د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د یوه ملحد د کتاب جوابونه

عبدالسلام حنف
26.10.2016

بسم الله الرحمن الرحیم
لیکنه. عبدالسلام حنفي
اول سوال. سلیم صابر په خپله دې ژباړه «ستر کاینات او کوچنی انسان» کې ليکي:

آیا خدای .ج. دا نه خوښوله، چې د مذهب د تاريخ له پاڼو پاتې خلک هم عبادت ته راوبولي؟
جواب. دا سوال به هلته حل شی چی ته کله نقلي او عقلي دلایل ومنې. ځکه کله چې څوک نقلي دلایل نه مني نو داسي سوال کول د عقل انسانې څخه ماوراء دي عقل د دو ادراک نشی کولي ځکه دا تاریخي واقعه ده چي په عقل سره د دو ثابتول ناممکن دی. ولي تاریخ په عقل نه ثابتږی. چي الله تعالی ټولو خلګو ته د عبادت حکم کړی دئ او که یواځی یو څو محدود کسانو ته نو په عقل سره د دوی اثبات ناممکن دئ ځکه که دا ټولې خبرې د انسان په عقل او علم کې راشي نو د دې مطلب به دا شی چی انسان انسان پاتې نه شو بلکې عالم الغیب شوو. نو د انسان عقل محدود دی نو دا معلومول چي کوم خلګ عبادت ته بلل شوی دی او کوم عبادت ته نه دې بلل شوي. دا خو له پر خپل ځای پریږده پخپله د خپل وجود د هرې حصې حکمت څوک په عقل سره نشي ثابتولي. او کوم چی نقل دی نو هغه دا ثابته کړی ده چی د کوم وخته انسان پیدا شوی دی نو الله تعالی مذهب هم ورسره پیدا کړي دئ د هر پیغمبر سره او هر امت ته الله تعالي شریعت رسیدلی دی لکه چی فرمایی. [سُوۡرَةُ النّحل : 36]
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِى كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطّٰغُوتَ ۖ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللَّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلٰلَةُ ۚ فَسِيرُوا فِى الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ كَانَ عٰقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ
موږ په هر اُمت کي يو پېغمبر پیدا کړ (ولېږی)، او د هغه په وسيله مو ټول خبر کړل چي: د الله بندګي وکړئ او د طاغوت له بندګۍ څخه ځان وژغورئ. - نو وروسته له هغو څخه چا ته الله لار وښوول او پر چا ګمراهي مسلطه شوه. نو په ځمکه کښي وګرځئ راوګرځئ، وګورئ چي درواغ ګڼونكي له كوم برخليك سره مخامخ شول

دوهم سوال. ایا د خيالي قیامت په ورځ به له هغو کسانو سره هم بحث کېږي، چې د اديانو له مودې مخکې تېر شوي؟
جواب. اول خو ته باید قیامت په ورځ باور وکړی ځکه چی ته خیالی قیامت ورته وایې او بیا دا سوال وکړئ نو ته چي د یوه شي په موجودوالې باور نه کوي نو د هغو د ننه څنګه پوښتنه کوي ؟. داسی هیڅ کسان نشته چي هغه ته د دین نه وي رسیدلی او نه به یې ثابت کړی نو چې نشته نو د هر کس سره به حساب وی بلکي د قران له نقله ټولو ته دعوت رسیدلي دي. الله تعالی فرمایی.
[سُوۡرَةُ الاٴنعَام : 130]
يٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ ءَايٰتِى وَيُنذِرُونَكُمْ لِقَآءَ يَوْمِكُمْ هٰذَا ۚ قَالُوا شَهِدْنَا عَلٰىٓ أَنفُسِنَا ۖ وَغَرَّتْهُمُ الْحَيٰوةُ الدُّنْيَا وَشَهِدُوا عَلٰىٓ أَنفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا كٰفِرِينَ
(په هغه وخت کښي به الله له هغو څخه دا پوښتنه هم وکړي چي): "اې د پيريانو او انسانانو ډلي! ايا تاسي ته په خپله له همدا تاسي څخه هغه پېغمبران نه ول راغلي، چي تاسي ته یې زما ايتونه اورول او ددې ورځي له برخليك څخه یې وېرولاست؟ "- هغوى به ووايي: "هو، موږ د ځان پر خلاف په خپله شاهدي وایوو." - نن د دنيا ژوندانه دا خلك په غولونه کښي اچولي دي، خو په هغه وخت کښي به په خپله د ځان پر خلاف شاهدي ووايي: چي هغوى كافران ول.
د سلیم صابر د کتاب دریم سوال. آیا مذهب چې څه وايي، وخت په وخت هغه ثابتېږي، که دروغ کېږي؟
جواب. بلکل زموږ خوږ پیغمبر چي څه ویلی دی هغه ټول ثابت شوی دی. په زرهاوو داسي پیش ګویی رسول الله صلی الله علیه وسلم د آخر وخت په باره کې کړی دی او اکثره ثابتې شوی یا ساینس اوس کشف کړي دي او یا د قیامت د علامو په اړوند چي کومې ویناوې نبي کریم علیه السلام کړی هغه ظاهره شوی دي چی د هغو له جملو څخه یوه دا وینا درته وړاندې کوم. : یو حدیث شریف کې راغلی دی چې پر خلګو باندې به داسې زمانه راشي چی د دین احکام عملي کول به دومره ګران وی لکه د آور سکروټه چې په لاس کې نیسي. رواه ترمذي . ج۲ ص ۵۰. نو اوس تاسو معاصر وخت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه سپیڅلي وینا ته فکر وکړی چي څومره رښتنې ثابته ده هر چاته تر لمر روښانه ده د دې اړتیا نشته چی یو څه پری ولیکم. او دو ته ورته نور ډیر داسی مثالونه شتون لری چې د ټولو لیکل مشکل دی.
[/b]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more