلالیو ټکو په ډولۍ کې کښـینولې ده چې ژوندیان یې راتـللو ته په تلوار وي او لیدلو ته یې په تلوسه. له هغه نه واورئ

نـه مـنـم نـه مـنم یـاره .............. مرګ انجام د هـستۍ نـه دی

خلاصیـدل شراب په جام کې .... اخــتــتــام د مـســتۍ نـــه دی

چې ماښام د کمې شپې وي ............نـو د هغـې سبــا هــم وي

چې رڼـا وي تـیـاره هــم وي ........ چې تیاره وي رڼـا هـم وي

که یو نه وي بل به هم نه وي ...... او چې وي نو وي به دواړه

دې دریاب له چیـرته شته دی ........لـــرې بــــلـه یـوه غـــاړه

زر سـهــاره د بـــهـــار دي ........ یـو مـاښــام کــې د خـزان

شل خومونه ډک د عــطـرو ........ یو دانه کــښې د ریــحـان

چې یوه غـوټـۍ شي خاورې ...... تـخـم وکـړي روغ ګـلــزار

د خپـل رنګ او بـوی پـڼـډونه ...... شکـرانه یوسي بـهـار له

زه له منلي پوهاند جهانزیب نیاز نه ډېـره مننه کوم چې د دارالامان د فیلسوف پورتنی شعـر یې له پـیـښور، پښتونخوا نه راوړ او د شیکاګو ایالت نه یې د ټلفون له لارې ماته راوسپاره. ۲۸جولای ۲۰۰۷ . پـوهاند نیاز د دارالامان د فیلسوف تـرورزی دی

داسې برېښي چې د ليـونۍ فلسفې بورا ځان د هسک څښتن جانان ګڼي او له هغه نه د خپلو کړاونو پوښتنې کوي

خدایه عقل چې و زړه دې ولې راکړ ............. په یو ملک کې دوه خودسـره پاچاهان

باچایي او فـقیري دې ولـې یو کـړه.............. د ژونـدون په هره سـاه کې مرګ پنهان

ولې جوړ دې د یار سترګو کې جنت کړو...... ولې تریخ دې کړو بیلتون او خوږ وصال

خـدایه ولې دې سپـوږمۍ له رڼـا ورکړه ....... چـې زنـګۍ* مې د مـستۍ پـه مهـیـن* ټال

(*) دلته زنګۍ د زنګولو په معنی ده، او مهیـن په اشنغـرۍ پښتو کې پاسته او ورېښمیـن ته وایـی.

د دارالامان د فیلسوف په کوپـړۍ کې ډیرې راپاروونکې پوښتنې ټوپونه وهي چې د (څه لپاره؟) شعر کې یې خوندي کړې دي، او د انسان په پیدایښت، مړینې، ننګ اوشرم، دین او ایمان، او وېـره را څـرخــي

شو پیدا له کـومې موره د کـوم پلاره ................ څـه لــــــپاره څـه لپاره څـه لــپاره

مـوږ بربڼـډ له کومې راشو په تش لاس ................ ولې واغـوندو د ننګ شرم لباس

ولې جوړ کړو دین ایمان وېـره وسواس...... په تش لاس کوم خواته ځو چې ژوند شي خلاص

په کوم ملک په کوم وطن په کومه لاره ................ څه لـــپاره څه لپــاره څه لـــپاره

دا ویرونه دا غـوغا دا شور د څه دی........... دا چې زه ورته ویم کور دا کور د څه دی

دا چې سـوځي دا عـالـم دا اور د څه دی .......... ژوند څه دی مرګ څه دی ګور څه دی

چـا پسې، څـه پسې، څـله بـې قـراره ..................... څــه لــپاره څــه لــپاره څه لـپاره

عزت څه دی طاقت څومره دولت څه وي ............ ولې ماته چې وي ښه بل ته ښه نه وي

څه وي څوک چې جهان نه وي عالَم نه وي .............. کوم خوا تښتې مړه رڼا ګلونه سوي

