د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبانو ولې ۵۴ روغتیایي مرکزونه تړلي؟

اتل
22.09.2017

محترمو لوستونکو، السلام علیکم ورحمت الله برکاته!
دطالبانو او حقاني شبکې مشران چې په پاکستان کې په پرېمانه امتیازونو برسېره دروغتیایي خدماتو نه برخوردار دي، پیروانو يې ولې په ارزګان کې ۵۴ روغتیایي مرکزونه تړلي دي؟ دارزګان ولسونه شکایت کوي چې ناروغان دناعلاجۍ، او ښخې دولادت په پیچلتیا مری، خو روغتیاي خدمات ټول طالبانو بند کړيدي.
===
وروزګان د روغتیا مشر ډاکټر خان اقا میاخېل وویل، چې د دغه ولایت له ۵۹ روغتیايي مرکزونو څخه وسلوالو طالبانو ۵۴ روغتونونه تړلي دي.
د روزګان د والي ویاند وايي د وسلوالو طالبانو په دغه ګام سره د روزګان ولایت نږدې ۹۰ سلنه خلک له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.
د روزګان مرکز ترینکوټ د سجاول سیمي د یوه روغتیایې مرکز روغتیاپال وویل ، تېره ورځ مازدیګر وسلوال ورغلل او له دوی څخه یې کیلي واخیستې او کلینیک یې وتاړه.
د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ یو ځايي اوسیدونکی قدرت الله وایي، چي سیمه کې یې روغتیایې مرکز بند او ځايي خلګ یې د ستونزو سره مخ کړي دي.
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-41357595


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more