د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

الله ج: صلح وکړئ!

اتل
05.04.2018

خدای (ج) فرمایلي دي: فَاتَّقُوا الله (ج) وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ) الأنفال، ۱ آیت
ژباړه: له الله تعالی څخه ووېرېږئ او خپل منځي اړیکې د سولې په وسیله سمې کړئ.
دملک په ډېرو برخو کې دجنګ دبندولو او صلحې غوښتنې خیمې درول شویدي. دصلحې جامع وړاندیز هم شويدئ.
۱. د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې هم د پرلت خیمه ودرول شوه
۲. په بامیانو کې یو شمېر ځوانانو د جګړې پر ضد غږ پورته کړ او د جګړې د بس غوښتنه یې وکړه
۳. د هرات خلکو د هلمنديانود پرلت ننګه وکړه، او دصلحې چیغه یې وکړه.

محترمو لوستونکو!
دمسلمه امت دا برحق خواست څنګه پوره شي؟
په درنښت.


lawangin
07.04.2018

دا خواست د سې ای اې په دالري بستر کې نه پوره کيږي بلکې دازادي او خپلواکي په بستر کې !
که اشغالګر ورک شي سوله راځي خو داشغال افغاني مذدوران باید محاکمه شي او مال یې دولتي شي !!


اتل
10.04.2018

محترم لونګینه، السلام علیکم!
باور وکړه چې در پسې خپه شوي وم. الله جل جلاله دې تل روغ او سرفرازه لره!
ستاسې خبرې او عقیده پخبل خای اهمیت لري. خو خبره پر خارجي قوه او افغان قوه کې نده، خبره پدې کې ده چې خارجي عسکر نه وژل کیږي، بلکه دواړو غاړو ته افغان، بالخصوص پښتون تباه کيږي.
طالبان دخارجي قوې د ایستلو، نه ایستلو، جنګ د دوام او نه دوام صلاحیت نلري. خبره دپاکستان په ګوډاګي سراج حقاني کې ده چې د خپلو پنجابی بادارانو دامر مطابق عمل کوي. دطالبانو غوشتنه داوه چې خارجي قواوې دې یا ووزی او یا دې دهغوی دوتلو وخت وټاکل شي. په ۲۰۱۴ کې چې اکثره خارجي قوه ووتله، او دپاتې اته زرو دوتلو وخت هم وټاکل شو، نه جنګ سوړ شو، نه دصلحې خبرو پته ولګیده، ځکه چې طالبانو غوښتل چې صلحه وکړي، خو سراج حقاني یې مخه ونیوله. سراج حقاني دطالبانو په مشرتابه باندې ځکه تحمیل شوئ چې د پنجابیانو اراده ورباندې تحمیل کړي.
په درنښت.


lawangin
01.05.2018

[quote:adbfdb7603="اتل"]محترم لونګینه، السلام علیکم!
باور وکړه چې در پسې خپه شوي وم. الله جل جلاله دې تل روغ او سرفرازه لره!
ستاسې خبرې او عقیده پخبل خای اهمیت لري. خو خبره پر خارجي قوه او افغان قوه کې نده، خبره پدې کې ده چې خارجي عسکر نه وژل کیږي، بلکه دواړو غاړو ته افغان، بالخصوص پښتون تباه کيږي.
طالبان دخارجي قوې د ایستلو، نه ایستلو، جنګ د دوام او نه دوام صلاحیت نلري. خبره دپاکستان په ګوډاګي سراج حقاني کې ده چې د خپلو پنجابی بادارانو دامر مطابق عمل کوي. دطالبانو غوشتنه داوه چې خارجي قواوې دې یا ووزی او یا دې دهغوی دوتلو وخت وټاکل شي. په ۲۰۱۴ کې چې اکثره خارجي قوه ووتله، او دپاتې اته زرو دوتلو وخت هم وټاکل شو، نه جنګ سوړ شو، نه دصلحې خبرو پته ولګیده، ځکه چې طالبانو غوښتل چې صلحه وکړي، خو سراج حقاني یې مخه ونیوله. سراج حقاني دطالبانو په مشرتابه باندې ځکه تحمیل شوئ چې د پنجابیانو اراده ورباندې تحمیل کړي.
په درنښت.[/quote:adbfdb7603]

نو چې دړمره را پسې خپه شوی یې نو زما خواته راشه چې هم داولس غم وخورې او هم ددین !
خبره داسې نده کوم شی چې مونږ یې غواړو هغه د عسکري قرار داد له منځه وړل او دټولو امریکایانو وتل دي خو دغه کار دکابل فاسده اداره نکوي ! ځکه بیا دالر کمیږي او غلا نکیږي
له بلې خوا دشمال لنډغر دا کار نکوي او نغواړي نو ځکه د امریکا غوا لنګه ده !
د مقاومت سره ټول اسلامي ملکونه مرستې کوي او پاکستان هم اخلاقي مسئولیت لري چې داسلام له خاطره او د۳۲ ملیونو پښتنو له خاطره چې په پاکستان کې ژوند کوي مرسته وکړي
پاکستان سیاسي قدرت په طالبانو نلري او نه یې مجبورولی شي ! دکابل فاسده اداره هندوبازي شروع کړې چې د پاکستان سر سخت دوښمن دی او دپاکستان قهر را پاروي !!
بیغمه اوسه چې ینکي فاسد او دا نور صلیبیان ورک شي داعش به ژر درته دړې وړې کړو !!
تل د وي سپين بیرغ
زوړ پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more