د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

حرفوي قاتلان.

میرویس
20.03.2019

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
څوک چې ونه وژني، خوب نه ورځي دغو قاتلانو ته! دجهاد نه یې دخپلو جنیاتو دپټولو تلتکه جوړه کړېده. خپل، ګاونډي، خپل قومي مسلمانان وژني، بیا دجهاد پر ماسک مخ پټوي. دغه قاتلان چې ځانونه مجاهدین ښيي، دپيسو په بدل کې خلک وژڼي. کله دپاکستاني طالب په نامه [ټي ټي پي] او کله په بل نامه د اجورتي عسکرو په شان دسمي دخپلو استخباراتي بادارانو د امر مطابق خپل پښتانه وزني.
===
پاکستاني طالبانو چې په افغانستان کې د سراج حقاني او افغان طالبانو سره دولس پرخلاف جنګیږي، دخیبر پښتونخوا په ډيره اسماعیل خان کې دپولیسو په ګاډي بمي برید کې دیو پولیس افسر اؤ دوؤ عسکرو په ګډون څلور کسان ژوبل شوي دي چې پکې د یو عسکر حالت مرګونی ښودل ښودل کیږي. دپولیسو مشر سلیم ریاض وویل بم ریموټ کنټرول ؤ اؤ په یو سائیکل کې اېښودل شوی ؤ کله چې دپولیسو ګاډی ددغه سائیسکل سره نزدې تیریدلو نو بم پرې چول شوی دی.
===
پروردګار عالمیان دې پاکستاني او افغان طالبانو، سراج حقانی، داعش او نورو ټولو ډلو ته هدایت وکړي چې په صراط مستقیم روان شي، او دمسلمان وينه تویول بند شي. آمین.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more