tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

عيد الفصح به زمونږ‎ نوروز پیکه نه كړ‎ي

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه فروري   18, 2018 2:54 am    عنوان   : عيد الفصح به زمونږ‎ نوروز پیکه نه كړ‎ي Reply with quote

سږ‎ نوی شمسي کال نوی کيږ‎ي ،افغانان هم لكه نور ملتونه د د نوروز ورځ د فرہنګ تر چتر لاندي لمانځي ، خو داسي پيښه ده چه نوروز او د مسيحيانو عيدالفصح هم د نوروز په ایامو کي د عيسويانو له خوا د مذهبي عقيدې له نظره لمانځل كيږ‎ي

زما مطلب له همدغه ليكني نه دا دی چه : چه عيد الفصح لمانځل او نوروز په هيڅ شکل د اشکالو مشابهات نه لري ، نوروز يو فرهنگي لمانځنه ده او عيد الفصح د عيسويت او ترسايانو او يهودو اخترونو د ورځو لمانځنه ده

البته مسلمانان د عيد الفصح له لمانځلو نہ منع سويدي ، اما د نوروز د ورځو له فرہنګي لمانځني نه ، ندي منع سوي

د نوي کال د رارسېدو نه مخكي مخكي تاسو ټول افغان ته مباركي وأيم (نوی کال مو نیکمرغه )
درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   فروري   19, 2018 6:41 pm    عنوان   : Reply with quote

درنو او محترمو لوستونكو ، السلام عليكم او ښې هيلي
د هري جغرافيي انساني ټولني ځان ته ساسي ، عنعناوي او مذهبي د خوښۍ ورځي
لري او لمانځل ئې يو حق مسلم دی
اما ! موږ‎ لپاره د عيد المشركين " (عيد فصح عيسوي ) لمانځل د عقیدې سر ټکر او خطر دی
موږ‎ ته ئي عرفاً او شرعاً د لمانځلو حق نشته . عیسویان د نوروز په ورځو کښي عید الفصح د هگيو په رنگولو لمانځي چه دغه ئي عرفي شكل دی ، او عقيده ئې دادہ چه : عيسیٰ صلب سو او ووژل شو او پسله درو ورځو مرګ او مړ‎ني بيرته راژوندی شو
دا داسي يو اختر دی چه شخصاًعيسیٰ هم نه دی لمانځلی يعني دا اختر دعيسوي ملاُ له خوا جوړ‎ شوی لکہ کریسمس چه جرمن او د ألمان خلگو جوړ‎ کړ‎ی

په داسي حال كي كه يو مسلمان دا عقيدتاً ومني چه عيسى وژل سوی دی او بیا دوهم ځل راژوندئ شو ، نو مسلمان د كفر و دایرې ته ور ولوېدلی

راځم دې خبري ته چه نوروز هيځ مذهبي ريښه نه لري نه د عيسى او نه د موسی
د مذهب او شريعت نظره
خو يو مشتركه نقطه دا لري چه نوروز او عيد المشركين (عيد الفصح ) په يو هفته كښي واقع کیږ‎ي

داچه شيخ الاسلام له ايران سره سياسي دښمني پالي ، نو دا چه داسي پېښہ دہ چه نوروز او د مشركينو اختر دواړ‎ہ په شمسي نظام په حساب كي درج دي هميشه به سره تقريبي يو ځای وي
نو له دغه حالت نه شيخ الاسلام سوء استفاده كوي
په مقابل كي څوک یا د پنځمي لاري خلګ د یو مړ‎ہ او شہید په نامه كومه جنډہ پورته كوي ، د نرم مهارت له لاري مبارزه مو ، يو حق مسلم دی او د تاوده شكل مبارزه ناروا كړ‎نه ده

نوټ : بېله سعودي او افغانستان نه ، نور په ټول إسلامي او عربي هيوادونو كښي عيد الفصح د نوروز په ورځو کښي لمانځل کيږ‎ي د عیسوي مذهبو له خوا
او په ايران كي ايرانيان يو اختر لري چه تاريخ ئي دی ،۱۸ ذوالحجه تقویم قمری ، چه دغه عيد غدر د شريعت له نظر مردود او بدعت دی

درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.