د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تمنا لرم چه څوک ئې و موږ‎‎ لوستونکو ته و ژباړ‎ي


ع کريم حليمي
22.01.2017

كان عمر ينادي زوجته: يا بنت الأكرمين. كان يكرمها ويكرم أهلها.في إحدى الليالي كان سيدنا عمر بن الخطاب يدور حول المدينة ليتفقد أحوال الرعية, فرأى خيمة لم يرها من قبل، فأقبل نحوها متسائلا ما خبرها، فسمع أنينًا يصدر من الخيمة فازداد همّه، ثم نادى فخرج منها رجل، فقال: من أنت؟ فقال: أنا رجل من إحدى القرى من البادية، وقد أصابتنا الحاجة، فجئت أنا وأهلي نطلب رفد عمر، فقد علمنا أن عمر يرفد ويراعي الرعية. فقال عمر: وما هذا الأنين؟ قال: هذه زوجتي تتوجع من ألم الولادة. فقال: وهل عندكم من يتولى رعايتها وتوليدها؟ قال: لا! أنا وهي فقط. فقال عمر: وهل عندك نفقة لإطعامها؟ قال: لا. قال عمر: انتظر أنا سآتي لك بالنفقة ومن يولدها.وذهب سيدنا عمر إلى بيته وكانت فيه زوجته سيدتنا أم كلثوم بنت علي بن أبي طالب، فنادى: يا ابنة الأكرمين، هل لك في خير ساقه الله لك؟ فقالت: وما ذاك؟ قال: هناك مسكينة فقيرة تتألم من الولادة في طرف المدينة. فقالت: هل تريد أن أتولى ذلك بنفسي؟ فقال: قومي يا ابنة الأكرمين وأعدي ما تحتاجه المرأة للولادة. وقام هو بأخذ طعام ولوازم الطبخ وحمله على رأسه، وذهبا.وصلا إلى الخيمة ودخلت أم كلثوم لتتولى عملية الولادة، وجلس سيدنا عمر مع الرجل خارج الخيمة ليعد لهم الطعام.أم كلثوم من الخيمة تنادي:يا أمير المؤمنين، أخبر الرجل أن الله قد أكرمه بولد وأن زوجته بخير. عندما سمع الرجل منها (يا أمير المؤمنين) تراجع إلى الخلف مندهشًا، فلم يكن يعلم أن هذا عمر بن الخطاب، فضحك سيدنا عمر، وقال له: اقترب. اقترب. نعم أنا عمر بن الخطاب، والتي ولدت زوجتك هي أم كلثوم ابنة علي بن أبي طالب.فخرّ الرجل باكيًا وهو يقول: آل بيت النبوة يولدون زوجتي! وأمير المؤمنين يطبخ لي ولزوجتي!فقال عمر: خذ هذا وسآتيك بالنفقة ما بقيت عندنا.هذا هو المنهاج الذي أخذوه من سيدنا محمد -صلى الله عليه وسلم-، فما كانت رفعة عمر بمجرد صلاة وصيام وقيام، ولا فتوحات فتحها في الأرض، بل كان له قلب خاضع خاشع متواضع منيب وأواب، يقيم العدل والحق في الأرض، ويحاسب نفسه قبل أن يحاسبه الله يوم القيامة.يقول أحدهم: سمعت الشيخ/ محمد ابن عثيمين -رحمه الله تعالى- يقص هذه القصة على المصلين ويبكي.


lawangin
23.01.2017

دا ليکنه دعربولپاره ده او که د عجمو لپاره ؟

پتنګ



ع کريم حليمي
20.02.2017

درنو او مكرمو لوستونكو ! لمړ‎ئ السلام عليكم ، ان شاء الله چه جوړ‎او روغ به ياست
دا پورته عربي متن د حضرت عمر بن الخطاب د دوران او خلافت او حاكميت د داخلي پاليسۍ تاریخی ترسم او بیان دی ، داسي يو بيان دي چه زه ځان ته اجازه نه وركوم
چه ترجمه يي كم ،ولي چه :زه د ترجمې له فن سره اشنايي نه لرم ، او نه غواړ‎م چه د داسي درانه ستر خليفه او د دوو مكرمو (حضرت علي او بي بي فاطمې ) د لور
یکتاز او لوړ‎ اخلاقي کردار په يو كښته انداز ترجمه كړ‎م ، معذرت مي ومنئ مننه

درنښت


lawangin
26.02.2017

لکه مکاره بوډۍ دا بې منطقي نو څه مانا لري ؟ ایا قران کریم چې له ټولو لوړ دی په مختلفو
ژبو ندی تر جمه شوی ؟؟؟ که سړی هغه مقصد چې دی پرې پوهیږي ولیکي نو څه فرق
کوي کله چې صداقت پکشې پروت او منافقت نه وي ؟
ستا پتنګ

[quote:d3a2f58f22="ع کريم حليمي"]درنو او مكرمو لوستونكو ! لمړ‎ئ السلام عليكم ، ان شاء الله چه جوړ‎او روغ به ياست
دا پورته عربي متن د حضرت عمر بن الخطاب د دوران او خلافت او حاكميت د داخلي پاليسۍ تاریخی ترسم او بیان دی ، داسي يو بيان دي چه زه ځان ته اجازه نه وركوم
چه ترجمه يي كم ،ولي چه :زه د ترجمې له فن سره اشنايي نه لرم ، او نه غواړ‎م چه د داسي درانه ستر خليفه او د دوو مكرمو (حضرت علي او بي بي فاطمې ) د لور
یکتاز او لوړ‎ اخلاقي کردار په يو كښته انداز ترجمه كړ‎م ، معذرت مي ومنئ مننه

