د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دهلمند دولسونو ډله ایزه جزا!

اتل
26.09.2017

محترمو وروڼو، السلام علیکم!
دهلمند کڼ شمیر خلک دطالبانو په تعرضونو کې زخمي، معیوب او وژل شوي، کورونه یې تباه شوي او ګڼ نور ملک کې دننه مهاجر شوي. دطالبانو دپاره دا یو هم بس نه وو، چې اوس یې پدې ولایت کې د مخابراتو فعالت هم بند کړ. طالبان خو دې ولس ته یو شئ وښيي چې خلکو ته یې ګټه کړې وي. طالب، حقاني، داعش القاعده او نور ترورستان داور لمبو غوندې چې هر چیرې لاړ شي له یوې مخې یې تباه کوي.
====
په هلمند کې مخابراتي کمپنیو د طالبانو د ګواښ سره سم خپل فعایتونه بند کړیدي. ظالبانو یوازې د سلام مخابراتي کمپنۍ ته دکار کولو اجازه ورکړېده.
اصلاًد طالبانو مشران پدې ندي راضي چی عام المنفعه اډانې ورانې کړي، یا عام ولس وځوروي، خو دسراج حقاني پنجابي باداران پدې فکر چې حکومت ناتوانه وښیي چې د ولس ساتنه نشي کولئ، نو ولس به ترې ناراضه شي، نو دسراج حقاني له لارې طالبان دې ډول اعمالوته مجبوروي.
خو ولس پوهیږي چې دا دسیسې دافغانستان دخارجي دښمنانو دي چې طالبان داسباب په شان استعمالوي. دجنګ د میدان طالبان هم باید پوه شي، ترڅو هغې چې مشران یې افغانستان ته رانشي، همدغسې به دخارجیانو غلامې کوي.
پ درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more