د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د ادم علیه السلام او بي بي حوا په اړه د یوي شبهه جواب

عبدالسلام حنف
28.03.2017

د حضرت آدم علیه السلام او بي بي حوا د اولادونو چې د خور او ورور په مثال وو. یوبل سره نکاح کول؟
. ملحد او د خور ورور واده
یو ملحد اعتراض وکړي. چې ولې د بابا آدم اولاده چې خور او ورور وو. یو بل سره نکاح کوله ؟
اول به درته د ملحد خپله نظرې او عمل روښانه کړم
زما سوال دې چې تاسو وایې چې د انسان له بزو څخه ارتقاء شوي دي. نو دا راته ووایه چې اول ارتقاء کوونکې نر او ښځې خپله یو بل سره نږدی شوي دي کنه ؟ بیا هغوي نه چي کوم اولاد پیدا شو هغه ورور او خور یو بل سره جماع وکړه کنه ؟؟ که ته وایې چې نه نو نسل څنګه زیات شو ؟ که ته وايې چې هو، نو بیا دي د اعتراض نه اول اعتراف وکړي.
بله خبره دا چي ستاسي ټول اوسني مشران. هاوکینګ، نیچه، او ډاروين خور مور سره جنسي اړيکې مهمه بولي ایا دغه عمل ستاسې په نزد د منلو وړ ده؟
بیا هم زه ښه پوه یم چې ستاسي همیش په قول او فعل کې فرق وې تاسو فقط سوال کول زده دي په دې هم نه پوهیږي چې همدي سوال کې خپله راحصار یاست
راځو د ملحد سوال ته !
کله هم چې شرایع مختلف وي نو احکام هم بدل شې، لیکن اصول او عقاید نه بدلیږی، چې په شریعت کې ثابت وي .
۱ ـ لکه د سلیمان علیه السلام په شریعت کې مجسمه جوړول جایز وو . زموږ په شریعت کی ناجایز دي . إن التماثيل التي أشار إليها القرآن كانت مباحة في شريعة سليمان ، وقد نسخت في الشريعة الإسلامية ، ومن المعلوم أن شريعة من قبلنا إنما تكون شريعة لنا إذا لم يرد ناسخ ، وقد وجد هذا الناسخ فيكون اتخاذ التماثيل محرماً في شريعتنا قطعاً .تفسیر آلایات الاحکام . جلد ۱ صفحه ۴۹۹. مکتبة شامله
۲ـ یوسف علیه السلام په شریعت کې سجده د تعظیم جایز وه مګر زمونږ په شریعت کي حرام . فالسجود بقصد التحية لغير الله تعالى كان جائزاً في شريعة يوسف عليه السلام ، وقد حرّمه شرعنا فلا يصح الاحتجاج بما ذكره الله من سجود أخوة يوسف له على إباحة السجود لغير الله . تفسیر الآیات الاحکام . جلد ۱ صفحه ۵۰۸ ۳ د جنګ په نتیجه کې غنیمت د نورو امتونو لپاره حرام وي. لیکن زمونږ لپاره جایز دي قال الكاشفي : (رحيم مهر بانست كه غنيمت برشما حلال كرده وبرامم ديكر حرام بوده) كما قال ابن عباس رضي الله عنهما كانت الغنائم حراماً على الأنبياء فكانوا إذا أصابوا مغنماً جعلوه للقربان فكانت تنزل نار من السماء فتأكله ولله تعالى عنايات لهذه الأمة لا تحصى.تفسیر روح البیان .جلد ۳ صفحه ۲۸۵سورة الاعراف .
۴ ـ د یهودو لپاره قبله بیت المقدس وه لیکن زموږ لپاره بیت الله ده .الجامع الاحکام القران . جلد ۸ صفحه ۳۷۱سورة یونس

