د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

چې په تنګ شي، په جنګ شي.

میرویس
30.09.2016

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
په ننګرهار کې په ګڼو سیمو کې دخلکو د داعش د بربریت، وحشت او دهشت مزه وڅکله. د کوټ خلک مجبور شول چې دخپل سر، ناموس او مال دساتنې دپاره ملا وتړي.
داعش نن سبا په ټوله نړۍ کې یدنام شوئ، دانسانان ژوندئ سیزل، حلالولو، په ښځو جنسي تیریو او ماشومانو باندې د لویانو قتلولو په ولسونو کې کرکې راپارولې دي.
===
ننګرهار د کوټ ولسوالۍ ولسونو له خپلو سیمو د ساتنې په موخه نوې پوستې جوړې کړې.د کوټ ولسوالۍ مسؤلينو په هڅو او د ځايي خلکو په همکارۍ د پتې سيمې په کافره غونډۍ او ځينو نورو ځايونو کې سیمه ييزو پولیسو لپاره نوې پوستې جوړې شوې.
د سيمو خلکو د پوستو جوړولو تر څنګ يادو پوستو ته سړکونه هم ووېستل او ويې ويل، چې تل به له حکومت سره په هره برخه کې همکاري کوي.
خلکو ویلي، چې په دغو پوستو کې به له سيمه ييزو پوليسو سره یو ځای د خپلو سيمو ساتنه کوي او که اړتيا شوه؛ نو په لوی شمېر سره به د مخالفينو مقابلې ته را و وځي.
تر دې وړاندې هم يو شمېر پوستې موجودې وې، چې ولسي خلکو د خپلو سيمو د ساتنې په موخه جوړې کړې وې او خپله په کې مېشت وو.
http://jomhornews.com/doc/news/fa/85382/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more