یـو وړوکی سر او دا قـیصې بې شماره ................. څــه لــپاره څه لــپاره څـه لــپاره

د دارالامان فیلسوف د خپلې ټـولنې په سپـیـره ډاګ کې ځانـله سوځي او د خپلې سـتـرګه ورتـیـا (بصارت) او پـوهـې له لاسه په کړاو اخته دی

پتنګ خـپل نرم زړګی ستـي کـړو .................... مـیـږی بـربـاد کړو خـپلو وزرو

غـني پـوهـیـږي ځکـه ژړېـږي.................. څه ښـه به ژونـد و که ژونـد د خـر و

نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټه

پوهاند جهانزیب نیاز چې د باچا خان د مشرې خور ځوی دی، په ۲۰۰۵ زییز کې یې د «غني غني دی» په سرلیک کتاب په ۲۳۴ مخونو ګې راویستلی و. دلته بیلا بیلو چارپوهانو د ښووانـد عـبدالغـني غـني د ژوند، کړاندو او فکرونو په اکله ګټورې ویناګانې خوندي کړې دي. د بیلګې په ډول، منلي اصف بهاند د غني خان «فلسفیانه افکار» څیـړلي دي. هغه دې پایلې ته رسیدلی دی چې په «یوه خاصه فلسفه پورې د غني خان تړل ګران کار دی. د ده [غني] په تخلیقاتو کې بیل بیل فلسفیانه افکار څرګند شوي دي.» (مخ ۱۳۴). اوس ټول ټال دغه پایله روغه بریښي.

زه ځیرکیار واګپوه (پولیټیکل ساینـټـیسټ) یم. زه به له دغه ګوټ نه د ښوواند غني فکر راوسپـړم. و دې شي چې ګډوډي را منځته نکړم. د غني خان لومړی شعـرپه دسمبر ۱۹۲۸ زییز کې د «پښتون» مجلې په لومړۍ ګڼه کې خپور شوی و. دغه مجله چې د کال ۱۹۴۱ پورې وچلیدله، په ۱۹۲۸ کې د باچاخان د اصلاحاتي پیغام د خپرولو لپاره راوتلې وه. منلی محّمد اعظم اعظم وایي چې د پښتون مجلې په مخپاڼه باندې به د غني خان لاندینی شعـر په «باقاعده ګۍ سره چاپ» کیده:

چې ټوټې ټوټې مې پـوځ د فرنګ نه کړي .......... مورې ماپسې په کوم مخ به ته ژاړې

یا بـه دا بې ننګـه ملک بـاغ عـدن کـړم ........... یا به کـړم د پـښتنــو کوڅې وېجاړې

(مخونه: ۵۹، ۹۷). غني خان د ۱۹۴۷زییـز په اپریل کې د «زلمي پښتون» په نوم تنظیم جوړ کړ چې مقصد یې «د شیـر شاه سوري او احمد شاه ابدالي په تګلاره د عمل تابیا کول وه.»۱۱۳ مخ. دلته وینو چې غني خان د فکر او عمل خاونــد دی. د غــني هیواد چې «خــواروزار» وي، خپـل «شان و شوکت» ورله خوند نه ورکوي. غني مست دی؛ په پاڅون کې مست دی؛ په مینه کې مست دی؛ په فکر کې مست دی؛ په ملنګۍ کې مست دی؛ په ژوند کې مست دی؛ او مړینې ته هم مستانه ښه راغلاست وایي ځکه چې د جانان غيـږې له ورځي. غني په زییز ۱۹۱۴ کې زیـږیدلی و او په ماشوم والي کې د کړاوونو میلمه شوی و. دی وایي: « زما ماشوم والی ډیر زړه چاودی و. زه چې کله د شپـږو کالو [وم] او ولی خان د څلور کالو وه، نو زما مور د اینفلوئینزا وبا د لاسه په حق ورسیده. موږ زه او ولي یواځې پاتی شوو. بابا [باچا خان] خپله مینه په اولس کې بـیاموندې وه. با با د خپل اولس د حالاتو د بدلولو په اولني کوشش کې په ټوله [شمال غـربي] صوبه کې ازاد سکولونه پرانیستي وو .» ۱۰۳ مخ .غني خان خپله لومړۍ زده کړه «د کـلي جومات» کې پیل کړې وه، او په دیني مـدرسو کې یې ټول ټال نهه (۹) کالـونه تـیـر کـړي وو. ۱۰۴ مخ.

