د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

بې عقل یې پرخان کوي، هوښیار پربل!

اتل
01.03.2017

محترمو لوستونکو، السلام علیکم!
په طالبانو کې داسې قوماندانان هم شته، چې دځانمرګو حملو او زیاتو مسلمانانو په وژلو کې یو د بل سره رقابتونه کوي. هرقوماندان چې زیاتې چاودنې کړې وي، او زیات مسلمانان یې وزلې وي سراج حقاني ته زیات اعتبار لري.
===
د کابل په ننیو بریدونو کې ۳ کسان وژل شوي ۴۱ نور ټپیان دي.
پدې حملو کې د موټړ بم او ځانمرګي چاودنو او دغه راز سپکو وسلو نه کار اخیستل شویدي.
ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي ادعا کوي چې په دې بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته درانده تلفات اوښتي، خو د
کورنیو چارو وزارت دا ادعا ردوي.
===
دغسې چاودنې او پیچلې حملې د سراج حقاني مشخصه ده. طالبان خو اول باید پوه شي چې ولس نورنه دوکه کیږي. هرافغان پوهیږي چې دا جهاد نه، نیابتي جنګ دې، او دغسې حملې انتحار دئ، نه جهاد!
طالبان چې په ګاونډي ملک پراته دي، خپل اختیار نلري. خارجي کوربنو یې دپاکستان ګوډاګئ سراج حقاني لړم غوندې پر سر ور مقرر کړيدئ، طالبان مجبور دي چې دهغه داوامرو اطاعت وکړي. سراج حقاني د خپلو پنجابي بادارانو د ترورستي پلانونو د عملي کولو دپاره په افغانستان کې قاتلانه او ویرانونکې حملې کوي، مسؤلیت یې جبراً پرطالبانو مني. طالب مشران چې هریو یې څو ښځې لري، اولادونه یې په زده کړه بخت دي، دخارجیانو سره مزې چړچې کوي، دحقاني غلامۍ ته یې غاړه ایښې او په ډیره بې حیایۍ دبې ګناه افغانانو دقتلولو دعوې کوي.
په درنښټ.
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-39125439


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more