د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د كابل د السواد الأعظم فتوی


ع کريم حليمي
25.06.2018

درنو او محترم لوستونکو سلامونه او ښې هيلي
په دا څو ورځو کي کابل ،ریاض او نجد او دمکې شریفي د ښارونو سواد الأعظم ټول په يوه خوله فتوګاني استوي و طالب ته

او طالب جان او طالب خان دواړ‎ہ دا د فتوی په کاڼو ولي نه ويښ کیږ‎ي او نه خوږ‎یږ‎ي ،

طالب جانه تا خو پر دغه أية ايمان درلود ( وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (104)
ژباړ‎ہ :
په تاسې كښې بايد څه خلك ارومرو داسې وي چې د نيكۍ لوري ته بلنه وكړي، په ښو امر وكړي او له بد و منع وكړي كوم خلك چې دا كار وكړي هماغوى به بريالي شي.
دا معني ( نہ تاسو ! بلکي دا سواد الأعظم بريالي دي )
او تاسو خو هغه خلگ واست چه د دغه پورته أية په اعتبار مو د
پوليسو شعبه نمولې وہ ( امر بالمعروف )

او تاسو ، نن د سواد الأعظم ږ‎غ اورئ نه ، نه اورېدل د شریعت لہ کړ‎کۍ نہ ، ډير بد حالت او كيفيت دی ۰

دا نن ورځ له كابله تر نجده تر رياض پوري ټول سواد الاعظم ستا پر نا مشروع جنگ باندي د فتوی کاڼي اوروي او ستاسو اعمال ئی ناروا اعلان كړ‎ہ ، نو دا د کعبې شریفي د سواد الأعظم او امام په فتوی
داسی بريښی لکہ تاچه ! ټول واجبات شاته غورځولي وي



Mazharee
06.09.2018

که سواد اعظم همدوی سی نو دملت بیړه غرقه ده حلیمی صاحب!
درباریانو ته دومره اهمیت مه ورکوه فتوی یې پرځای پریږده شخصی خبری ته یې اعتبار نسته.


lawangin
09.10.2018

حلیمی دومره ساده ملا دی چې د ریاض چټل ملایان کوم چې دیهودو او ظالمې امریکې اخیستل شوي غلامان دي هم د فتوا ورکولو په هکله او څرنګوالي کې شامله وي !!
نالت د ریاض په چټل رژیم او پر هغوی چې له داسې فاسد رژیمه څخه دفاع کوي!



Mazharee
25.01.2019

لونګین وروره!
دا یو حقیقت دئ چی هره خبره فتوی نده
هر سپین کالئ ملا ندئ
د ښو خبرو هر لیکونکئ عالم او دین پوه ندئ
اسلام لکه لمر داسی روښانه دئ خو د ځینو بصیرت ړوند او یا کمزورئ وی نوځکه یې بل ډول تعبیروی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more