د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

آیا الله د جاهلیت په زمانه کي د بت نوم وو. ؟

عبدالسلام حنف
12.12.2016

بسم الله الرحمن الرحیم
لیکنه. عبدالسلام حنفي
ملحدینو هر وخت د سوال ته ډیر زور ورکړي چي د الله تعالی لفظ مخکي د اسلام څخه د یوه بت نوم وي،
جواب . اول دا خبره سراسر غلطه ده چې الله د یوه بت نوم دي.
دلته دوه نومان دی. یو ( الله ) او بل (الاله ) لیکن الله لفظ یواځې د هغه ذات المقدسه لپاره استعمالیږي چي د هغه سره بل شریک د کایناتو په پیدایښت کې نه وي. په برحق معبود وي، او ( الاله) لفظ دالله تعالی او غیر له الله تعالی څخه نورو معبودانو لپاره هم استمعالیږي .
الاله لفظ مشتق له أله څخه دي او معني يې مطلق معبود ده ، برابره خبره ده که هغه معبود په حقه سره وي او په باطله سره وي. نو هغه بتان چې عربو به یې عبادت کوي . هغه ته به یې آلهة نوم استعمالوي
جمع د اله ده ځکه چې په باطله سره يې عبادت شوي دي. خو په عربو کي هیڅوک داسي کس نه وو. چي بت ته یې الله لفظ استمعال کړي وي. بلکي د جاهلیت په زمانه کې به چې کله د کوم عربي څخه سوال وشو. چې چا پیدا کړي یې ؟ او چا آسمانونه او ځمکه پیدا کړي دي؟ نو په جواب کې به یې وویل چې ، الله تعالي پیدا کړي دي.
او قرانکریم په سورة لقمان کې د خبري ته اشاره کړی ده.
الفرق بين لفظ ( الله ) ولفظ ( الإله ) أن الأول اسم علم للذات المقدسّة لا يشاركه فيه غيره ، ومعناه المعبود بحق ، والثاني يطلق على الله تعالى وعلى غيره ، وهو مشتق من ( ألَهَ ) ومعناه المعبود ، سواءً كان بحق أو غير حق ، فالأصنام التي كان يعبدها العرب تسمّى ( آلهة ) جمع ( إله ) لأنها عُبدت بباطل من دون الله ، وما كان أحد يسمى الصنم ( الله ) بل كان العربي في الجاهلية إذا سئل : من خلقك؟ أو من خلق السماوات والأرض؟ يقول : الله ، وفيهم يقول القرآن الكريم : { وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السماوات والأرض لَيَقُولُنَّ الله . . . } [ لقمان : 25 ] .
تفسیر ایات الاحکام .جلد ۱ صفحه ۸ .
عرب مخکې د اسلام له راتګ څخه د الله تعالی د لفظ سره آشنا وو. د هیڅ بت لپاره يې دا د الله لفظ نه دې استمعال کړي حتا چې کله به ورته وویل شول چي د الله تعالي عبادت وکړئ . نو دوي به داسی نه ویل چي الله تعالي څوک دي. او کله به چې ورته وویل شول چي سجده وکړئ الرحمن ته نو دوي به وویل چي الرحمن څوک دي؟
تحقيق لفظ الله حتى توهم أنه ليس بعربي لنفور العرب منه فإنهم لما قيل لهم { اعبدوا الله } [ النمل : 6 3 ] لم يقولوا وما الله ولما قيل لهم { اسجدوا للرحمن قالوا وَمَا الرحمن } [ الفرقان : 0 6 ] ولعل سبب ذلك توهمهم التعدد وأنهم خافوا أن يكون المعبود الذي يدلهم عليهم من جنسهم فأنكروه لذلك لا لأنه ليس بعربي ، روح المعاني جلد ۱ صفحه ۶۴
او چا چې دا ګمان کړي دي چې الله د بت نوم دي شاید هغه د دغه خبري څخه دا فهم کړي وي چي یو ضعیف روایت راغلي د قیل لفظ سره . چي مشرکوینو د اللات لفظ د الله څخه اخیستي دي. او د العزي لفظ د العزیز څخه مشتق کړي دي ، او مناة لفظ د مني الله الشئ څخه اخیستل شوي دي.
خو دا خبره ضعیفه ده
خو لیکن صحیح روایت چې راغلی دادي چې للات د یوه کس نوم دي چي اوګره به یې جوړوله .نو کله چي مړ شو نو خلګو په عبادت سره د ده قبره ونیوي. اونور روایت هم کي راغلي دي. چي دا اللات لفظ هم مشتق له یلت السویق څخه دي. او د دغه کس نوم عامر بن ظرب وي. د زیات تحقیق لپاره وګورئ. الجامع الاحکام القران . جلد ۱۷ صفحه ۱۰۰ : ۱۰۱ سورة النجم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more