د مور له مړینې نه وروسته، د تنکي غني توقع له خپل پلار نه لا پسې زیاته شوه، خو د هغه پلار «خپله مینه په اولس کې بیاموندې وه.» کیدای شي له دغه واقعیت نه به په ماشوم غني کې داسې احساسات راټوکیدلي وي چې د پلار مینه یې ویشل شوې وه. یعنې وړه برخه یې غني ، او غټه برخه یې ولس ته رسیدلې وه.؟ که څه هم غني د ځان سره د خپل پلار د مینې په کمښت شکمن شوی و، وروسته غني هم ولسي شو: «زه خپل خلک تعـلیم یافته او روشن خیال لیدل غـواړم. یو داسې قوم چې فطرت سره سمون په لړ کې د خپل مستـقبل جوړولو قابل وي. او د انصاف په لـړ کې یـو کوټلی تصور لري.»- ۱۰۱ مخ

غني خان خپل جوماتونه لیدلي وو او برتانیا او امریکا یې هم لیدلې وې. دې لیکي: «موږ چې له یورپ نه راغلو نو موږ په ډیر سخت د کمښت احساس/عقده کې وو.... زه چې شانتی نیکتن[ په هند کې د ټګور هنري مرکز] ته لاړم نو زما بالکل سترګې رڼا شوې.... په اول ځل زما په زړه کې فخر راغی او زما نه یې هغه ټول مرض ... وښکلو.» ـ ۱۴۹ مخ. زه ځیرکیار چې د ښوواند غني خان له کړاو نه ډک حالت ته کسم، په شلمه پيـړۍ کې د ایران یو نامتو لیکوال صادق هدایت را په زړه شي. نوموړی به روحاَ په ایران کې و، خو عـقلاَ به په یورپ کې ‎. له صادق هدایت نه «سرحدي انسان» (مارجینَـل میـن) جوړ شوی و. دغو کړاوونو هدایت دېـته اړ کړ چې ځان ووژنـي. داسې برېښي چې د غني خان د کمښت د احساس په لرې کولو کې به د شانتی نیکتن تجربې غټ رول لوبولی وي. غني په لفظي هنر (شعر) او جسمي هنر (رسامۍ، او مجسمه سازۍ)کې خپلواکي ومیندله. د استاد غني خان په شعري قلمرو کې د لویدیزې او ختیزې نړۍ فکرونه میلمه شوي دي. غني په خپل قـلمرو کې خپلواک څه چې ټولواک ( امپراتور) دی. د پښتنو د سَمسَمکۍ (مساوات طلبه) ټولنې په وینا غني خان «په خپله کوټه کې ناست دی» او د هیچا پروا نلري. با چا خان فخر افغان په خپل یو لیک کې له خپل مشر ځوی غني نه ګیله من دی:«زما اراده خو تا[غني] ته د خط د لیکلو نه وه دا نه چې ګنې زما تاسره محبت نشته دی. بلکې د دې لپاره چې ته د یو عجیبه خیال او عجیبه اصولو سړی یې. همیشه هغه کوې چې څه ستا زړه غـواړي. خوا که په هغه ستا نقصان هم وي د هیچا د مشورې پابند او محتاج نه یې[.] په دې وجه تا ته خط لیکل نه لیکل بـرابـر دي.» - ۱۳۱ مخ

