د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

حقاني علماء څوک دي؟


Mazharee
07.07.2019

په نړۍ کي د علماو په نامه او جامه ډير خلګ اوسيږي او هر څوک د ځان د حقانيت او ريښتينولۍ خبره هم کوي او د هر چا لپاره ځيني پلويان او ملګري هم وي، خو دا يو منل سوئ او ثابت سوئ حقيقت دئ چي علماء هم د نورو خلګو په څير ډلي ډلي دي، د تور او سپين، ښه اوبد، حق او ناحق، ماهر او غير ماهر د ټولو احتمالات پکښې سته چي زموږ په زمانه کي په لاندي نښو او علامو باندي موږ کولای سو حقاني علماء وپېژنو:
1 - حقاني عالم چي هره نيکه خبره کوي تر هر چا مخکي لومړئ خپله عمل په کوي.
2 - حقاني عالم تل د بل مسلمان لپاره هغه څه خوښوي کوم شئ چي د ځان لپاره يې خوښوي او د بل مسلمان لپاره هغه څه نه خوښوي کوم چي د ځان لپاره يې نه خوښوي.
3 - حقاني عالم د رسول الله صلي الله عليه وسلم سنت، د اصحابو إتباع او سلف صالحينو پيروۍ ته ډير متعهد وي.
4 - حقاني عالم د ټولو مجتهدينو، محدثينو او استادانو لپاره ځانګړئ احترام لري او تل ځان د هغوۍ په شاګردانو کي شميري آن تردې چي په عقلي او اجتهادي مسائلو کي د هغوۍ نظرياتو ته ډير ارزښت ورکوي.
5 - حقاني عالم جهاد، دعوت، تعليم او تزکيه ددين برخي بولي او څلور واړه د ځان مسئوليت ګڼي له همدې امله تل لومړيتوب او اولويت ته ګوري که جهاد ته اړتيا پيدا سي جهاد کوي، که دعوت ته اړتيا پيدا سي دعوت چلوي، که تعليم ته اړتيا پيدا سي تعليم کوي او تزکيې ته هم پوره پاملرنه کوي.
6 - حقاني عالم ددين په هره برخه کي هر خادم ته پوره احترام لري او د هر خادم سره مرسته د ځان ايماني دنده بولي له همدې امله د مجاهدينو سره، تبليغيانو سره، ديني مدارسو سره او حقيقي اهل تصوف سره هر ډول مرستي ته آماده وي بلکي ځان ددوۍ د جملې څخه حسابي.
7 - حقاني عالم هيڅ وخت داسي نکوي چي کله د مهارت او يا لومړيتوب پر اساس ددين په يوه برخه کي خدمت کوي نوري برخي دي رد کړي او يا دي هم د نورو برخو کوونکو ته بد ووايي مثلا که حقاني عالم عملاً د جهاد په کولو باندي بوخت وي پر ديني مدارسو، اهل تصوف او تبليغيانو باندي بد نه وايي، که تبليغ ته وتلئ وي پر مجاهدينو، مدارسو او ريښتينو صوفيانو باندي بد نه وايي، که په مدرسه کي خدمت کوي پر مجاهدينو، تبليغيانو او اهل تصوف باندي بد نه وايي او که د ځان او نورو مسلمانانو د تزکيې په موخه تصوف ته ورغلئ وي پر مجاهدينو، تبليغيانو او مدارسو باندي بد نه وايي.
8 - حقاني عالم تل د ټولني د اصلاح لپاره په خاصه توګه د مسلمانانو د يووالي لپاره کار کوي، هر هغه مشروع کړه وړه سرته رسوي چي په مسلمانانو کي د اصلاح او يووالي لپاره ګټور تماميږي.
9 - حقاني عالم د باطل په مقابل کي ساکت او چوپ نه پاتيږي بلکي په هره ذريعه چي وي د باطل په مقابل کي را ولاړيږي او نور خلګ هم د باطل سره مقابلې ته هڅوي.
