د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

داختر اوربند ډېر څه بربنډ کړل.

اتل
18.06.2018

قدرمنو پښتنو پرګنو اوطلبانو السلام علیکم!
هغه پښتنه او اسلامي مینه چې زموږپه خټه کې اخښل شویده، طالب، عسکر، پولیس، حکومتي کاکونکو او په تیره بیا عام ولس ونشو زغملۍ چې پټه یې وساتي. داختر اوربند اظهر من الشمس غوندې روښانه کړه، چې ولس، طالبان، عسکراو پولیس ټول دیوه بدن غړي دي، او جنګ نیابتي دئ چې هيخ افغان یې نه غواړي. ولس او امنیتي ځواکونو د دریو ورځو اوربند په بدل کې طالبانو ته دومره مینه ورکړه چې تصور یې نه کېده، هغوی یې ښارونو ته راوبلل، ورسره غاړه غړي شول، میندو، کونډو او یتیمانو د خپلو عزیزانو خون ور وباښه. دجنګ د میدان طالبان هم پوه شول چې، ولس د دوی پناه ګاه ده، او دوی د ولس بچیان دي. ولس اوس پدې زړه ماتئ دئ چې دطالبانو مشرتابه بیرته دپردیو به اشاره جنګ پرخپل قومانداناو او ولس تحمل کړ، اوهغه طالبان چې ولس سره یې ډوډۍ وخوړه او داختر لمونځ یې ورسره وکړ، بیا دافغان قتل ته زړه نه ښه کوي او غواړي چې خپلو کورونو کې دصلحې، امن، پت او عزت ژوند وکړي.
الله جل جلاله دې هغه راپیښه کړي چې دټول افغان پکې خیر وي.
په درنشټ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more