د غـني خـان «ګـډې وډې» که خپلواکتیا او ناڅاپتیا

زما ځیرکیار په ډېر نري اټکل، په ښوواند غني خان کې د انارشیست* ( انارکیست) ځانګړتیاوې لیدل کیـږي. انارشیست د انارشیـزم** پلوي ته وایي. پخپله انارشیزم له دوه ټکو جوړ شوی دی. لوموړی ټکی یې «اَن»*** دی چې «بې له» یا «په غـیرله» مانا لري. دوهم ټکی یې «ارکوس»**** دی چې د واکمن(حاکم،فـرمانروا) په مانا دی. په دې ډول «انارکوس»**** مساوي دی په «بې له واکمن نه»، یانې خپل سری یا خپلواکه انسان

*) anarchist; **) anarchism; ***) an; ****) anarchos: without ruler

انارشیزم ډېـر ځلې په عادي بحثونو کې په ګډوډۍ او بې نظمۍ هم تعبیر کیـږي. خو خبره دغسې ساده نه ده، بلکې پیـچلې ده. ټول مسلط نظامونه لکه لینینیزم، سټالینیزم،ماویـزم، فاشیزم، نازیـزم ... او لیبرالیزم د انارشیزم په ضد دي. ولې؟! انارشیزم د هر ډول مسلط نظام واکمني نشي زغملی. انارشیزم یو ډول ناڅاپي پاڅون دي چې په فارسي کې ورته خودجوش خوځښت ویلی شو. ټول قدرتونه یا مسلط نظامونه هڅه کوی چې «بې نظمي» ( ناڅاپتیا) پکې را ولاړه نشي. یانې په ځان ولاړ پاڅون او په فردي خپلواکۍ غښتلی ناڅاپي خوځښت (سپـونتینیس مومینټ) په مسلط نظام پسې راونه پاریـږي. په دې ډول ویلی شو چې انارشیستان (انارکیستان) خپل سري وګړي دي. دوی هغه څه کوي چې سم ورته ښکاري. هغـوی خپلواکان دی. هغوی د هیچا قیودات(بندېزونه) نه مني او د هیچا امرونو ته سر نه ټـیټوي. د موضوع د روښانولو لپاره یـو کوټلي او ژوندي چا ته ګوته نیسم چې نن سبا یې د امپراتورې امریکې په سر کې کړس را پیدا کړی دی: دا سړی یو ۴۵ کلن اسټرالیایي هـیواد وال (تبعه) دی چې په ۱۹۷۱ کې زېـږیـدی دی. نوم یې جولـيَن اسانج دی، د کمپیـوټـر پروګراموونکی، خپروونکی، ژورنالیست او د « ویکي لـیکس» (ویکي څـڅـوبی/ افشا) بریـښناپاڼې موسس دی، او د ۲۰۱۲ له اګیست راهیسې یې د ایکوادور په سفارت کې دپلوماتیکه پنا غوښتلې ده. د اسانج د نیولو لپاره د دغه سفارت په شاوخوا کې د لندن پولیس پیره کوي، او په ۲۴ ګینټوکې نږدې لس زره څلور سوه(۱۰۴۰۰)پونډه لګښت لري. په بله وینا ‎، په ۸۶۵ ورځو کې نهه میلیون (۹۰۰۰۰۰۰) پوڼډه لګیدلي وو.

شاعر،فیلسوف او لیکوال ارواښاد ګل پاچا الفت (۱۹۰۹تر ۱۹۷۷) ښایسته ډېـر پخوا، اروا ښاد غني خان( ۱۹۹۶-۱۹۱۴) په «لیـوني فلسفي» نازولی و(مخ ۱۱۶). پخپله غني خان هم یوځای بل ځای ځانته د لیوني او خپل فکر ته «فلسفه د لیونتوب» په څـیر کتلي دي.غني خان خپل لاندینی شعـر له نن (۸ فبروري ۲۰۱۶) ۸۷ کالونه وړاندې د ۱۹۲۹زییز په جولای کې داسې ویلي وو:

واوره فلسفه د لیـونتوب د لیوني نه .......... دا آیت خو نه دی خو قـرآن کې ما ویلی دی

مرګ کې پټ دی راز د مرګ ژوندي پرې نه پوهـیـږي.........دا آیت خو نه دی، خو قرآن کې ما ویلی دی (۱۲۹ مخ).