10 - حقاني عالم هيڅ وخت د رواجونو او عنعنانو تابع نه جوړيږي بلکي د عنعناتو په شمول د ټولو انسانانو ټوله اعمال د شريعت تابع بولي.
11 - حقاني عالم پدې باندي ښه پوهيږي چي د مجتهدينو تر مينځ په ډيرو فرعي مسائلو کي د "يَجُوزُ او لاَيَجُوزُ" يعني د روا او ناروا اختلاف دئ بناءً د هغوۍ څخه په تأسي او پلوۍ داسي اختلاف ته د رحمت په سترګه ګوري او هيڅ وخت دداسي اختلاف له کبله د چا سره جګړه نکوي او نه هم دداسي اختلاف په سبب پر چا باندي ټاپې لګوي بلکي خپل په رأيه باندي عمل کوي او د نورو رأيه و هغوۍ ته پريږدي لکه زموږ سلف صالحينو چي همداسي کول.
12 - حقاني عالم هيڅ وخت په شخصيت باندي پر چا بد نه وايي بلکي ښه او بد ټول په کارونو او افعالو سره معرفي کوي د پيغمبرانو څخه په استثناء، د ځان په شمول نور ټول انسانان معصوم نه بولي د هر چا کار د صواب او خطأ محتمل ګڼي صواب يې را اخلي او خطأ يې پريږدي.
13 - حقاني عالم هيڅ وخت ديني خدمت په ځان کي منحصر به بولي بلکي ځان په ديني خدمت کي منحصر بولي چي څومره يې په وسه وي خپله هم ددين خدمت کوي او د نورو سره هم ددين په خدمت کي مرسته کوي.
14 - حقاني عالم اسلام او علم ته د وطن او يو هيواد له زاويې نه ګوري بلکي اسلام نړيوال دين بولي او په نوري نړۍ کي هم د نورو مسلمانانو او علماو په شتون باندي باور لري.
15 - حقاني علماء دين او مذهب ته د ځانه څخه شعارونه او علامې نه ټاکي بلکي هره خبره په اصولو کي د ننه د سلف صالحينو د فهم موافقه کوي.
16 - حقاني عالم قوم پرستي او نفسي تعصب نکوي او د هيچا سره د قوم پخاطر او يا تعصب له وجهي دوستي او دښمني نکوي بلکي دوستي او دښمني يې تل د الله لپاره وي.
17 - حقاني عالم شرعي او فقهي مراتب نه سره ګډه وي فرض، واجب، سنت، مستحب او مباح هر يوه ته په خپل حيثيت او اعتبار ګوري.
18 - حقاني عالم د ظن او ګمان پر اساس حکم او فيصله نکوي بلکي هره فيصله يې پر شرعي حجت او يقين باندي بناء وي.
19 - حقاني عالم د خپلي شخصي رأيي په منلو باندي بل عالم مکلف نه بولي بلکي هغه هم د ځان غوندي د استعداد درلودونکئ او د رأيي د حق لرونکئ بولي.
20 - حقاني عالم د بدعاتو او خرافاتو څخه ځان داسي ليري ساتي لکه د نجاساتو او مرداريو څخه چي ځان ليري ساتي.
21 - حقاني عالم تل د نورو علماو سره رابطه ساتي، د الله پاک لخوا نورو علماو ته په ورکړل سوي کمال او د ځان په نیمګړتیا اقرار کوي او د نورو علماو سره مشورې ته ډیر لیوال وي.
22 - حقاني عالم چی هرڅومره ډیر علم او مال ولری او یا هرڅومره ډیره لویه چوکې او مرتبه ولری هیڅ وخت تکبر او غرور ورڅخه نه کیږي بلکي تل متواضع او عاجز وي.
23 – حقاني عالم هیڅ وخت د کافر او فاسق انسان مطلق ملتیا او ملګریتوب نکوي بلکي رابطه او پریکون یې ټول د شرعي اصولو په چوکاټ کي وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more