د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د استاذ احترام کول

عبدالسلام حنف
28.03.2017

حضرت مولانا مفتي کفایت الله رحمه الله یو وار طالبانو ته درس ورکولو نو د طالبانو نه یې ، پوښتنه وکړه . چې دا راته ووایې، چې، مولانا انور شاه الکشمیری، رحمه الله نه علامه یا دومره غټ عالم څنګه جوړ شو ،
د کومو طالبانو چې ، د تفسیر سره شوق وي، هغوي، وویل جنابه هغه غټ مفسِر وو . نو د، تفسیر له تدریس څخه یا د مفسر کیدلو له وجې علامه یا دومره غټ عالم تري، جوړ شو ، او د چا چې د احادیثو سره شوق وي، هغوي، وویل ، چې هغه ډیر غټ محدِث وو ، چا چې شاعری سره شوق وي، هغويو وویل ، چې، هغه ښه شاعر وي، ځکه په عربی، کې یې، هم اشعار شته دي،
نو هر طالب خپل نظر پیش کړي، لیکن په آخر کې مفتي، کفایت الله رحمه الله وویل ، چې یو چا دا پوښتنه له انور شاه کشمیري رحمه الله نه په خپله وکړه چې جناب تاسو دا دومره لوي علامه څنګه جوړ شوي؟
ده ورته وویل چې دا ټول هر څه د ادب په وجه سره دي ، ځکه ما به د استاذانو ‌ډیر زیات ادب کولو ، او همدارنګه د کتاب مې هم ډیر ادب کولو ، چې په ځان پوهه شوي یم چیرته مې هم کتاب بي اودسه نه دي راخیستي ، د بخاري شریف مطالعه کې چې به مې کله حاشیه کتل غوښتل نو کتاب به مې ځان ته نه را تاوولو بلکه زه به د حاشیی کتلو لپاره تاویدم ، چیرته مې هم د قرانکریم له پاسه د احادیثو کتاب نه دي ، ایخي، او د احادیثو د پاسه مې د فقهي کتاب نه دي ایخي، او د فقهي د پاسه مې د تاریخ کتاب نه دي ایخي،
نو چې کله دومره ادب سړي، کوي. نو خامخا زړه یې منور ګرځي ، او د الله تعالي په نزد مقبول ګرځي
دا کیسه موږ ته ډیر د پند څخه ډک ادب راښي، یو دا چې د استاذ ادب بل دا چې د کتاب ادب او بل یې د کتابونو د ایښودلو څومره ښه ترتیب راته وښوي، چې لاندي، اول مثلا د تاریخ کتابونه کیږدو بیا د هغه له پاسه د فقهي بیا د احادیثو بیا قرانکریم ، یعني، قرانکریم باید د هیڅ کتاب لاندي کښی نه ږدو
همدارنګه د امام صاحب څخه چا پوښتنه وکړه چې تاسو دومره علم څنګه حاصل کړي، امام صاحب جواب ورکړي، چې ما به کومه مسئله زده کوله ما به الحمد لله یعني د الله تعالي شکر به مې اداء کولي، نو ځکه الله تعالي داسي علم راکړي،
نو دا دوي واقعې موږ ته دا سبق راکوي چې د علم داسي لوړو درجو ته که ځان رسول غواړو نو دا عملي کړو ،

د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله په اړه یوه واقعه کې راځي، چې د امام د خپل استاذ ( حماد رحمه الله ) دومره قدر او احترام کوي، چې تر څو پوري امام صاحب ژوندي و ، تر هغي وخته پوري یې د خپل استاذ کور ته پښي نه وي غزولي، خو د امام صاحب او حماد رحمه الله د کور په مابین کې ډیره فاصله وه ، تقریبا اووه کوڅې په مینځ کې وي ،خو بیا به هم ده د هغه د ادب لحاظ ساتلو ، اداب المتعلمین ، صـ ۳۹ ،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more