غني خان یو بل ځای خپل لیونتوب د نورو د لیونتوب سره د پوښتنې لاندې نیولی دی، په دې ډول:

یا زه جوړیم دا کل خلک لیـوني دي........ یا دوی جوړدی بس یو زه یم لیونی

زړه هسې بخښمه خو ایمان په ټیـپر نه خرڅوم..... ځـکه لـیـونی یم خلکه ځــکه لیونی (مخ۱۱۸). غني خان یو بل ځای وایي چې نه لیونی دی ، نه فلسفي دی:

نه زه فلسفي یم خلکه، نه زه لیونی یمه ..... یو غریب بچی زه د پښتون د پلرګنې یمه

منلی خالق رشیدي وایي: خلکو به چې د غني خان «ګـډې وډې» اوریدلې یا لوستلې، دی به یې د لیونۍ فلسفې خاوند ګاڼه. هغه څه چې د غني په اشعارو کې یې استاد الفت ته ډېـر خوند ورکړی و « هـغه د فکر او خـیال ازادي او د تقلید او تلقیناتو څخه سرکشي ده.» الـفـت زیاتـوي چې د غـني «رندانه مقام ته هـر څوک نه شي رسـیدلی او هغه څه چې دی یې د خپل ښاغلي لیونتوب له برکته ویلی شي، د نورو خولـه پرې سو زي.» مخونه: ۸۳، او ۷۷

اصل خبره داده چې د غني په شعر کې د خپلواکۍ سره ژمنه (تعهد) پرته ده؛ د غني سر د خـیټې د پاسه دی؛ د غني سر چا ته نه ټـیـټیـږي؛ غني د خپلواکانـو د غورځنګ وتلې څيره ده؛ د غني د شعور په تل کې د لیونتوب فلسفه د خپلواکانو کړیکه منعکسوي. غني په شعر کې پاڅون کړی دی (د نظم نظام یې د ژور فکر او جګ مفهوم په غـشو ویشتلی او سوری کړی دی). غني خان په فکر کې پاڅون کړی دی. غني خان په تړه (رواج) پسې پاڅون کړی دی. غني خان په کرسۍ پسې پاڅون کړی دی ( د افغانستان صدر اعظم سردار محّمد داود خان غوښتل چې که غني په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی شي. خو غني خان په درناوي سره دغه هیله ونه منله. مخ ۱۱۳). غني په کربـوړي (ابن الوقت) ‎انسان پسې پاڅون کړی دی (د غني خان د فکر له مخې، ابـن الوقتۍ ته کربوړتیا ویلی شو). د غني خان فکر دومره دروند او لوړ دی چې د پښتونخوا دنګ غرونه ورته په درناوي کې ولاړ دي. لـڼـډه داچې غني دومره غټ دی چې په پښتونخوا کې نه ځایـيـږي. غني یواځې یو ځای لري چې د سولې او ارامۍ ساه پکې وباسي او د خپلواکۍ تاج پکې پخپل سر ږدي. دغه ځای په مـامـد ناړۍ کې د غني خان کور دی چې د ۱۹۴۴زییز په شاوخوا کې یې «دارالامان» نومولی و. د غني خان له مړینې نه وروسته، د هغه د درناوي لپاره د اتمانـزو په مـیـره کې «غني ډېـرۍ» په هغه زمکه جوړه شوه چې پخوا پرې د انګرېزانو بنګله ولاړه وه - د غني خان له ترورزي پـوهاند جهانـزیب نیاز نه مننه کوم چې دا معلومات یې راسره شریک کړل - ۱۴ اکتوبـر ۲۰۰۷زییـز

