د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبان څوک دي؟

اتل
28.03.2019

قدرمنو پښتنو، السلام علیکم!
دا لاندې مضمون به اظهر من الشمس غوندې روښانه کړي چې، مسلمان څوک او استخدام شوئ جاهل څوک دئ؟
===
د طالبانو له لوري د یوه انجنیر پر بې رحمانه وژلو خلکو غبرګون وښود
March 27, 2019
د وسله والو طالبانو له لوري د یوه انجنیر بې رحمانه وژلو په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو افغانانو غوسه پارولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان ادعا کوي چې له عام المنفعه پروژو او غیر نظامیانو سره کار نه لري.
طالبانو یو انجنیر نیولی او پر له پسې ورته وايي چې«کفار په حقه دي که طالبان»، انجنیر بیا بیا وايي چې «ستاسو ولس ته خدمت کوم.»
په همدې منځ کې تروریست طالبان د افغانستان پر خدمتګار انجنیر ډزې کوي او په شهادت یې رسوي.
طالبانو په تېرو ۱۸ کلونو کې د دغه انجنیر په شان په لسګونو زره افغان انجنیران، ډاکتران، معلمان او مشران شهیدان کړي دي.
د ټولنیزو رسنیو له برکته د طالبانو دا وحشیانه عمل افشا شوی او ګڼو افغانانو پرې عکس العمل ښودلی دی.
لیکوال او نظر خاوند ډاکتر نجیب ننګیال په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي«دا طالب دی. دا یې اصل څېره. دا یې دين دی او همدا یې د شریعت نمونه.
موږ چې کوم دین منو او د کوم پیغمبر سیرت مو لوستی، هغه دغسې نه و. دومره بې رحمه، ډبرزړی او ظالم نه و. هغه مهربانه، د انسانیت خیرخواه او زړه سواندی و. هغه مشرکین او حتا د خپل تره حمزه رض قاتل نه واژه. هغه سراسر عفوه او مهرباني وه.
د حقانیې او بنوریې شاګردانو، رب مو د استادانو په ګور لعنت کړه، چې تاسې یې روزلئ او ستاسې وحشت ته یې جهاد وایه.»
په سعودي عربستان کې د اسلامي علومو د پوهنتون استاد ډاکتر سراج الدین محمد لیکلي«طالب هيڅ نه دی بدل شوی، طالب هماغه جاهل دی، هماغه وحشي دی، هماغه ظالم دی. مونږ پښتو کې متل کوو، چې د جولا منډه موګي پورې وي، د طالب منډه هماغه د ګاونډي د ادرس پورې وي، طالب کې اصلا دا ظرفيت نشته، چې د هغوی له ګرفته ځان خلاص کړي، دا که طالب کې اصلا دا اراده پيدا شي.
اوس يې په ډېر وحشت سره يو انجنير وژلی، له انجنير پوښتي، چې مونږ پر حق يو که حکومت؟
انجنير د شرعې او عقل مطابق مسؤولانه ځواب ورکوي: هغه څوک په حق دي چې په شريعت عمل کوي، او د الله په دين روان وي.
د دوی جاهل او ظالم بيا ترې پوښتي، انجنير هماغه ځواب ورکوي.
دغه جاهل وحشي او ظالم ترې بيا همدغه پوښتنه کوي، او اصرار کوي: مونږ په حقه يو، که تاسې بيدينه کافران؟… بيا ډز ډز سړی ووژني. رب تعالی دې شهادت قبول کړي، قسم په الله چې همدغه مقتول شهيد په شريعت باندې له دغه جاهل وحشي او ظالم څخه ډېر پوه دی، لکه څنګه يې چې له خبرو ښکاري.
رب تعالی مو په الهي ابابيلو هلاک کړه.»
افغان مومند، چې د طالبانو وحشت لیدلی وايي«طالب د وحشت په غېږ کې زېږېدلی، د پردو د ګټو لپاره جنګ کوي. دوی به الله پاک شرموي. همدا ذلت يې هم ډېر دی چې کوچنيان يې د بل په واک کې پراته دي.»
د ښاغلي مومند اشاره د طالبانو د مشرانو کورنیو ته ده چې په لاهور، کراچۍ او نورو پاکستاني ښارونو کې اوسي.
د ګڼو په نظر د طالبانو اعمال له اسلام سره هیڅ تعلق نه لري او یوازې د پردیو پروژه پر مخ بیايي خو عملاً د دې ډلې اعمالو په نړۍ کې اسلام ته ضرر رسولی دی. د طالبانو اعمالو ډېر خلک له ملایانو بېزاره کړي. ولایت خان لیکلي«د جنازی سړی مو دې نه وي پروا نه کوي چې دوی ورک شي.»
د طالبانو تر وحشت وړاندې هیڅکله په افغانستان کې چا داسې خبره نه وه کړې.
نصر پوپل کښلي «د عربو د ناوړه دستور جهاد په نوم به نور څومره افغانان دا وحشیان شهیدان کړي.
راځي یو شو او دا وحشي بوټی ټالیب نور له دې خاورې ورک کړو.»
http://www.taand.com/archives/124897
===
قدرمنو پښتنو، تاسې څه پکې وایاست؟
په درناوی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more