د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

مسلمان به ولي په جنت کي همیشه پاتي کیږي او کافر به ولي په دوزخ کي همیشه پاتي کیږي !

عبدالسلام حنف
29.11.2016

مسلمان به ولي په جنت کي همیشه پاتي کیږي او کافر به ولي په دوزخ کي همیشه پاتي کیږي !
لیکنه. عبدالسلام حنفي
دا سوال پیدا کیږی چي کافر یا مشرک ته به ولي په جهنم کي ابدي عذاب ورکول کیږي.باید چي د خپل جرم مطابق چي هر څومره کاله يي جرم کړي وي همدومره سزا ورکړل شي مثلاً د چا چي شپته یا اویا کاله عمر په کفر او ګناهونو کي تیر شوي وي د همدغو عمر مطابق سزا او جزا ورکړل شي. ټول عمر باید سزا ورنه کړل شي او په قرانکریم کي د دې خلاف ذکر دی او وایی چی ابدی عذاب به ورکول کیږی [سُوۡرَةُ المَائدة : 37]
يُرِيدُونَ أَن يَخْرُجُوا مِنَ النَّارِ وَمَا هُم بِخٰرِجِينَ مِنْهَا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِيمٌ
هغوى به غواړي چي د دوږخ له اور څخه په تېښته ووځي، خو نه به شي وتلای او هغوى ته به دائمي عذاب ورکړل شي.
جواب. دلته دوه شیان دي.
یو عمل دي.
او بل نیت .
هر کس چي جهنم ته یا جنت ته داخلیږي د نیت موافق که چیرته د ده نیت مثلاً په دنیا کي دا وي چي که زما زر کاله عمر شي یا هم ابدي عمر الله تعالي راکړي نو زه به همداسي مسلمان او د الله تعالي د حکم منونکي یم. نو کله چي دا کس جنت ته داخلیږي نو د نیت موافق به په جنت کي د الله تعالی په فضل سره همیشه او ابدي جنت ورکول کيږي. او کوم عمل چي ده کړي وي د هغه عمل موافق به بیا په جنت کي درجې ورکول کیږي. په عمل څوک جنت ته نشي داخلیدلي. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي هیڅوک په تاسو کي خپل عمل نه شي خلاصولي. یو کس پوښتنه وکړه چي تاسو هم یارسول الله. نو نبي کریم صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل زه هم په خپل عمل سره نه شم خلاصیدلي. مګر د الله تعالی په رحمت سره به هر کس خلاصیږي. ﻋﻦ ﺃﺑﻲ ﻫﺮﻳﺮﺓ، ﻋﻦ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﺃﻧﻪ ﻗﺎﻝ:ﻟﻦ ﻳﻨﺠﻲ ﺃﺣﺪا ﻣﻨﻜﻢ ﻋﻤﻠﻪ» ﻗﺎﻝ ﺭﺟﻞ: ﻭﻻ ﺇﻳﺎﻙ؟ ﻳﺎ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﻗﺎﻝ: «ﻭﻻ ﺇﻳﺎﻱ، ﺇﻻ ﺃﻥ ﻳﺘﻐﻤﺪﻧﻲ اﻟﻠﻪ ﻣﻨﻪ ﺑﺮﺣﻤﺔ، ﻭﻟﻜﻦ ﺳﺪﺩﻭا،مسلم رقم الحديث (2816)
نو جنت ته به د الله تعالي په فضل او رحمت سره هر کس داخلیږي. او جهنم ته به د الله تعالي په عدل سره داخلیږي. او په جهنم یا دوزخ کې چي کوم کس ته ابدي یا همیشه جزا ورکول کیږي هغه هم د دغه کس د نیت موافق ابدي سزا ورکول کیږي مثلاً کافر شپیته یا اویا کاله عمر چي په کفر کي تیر کړي وي نو ده ته که زر کاله یا همیشه عمر ورکړي شي هم دا کس به د خپل کفر څخه ونه ګرځي. او الله تعالي د ده په نیت علم لري. نو ځکه به دا کس په دوزخ کي د ابد لپاره وي. او ده چي کوم جرم کړي دي د هغه جرم موافق به بیا په دوزخ کي عذاب ورکول کیږي.
ان النیة تدوم والاعمال لا تدوم لانه ینوي ان یعمل الخیر ما بقي ولایستطیع ان یعمل الخیر ولذا قیل الخلود في الجنة جزاء النیة لانه کان ناویاً ان یطیع الله تعالي ابداً لو بقي ابداً فلما اخترمته المنیة دون نیته جزاه الله علیها لاجزاء العمل والا لکان مکثه في الجنة بقدر مدة عمله واضعافه وکذا الکافر لانه لوکان بعمله لم یستحق التخلید الا بقدر مدة کفره غیر انه نوي ان یقوم علی کفره ابداً فجزاه الله تعالي علي نیته. مجالس الارشادیه. صفحه ۱۵.
یدخل السعداء الجنة بفضل الله ویدخل الاشقیاء النار بعدل الله وکل احد ینزل في داره بالاعمال ویخلد فیها بالنیات. انتهي. الیواقیت والجواهر الجز الثاني. صفحه ۶۷۵ المبحث الحادي والسبعون. في بیان ان الجنة والنار حق وانهما مخلوقتان قبل خلق آدم. لبنان ـ بیروت



ع کريم حليمي
30.11.2016

السلام عليكم ورحمة الله دامت و بركات
پورته متن مي څو ګښته ولوستلي ، واقعآ چه ليكونكي ډير زحمت گاللي ، لیکوال د موضع ډېر طرفونه په بر كي نيولي ، اما د مشرك پر اړ‎خ ئې روښنائې ندہ سوې

( إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا ) النساء/ 116 .

درنو وړ‎ونو او مېرمنو ! رب العزت د مخلوقاتو تَر خلقت نه مخكي داسي وليكل چه : عِنْدَهُ فَوْقَ الْعَرْشِ إِنَّ رَحْمَتِي غَلَبَتْ غَضَبِي.

خبري دوې سوې : یوہ داده چه شرك نه بخښي او دوهمه خبره داده چه رحمت يي غلبه لري پر غضب !!!
د دغه دوو كلامونو په مصداق داسي معلوميږ‎ي إن شاءالله چه يو وقت به د دوږ‎‎خ سر په مشركينو پسي راوتړ‎ل سي ،او نور ټول بندگان به د الله په رحمت كي غرق سي
درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more