د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغان ولس قاتل سراج حقاني په پاکستان کې سرې سترګې ګرزي.

اتل
11.01.2017

محترمو پښتنو، السلام علیکم!
د کندهار امنیه قومندان رازق وویل؛ داسې راپورونه یې ترلاسه کړي وو چې حقاني شبکه د کندهار نظامي شورا دوژلو هڅه کوي.
دسراج حقاني شبکې دکندهار دوالي په میلمستون کې چاودنه کړې، دکندهار دوالي د مرسیال، عربي متحده اماراتو پنځه دیبلوماتانو په شمول یې ۱۱ تنه وژلي، او دوالي او سفیر سره یې یو شمیر نور زخمي کړیدي.
===
دا خو اظهر من الشمس غوندې هر چاچاته جوته ده چې، حقاني دطالبانو پاچا دئ، خپل جنایات په طالبانو باندې په زور ورتپي، پخپله پنجابیانو ته خدمت کوي، او سرې سترګې په پاکستان کې ژوند کوي. سوال دادئ چې سراج حقاني ولې دوالي په میلمستون کې هغه ماښام چاودنې وکړې چې، دعربي متحده اماراتو سفیر او ورسره ديپلوماتان، چې په کندهار کې د یوې یتیم خانې دجوړولو دبنسټ دتیږې د اېښودلو دپاره هلته تللي وو؟
دویمه پوښتنه داده چې، طالبانو دکندهار د چاودنې مسؤلیت په غاړه واخیست، آیا دعربي متحده ایالاتو په سفیر او دېپلوماتانو باندې داحمله به په عربي نړۍ کې د طالبان او حقاني رنګه څومره بده کړي؟
دعربي ملکونو او دسیمې شته منو چې طالبانو ته یې بسپنې ورکولې، تیره میاشت وویل چې، هغوی ته نورې مرستې ځکه نه ورکوي، چې طالبان او حقاني ماشومان، میندې او بې کناه خلک وژني؟
په درناوي.


lawangin
12.01.2017

خوشې لګیا یې دالر دې کم شوي دي !!
دکندهار حمله دوالي په کور کې د حقاني او طالبانو کار ندی څکه چې عربي
امارات ىواځینی دولت وو چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي وو او اوس هم
مرسته ور سره کوي !
دا کار د رازق جاسوس کار دی چې دی او دده ټول کسان له مجلسه وتلي وو
او بیا دا کار وشه !! ولې رازق او نفر یې له جلسې ووتل ؟؟؟
دالر خوره خو فکر د وساته !!


tandar
14.01.2017

دالرو په واقيعت دتولو سترګي پتي کړي


اتل
17.01.2017

السلام علیکم، ګرانو پښتنو وروڼو!
ګرانو وروڼو، ماته بد رد مه وایئ. تاسې لکه طالبان صاحبان، په زړه پاک ساده پښتانه یئ. پدې کې شک مه کوئ چې پنجابیانود مولوي صاحب جلال الدین حقاني زوی، سراج الدین حقاني پر طالبانو وروتاپه. سراج الدین په دیني علم، تجربه، قومي، پښتونوالي، جهادي سابقه، دلوی کندهار او ټول افغانستان په سطحه د اکثره طالب مشرانوپر تله دتحریک دمرستیال د مقام جوګه ندئ.
دسراج حقاني یوازنۍ برتري پنجابیانو ته سکني توب دئ، او همدا علت دئ چې هغه اوس دطالبانو هرکاره دئ. پنجابیان پرسراج جنایات سرته رسوي، او طالبان یې د مسؤولیت منلو ته مجبوروي، ترڅو هغوی په ولس کې بدنام شي، او دسراج محبوبیت زیات شي. پدې کې هم شک مه کوئ، چې داکار په سراج باندې پدې دلیل شوئ چې طالبان په عربو کې بدنام کړي، او دسراج حقاني ملاتړ زیات کړي.
====
سرخط؛ د کندهار چاودنې د ولي‌الله په مدرسه کې پلان شوې وې
• January 15, 2017
• Written by: تاند کابل
د تېرې سه‌شنبې په ورځ په کابل، کندهار او هلمند کې يو په بل پسې خونړۍ چاودنې وشوې چې ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.‌
سرخط ورځپاڼې ته اوس داسې مالومات په لاس ورغلي دي چې ښيي، د کابل، ‌کندهار او هلمند ټولې چاودنې تر کرښه پورې غاړه د ملا ولی‌الله په مدرسه کې پلان کړې وې.
دغه مدرسه له کلونو راهيسې د افغانستان له‌پاره درګرده ځانمرګی روزي.‌
د ورځپاڼې په خبره، وروسته له هغه چې طالبانو و نه کړای شوای هلمند سقوط کړي، نو پوه شول چې تر څه وخته د کندهار نظامي شورا په پښو ولاړه وي،‌ دوی د هېواد په جنوب او لوېدیز کې د کومې سيمې نيولو ته نه پرېږدي، ‌ځکه خو پر دغې شورا د بريد تابيا ونيوه.
د ولي الله دمدرسې روزل شوي ځانمرګي په دریو ډلو وویشل شول.
لومړۍ ډله یې بدري ګروپ نومېده چې په دارالامان کې یې بريدونه وکړل، دويمه یې عرب ګروپ و چې په هلمند کې یې وژنې وکړې او درېيمه ډله چريکي وه چې د کندهار په ولايت مقام کې یې چاودنې وکړې.
د چاودنو له‌پاره دوه ميليونه کلدارې ملا ولي‌الله ته ورکړل شوې وې او هغه د چمن په رحمان کهول سيمه کې ورته ځانمرګي وروزل.
د کندهار چاودنې داسې پلان شوې وې چې لومړی به يوه چاودنه کېږي، وروسته چې خلک راټولېږي،‌دويمه چاودنه به هم کېږي، همداسې وشول، خو د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق له لومړۍ چاودنې وروسته، ولايت مقام ته ور په لاره و، خو لا رسېدلی نه و چې دويمه چاودنه وشوه.‌
د ورځپاڼې په خبره، طالبانو په لومړي سر کې د دغو چاودنو مسووليت ومانه او په خپلو کې یې يو بل ته مبارکيانې ورکولې، خو چې پوه شول عرب ډيپلوماټانو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې، له خپلې خبرې منکر شول.‌
http://www.taand.com/archives/84103


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more