د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

یو کلئ چې په نامه لرې-یو خوی به تر نورو ښه لرې

میرویس
20.09.2017

ګرانو پښتنو وروڼو، السلام علیکم!
څوک چې د بادشاهۍ شوق لري، پکار دي چې د ولس د رایې داخیستلو دپاره ثابته کړي چې تر موجوده بادشاه نه ولس ته بهتره خدمت کولئ شي. خو که څوک په زور بادشاهي نیسی، ولس یا مسلمه امت قتلوي، حیاتي احتیاجات پرې قطع کوي ښونځي شوزوي، روغتونونه بندوي، سرکونه ورانوي او داسې نور، نو بیا؟
====

د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالیو کې طالبانو تېره ورځ دخپلې ولکې لاندې سیمو کې ۲۲ روغیتايي مرکزونو دروازې د خلکو پرمخ وتړلې.
د ارزګان مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو نن وویل چې په سیمو کې د روغتیايي مرکزنو تړل کېدو له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دوی وايي، له یوې خوا يې وسله والو طالبانو د ترینکوټ ښار دروازې ورباندې تړلي او له بلې خوا يې په سیمه کې د روغتیايي مرکزنو دروازې پرمخ تړلي دي چې دغه چاري په سیمه کې یو لوی ستر ناورین رامنځته کړي دي.
الله جل جلاله دې طالبانو ته نیک هدایت وکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more