د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

یوازې طالبان یې کولئ شي.

میرویس
21.09.2017

ګرانو پښتنو، السلام علیکم!
"چې غر، هسې یې کربوړئ."
سوال: داسې تورې دطالبانو نه پرته بل څوک وهلئ شي؟
ځواب: هیڅوک نه!
===
طالبانو نهه نیم لکه پاکستاني روپیو ته اور واچاوه.
طالبان په یوه ویدیو کې وايي، دا پیسې او موټر چې دوی اور وراچوي، دټېکه دار، حاجي قاسم دي. طالبان وايي چې مشرانو یې، دحاجي قاسم د دوو ساتونکو د وژلو او د نوموړي د موټر او پیسو د سوځولو حکم صادر کړی دی. دوی وايي چې اول یې د ټیکه دار دوه ساتونکې وژلي او په ویدیو کې ښیې چې موټر او پیسې سوزوي.
===
وايي چې "دغریبۍ ژرنده چلوم - دکبره یې مزد نه اخلم."
طالبان چې دکوکنارو دحرام کښت نه حرام عُشر اخلي او په حرام نباتي جنګ کې قتلونه کوي، ځنګه یې نهه نیم لکه کلدارې او موټر وسوزول؟
آیا طالبان ټول هغه مسلمانان چې دافغان ولس انتخاب شوي حکومت سره قراردادونه کوي، او یا به حکومت، پړوځ او امنیتي قوه کې کار کوي، وژني؟
که طالبنو دغسې عبث کارونه نه کولای، نو خلکو به هم طالبان نه، بلکه سم آدمیان یې بللئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more