درنښت[/quote:d3a2f58f22]



ع کريم حليمي
28.02.2017

محترم پتنگه سلامونه ، ته و ما ته يو محترم سړ‎ی !
دا چه ته تلوسه لرې دعربي متن ترجمې ته ! پر دواړ‎و سترګو زہ به ئي درته و ژباړ‎م

دا تاریخي نقل داسي دئ چه :

يو شپه حضرت عمر بن الخطاب رض په مدينه المنوره كي گرځېدئ چه د خپلو خلگو حال واخلي ، داسي يو ځای ته راغلي چه يوه خيمه وليدل چه د مخه دلته نوه يعني نوې او يا تازہ درول سوې وہ ، نو حضرت عمر رض مخ دخېمې پر خوا ور رهي سو
چه ورنزدې سو ، نو ور ږ‎غ يي كړ‎ہ ، نو د خېمې څمن يو سړ‎ی راووتلی ، د مسلمانانو امير له سړ‎ي نه پوښته وكړ‎ه چه څوك يي ؟ سړ‎ي ورته وويل ، چه د لري ځأيه يا كلي راغلی یم اړ‎یم ، دلته راغلم د خپلي ښځي سره ، كه عمر څه مرسته راسره وكړ‎ہ
موږ‎ پوهېږ‎و چه حضرت عمر خپل رعيتو پوښته كوي ، عمر رضي الله عنه ورته وويل
چه په خيمه كي دا زگېروئ او ږ‎غ د چا دی ، سړ‎ي ورته وويل دا زما د كور والا زگيروئ دی ، د اولاد ناجوړ‎ي ئې دہ (اولاد پيدا كيدو دردونه ئي دي ) ، حضرت عمر ورته وويل چه د كمك څوك سته ورسره ، سړ‎ي وويل چه نه ، يوازي ده ، حضرت عمر ورته وويل
د خوړ‎لو شئ لرئ ؟ سړ‎ي ورته وويل چه نه !

نوره ژباړ‎ہ بيا



ع کريم حليمي
28.02.2017

حضرت عمر رض ورته وويل ، لږ‎ انتظار وكه ، زه به يو څہ خواړ‎ه درته راوړ‎م او یوه دايي به هم رته راولم ، حضرت عمر رضي الله عنه كور ته ولاړ‎ۍ ، كور ودانه (ام كلثوم ) چه د حضرت علي كرم الله وجهه لور وه ، په كور كي وه ، نو حضرت عمر رضي الله عنه خپلي كوروداني ته ورږ‎غ كړ‎ه چه اې د الاکرمین لور ! غواړ‎ې یا اراده لرې د نېکۍ ! چه نيكي ستا كور ته راغلې ده كوروداني ئي ورته وويل ، چيري ده دانيكي ؟
حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل هغي خوا ته د مدينې ، يوه مسكينه پر اولاد ناجوړ‎ه ده ،
ترجمه دوام لري



ع کريم حليمي
02.03.2017

کور وداني ئې ورته وویل چه ستاخوښه ده چه زه ئې خدمت وکم ؟ عمر رضی الله عنه ورته وویل چه هو ! ولاړه سه او هر شئ چه دا د زېږیدو او لنګون پر وخت ضرورت وي هغه هم سره برابر که ، او حضرت عمر رضي الله عنه دخورک څه او دېګ او کاسه یعنی د پخېدلو سامان پر سر راواخته ، دواړه راروان سوه ، کله چه خېمې ته راورسېدل ، کورودانه (ام کلثوم ) خېمې ته ورننوتل چه ولادت پر وخت له مریضی سره کومک وکي ، حضرت عمر د سړي سره دخېمې نه دباندي د خوړو او ډوډۍ په جوړولو اخته ؤ ، ام کلثوم له خېمې نه ږغ کړه چه : آ امیر المؤمینینه سړي ته ووایه چه خدای و زوی خاوند کۍ او ښځه ئي هم صحت لري

دوام لري



ع کريم حليمي
04.03.2017

كله چه سړ‎ي د امير المؤمنين كلمه وارورېدله ، پر شا سو او وارخطا سو او بېري احساس ورسره پيداسو ، داځکه چه سړ‎ی نه ؤ خبر دغه حضرت عمر بن الخطاب دی
حضرت عمر وخندل او ورته وېويل چه راځه كښېنه ، هو ! زه عمر ابن الخطاب يم
او هغه چه ستا د ښځي مرسته چه كوي ، هغه أم كلثوم د حضرت علي كرم الله وجهه لور ده ، بس يودم سړ‎ی شين د ژړ‎ا ولاړ‎ۍ ، او ویل يۍ چه د نبي كورنۍ زما د ښځي په خدمت كي ولاړ‎ہ ده ، او أمير المؤمنين ما له او زما و ښځي ته خواړ‎ه راتياروي

ترجمه دوام لري


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more