د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

سوله چې نن نه، نو کله؟

اتل
27.11.2018

ګرانوپښتنو، السلام علیکم!
سوله چې نن نه، نو کله؟ الله جل جلاله دې سولې ته، د طالبانو ملا نوره هم ورټينګه کړي. الله جل جلاله وايي:
وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ۶۱ وَإِن يُرِيدُوا أَن يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ ۚ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ ۶۲ (الانفال )
ژباړه: اوکه چېرې کفار صلحې او روغې ته ميل وکړي؛ نو ته هم د هغوی وړانديزومنه او صلحې ته ميل وکړه او پرالله تعالی باندې توکل وکړه بېشکه ،چې الله تعالی هم دی ښه اورېدونکی د ټولو اقوالو دی او پر ټولو احوالو باندې پوه او ښه عالم دی.
===
د سولې شورا رییس وايي، طالبانو د لومړي ځل لپاره د افغانستان د سولې له عالي شورا سره تماس نیولی او خپلې غوښتنې یې ورسره شریکې کړي دي.
د سولې د شورا رييس کریم خلیلي د سولې د عالي شورا د ولایتي کمېټو له غړیو سره په غونډه کې وویل چې طالبانو لیک ورلېږلی او په هغه کې یې د لومړي ځل لپاره د سولې له عالي شورا سره د سولې د خبرو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي. خلیلي زیاته کړه«موږ ته د طالبانو د کوټې د شورا له لوري ویدیويي پیغام هم رالېږل شوی او په هغه کې د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو د یوه شرط په توګه د بندیانو د خلاصون غوښتنه شوې ده.» د سولې د عالي شورا رييس وویل چې د طالبانو په لیک کې د سولې د خبرو په اړه د دې ډلې دریځ څرګند شوی دی. خلیلي دا هم وویل چې دوی د طالبانو لیک ته ځوابي لیک واستاوه او طالبانو یې په وړاندې بل لیک ورلېږلی دی.
http://www.taand.com/archives/116393


lawangin
03.12.2018

ساده لیونیه هغوی درواغ وایې اولس غلوي او دا۲۰ کاله یې اولس غلط که ! هغوی د cia دالر وهي ټول یې حرامیان دي ! نه یو دین لری نه غیرت ټول یې پیاز خرڅوي ! دوعا کوه الله د طالبانو ته قدرت او همت ورکړي چې دا یلغرګر ځناوران زمونږ له هیواده وباسي !
په درناوي هغه زوړ پتنګ


اتل
05.12.2018

السلام علیکم، زوړ پتنګ آشنا!
ډېر خوشحاله شوم چې بیا دخپل وطن او پښتون ولس پر بقا، کړاوونو او نیکمرغیو درسره غږیږم. په الله جل جلاله باور وکړه چې، دافغان ولس، په تیره بیا د پښتون قام غمونه مې پر اوږو باندې ورځ تربلې درنیږي.
ستاسې په نظر بالکل ښه پوهیږم. "مځکه هغه سوزيږي، چې اور پرې بل وئ." دا لمر غوندې روښانه ده چې ټول ولس سوله غواړي. په کمکې اختر سولې ته دعامو طالبانو تلوسه هم معلومه شوه. دطالبانو مشران هم چې په پردیو ملکونو کې دېره دي، ګڼې ستونځې لري. سوله کول میړانې، زړورتوب، دملي مصالحو په مقابل کې دشخصې ګټو او نورو قربانيو ورکولو او اخلاقي جرئت ته اړتیا لري. روانه غمیزه زموږ د لاس نه د ملک د وتلو شرائط هم برابرولئ شي. "چې سوله اوس نه، نو کله؟"
په مینه او درنښټ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more