همدا ډول د حضرت ادم علیه السلام په وخت کي د خور او ورور نکاح جایز وه . او وروسته امتونو باندی حرامه شوه .ځکه یوه عمومي قاعده ده چې الضرورات تبيح المحظورات . ضرورت یو حرام څیز مباح ګرځوي،
برادر با خواهر ازدواج کرده است و چون در آن زمان هنوز قانون تحریم ازدواج خواهر و برادر از طرف خداوند قرار داده نشده بود و راهی هم برای بقای نسل بشر غیر از این راه وجود نداشت، از این جهت اشکالی وارد نیست.
دلته یو بل اعتراض ته هم جواب کوو. چي ولې الله تعالي حوا د آدم علیه السلام له پښتۍ څخه پیدا کړه خو هغه به یې هم له خاورې څخه پیدا کوله ؟ نو جواب يې دادي چې اول خو د الله تعالې د هر کار حکمت زموږ په پوهه کې نه راځې . او بل حکمت دادي چې ، ځکه يې د آدم علیه السلام له چپه پښتۍ څخه پیدا کړه چې انسان دا ګمان ونه کړي، چې الله تعالې یو انسان له بل انسان څخه نه شې پیدا کولای، بلکې یواځې له خاوري څخه پید کول کوي. بیا به کفارو دغه سوالونه کول.تفسیر الالوسي. جلد ۳ صفحه ۳۹۹ سورة النساء
او حافظ ابن کثیر رحمة الله علیه : داسي وضاحت کوي.
بلا شبه الله پاک د ادم علیه السلام لپاره دا مشروع کړي وه چي هغه خپل اولاد کې ځامنو او لورګانو یو بل سره واده وکړی ولي چي دا کار د هغه وخت ضرورت وو. .
خو ویلي کیږي چي د حضرت آدم علیه السلام او بي بي حوا په کور کې به یو هلک او جیني یو ځاي پیدا کیدل نو آدم علیه السلام او بي بي حوا به د هغوي نکاح د ورپسی پیدا کیدونکو سره کوله.
دا خبره په ورسره نورو الفاظو سره د ابن عباس رضی الله تعالی عنه نه هم نقل ده
یعنی نن پیدا شوی جینی راتلونکی هلک سره او نن پیدا شوی هلک راتلونکی جیني سره په نکاح کیدل.

دوهم بعضي علماء وايي چې اولین صاحب شریعت هغه نوح علیه السلام وو. نو هلته شریعت اسماني نه وو راغلي .وأخرج عبد بن حميد وابن المنذر عن الحكم قال : شرع لكم من الدين ما وصى به نوحا قال : جاء نوح عليه السلام بالشريعة بتحريم الأمهات والأخوات والبنات. تفسیر الدرالمنثور . جلد ۷ صفحه ۳۴۰ ، فالتين إيماء إلى رسالة نوح وهي أول شريعة لِرسوللٍ. التحریر والتنویر . جلد ۳۰ صفحه ۴۲۲سورة التین.
ددې وجي نه احکام هم نه وو. نو حرام او حلال هم نه وو . لکه په یوه اثر کې چې راځې، وأخرج عبد الرزاق وعبد بن حميد وابن جرير عن قتادة شرع لكم من الدين ما وصى به نوحا قال : الحلال والحرام .تفسیر الدرالمنثور جلد ۷ صفحه ۳۴۰
روافض وایی چی هغوی ته جنت نه حوري راوړل شوی وی خو لیکن دا خبره صحیح نه ده د علماء په نزد . وزعم بعض أن حواء كانت حورية خلقت مما خلق منه الحور بعد أن أسكن آدم الجنة وكلا القولين باطل ، تفسیر الالوسي. جلد ۳ صفحه ۳۹۹ سورة النساء
الله پاک فرمايي
[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 1]
يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِى خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وٰحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَآءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِى تَسَآءَلُونَ بِهِۦ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا
اې خلكو له خپل هغه رب څخه ووېرېږئ چي تاسي يې له يو تن څخه پيدا کړئ او له هماغه تن څخه یې د هغه جوړه منځ ته راوړه او له دې دواړو څخه یې په نړۍ کښي ډېر نارينه او ښځي خواره کړل. له هغه خداى څخه ووېرېږئ چي په وسيله يې تاسي يو له بل څخه خپل حقوق غواړئ، او د خپلولۍ او پيوندونو له غوڅولو څخه ډډه وکړئ. باور ولرئ چي الله پر تاسي څارونكى دى. .
لیکوونکي . ابـــو خــالد
تصحیح وتخریج . عبدالــســلام حنفي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more