ښوواند غني خان په دارالامان کې باچا و او له دارالامان نه بـهـر انـا رشیـست ( خپلواک، ناڅاپي پاڅون وال) و. د هغه د فکـر غـشي دومره ګړندي او تیـره دي چې د پرون او نـن خلک یې په اسانۍ سره نشي لیـدلی. غني ړوند نه دی چې په تصور کې به یې یا رڼا ګرځي یا تیاره! غني د فکر او زړه تـر مینځ په مینځګړتیا کې لګیادی. غني هـنـر دی – هـر څومره چې زړیـږي، هغـومره یې ارزښت جګـیـږي. د پوهاند جهانزیب نیاز له خولې، د اقتصاد پوهاند د صوابۍ منلی صاحبزاده محّمد ادریس، هغه (نیاز) ته داسې ویلي وو: «که اوس غني خان د باچا خان ځوی دی، په راتلونکی کې به باچا خان د غني خان پلار وي.» - د پوهاند جهانـزیب نیاز سره زما ځیـرکیار ټلفـوني مـرکه ۱۳ اګیست ۲۰۰۷ زییـز. زه له پوهاند نیاز نه د زړه له کومۍ مننه کوم ځکه چې ما ته یې د «غـني غـني دی» په سرلیک کتاب را لیـږلی و.

څوک به ووایي چې غـنـي به «غـنـي بابا» نه شي؟! استاد غني د خوشحال خټک بابا په شان، د مینې او هیواد دوستۍ مـيـړنی و:

د افغـان په ننګ مې وتـړله تـوره ........ نـنـګیالی د زمانې خوشحال خـټک یـم

د استاد غني خان په ژبه:

پاڅه ننګیالـیه نن دلبر او جانان وګټه.......نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټـه

دلته وینو چې پښتون د افغان ناموس دی! خوشحال خان بابا د مغلي اورنګزیب په اړه وايي:

اطاعت د اولی الامر ځکه نه کړم ...... خلیفه د زمانې په زړه کافر دی

غني خان له مُلا نه پوښتنه کوي چې:

کعبه جوړه ابراهـیم کړه ....... زه جـــوړکـړی یـم الله

اوس نو څوک لوی شو او چت شو ......وایــه وایـــه ای مُــــلا

استاد غني خان په خپل «بس دی اپلاتـونه»شعر کې اپلاتون ته هم سپارښتنه کوي چې خپل ډول ډبلۍ دې پورته کړي او خپله فلسفه دې اخوا کښـیـږدي

بس کړه اپلاتونه خپله ډول ډبلۍ پورته کړه........دا مندر* د حُسن دی تا مخ د عـقل لور ته کړه

اې د رڼـا زویه دلته لـړې او خوبونه دی ................ ستا تـله قــطره تلي او دلـته دریابـونه دي

(*) «مـنـدر» عبادت ځای ته وایي

با چا خان غوښتل چې ځوی یې (غني خان) مُلا شي او بیا د هغو ملانو په مقابل کې ودریـږي چې د علم سره په ټکر کې وو. غني خان د اُتمانزو په ښوونځي کې چې باچاخان جوړکړی و، مشکات، بخاري، صرف، نحوه، حدیث، مُسلم او بلوغ المرام لـو سـتلي وو.

کارول شوې چینې

پوهاند جهانزیب نیاز، غني غني دی.ملت پریس، لاهور. اپریل ۲۰۰۵

سباوون، کلیفورنیا. شپـږمه پرله پسې ګڼه. جنوري ۱۹۹۵= سلواغه ۱۳۷۳

محّمد ولي ځلمی، زموږ غازیان. کابل: ۲۸ زمری ۱۳۶۸=۱۹۸۹ زییز

Dr. David Darling, Soul Search: A Scientist Explores the Afterlife. New York: Villard Books, 1995

Billy Collins, Questions about Angels. New York: Morrow, 1991

Linda Pastran, Heroes in Disguise. New York: Norton, 1991

Quotationery 2006


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more