د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

مفرد او جمع

Farhad zaheer
02.05.2005

مفرد او جمع
نوم د شمير له مخی پر دوه ډوله دی . مفرد او جمع ، مفرد او جمع ، مفرد هغه دی چه پريوه شی يا يوه کس باندي دلالت کوی .
لکه : هلک ، ونه ، لرګي ، او جمع يی هغه ده چه له يوه نه پرزياتو شيانو او يا کسانو دلالت کوی لکه : هلکان ، ونې ، لرګی .
په پښتو کښی ټولی جمعی له مفرد څخه د ځينو علامو په راوړلو جوړيږی د نارينه جمعود جوړولو علامی دادي .
( ی ( ه ) ګان (( اه )) يان ( ان ) ونه ) او ښځينه چمعی ددي علامو په راوړلو چوړيږی ( ی ،ې ، ګانې ، وی ) د نارينه جمعود جوړولو قاعدی په لاندی ډول بيا نيږی .
١_ دهر مفرد نوم او صفت چه په پای کښی نرمه ( ې ) راغلی وی په جمع کښی دغه ( ې ) په څرګنده ( ي) بدليږی . لکه په لاندی مثالونو کښی .
مفرد جمع مفرد جمع
ستوری ستوري پلی پلي ستوری
نوی نوي اغزی اعزي
لوښی لوښي لرګی لرګي

يادونه :_ په دی قسم نومونو کښی ساکښ نومونه يا صفتونه او نسبتی ساکښ صفتونه او نسبتی ساکښ صفتونه دمفرد په اخر کښی د ( ان ) په راوړلو هم جمغ کيږی لکه :
مفرد : ميږی ، غويی ، خوريی ، شاپيری . کابلی ، کندهاری ، سدوزی .
جمع : ميږيان ، غويان ، خوريان ، شاپيريان ، کابليان ، سدوزيان

٢_ ساکښ صفات چه اخر کښی يی څرګنده ( ي ) يا څرکنده و او راغلي وې < ( ان ) په راوړلو جمع کيږی لکه :
مفرد : موچي ، دوبي ، جمع : موچيان ، دوبيان .
٣_ هر صفت چه په منځ کښی يی و او يا ( ی ) راغلی وی او دغه واو يا ( ی ) په مونث کښی غورځيدلی وی نو په جمع کښی هغه په الف بدليږی او په پای کښی يی کوچنی (ه ) زياتيږی ، لکه :
مفرد : پښتون ، ړوند ، روڼ ، تريځ ، تريو ،
جمع : پښتانه ، ړانده ، راڼه ، تراخه ، تراوه .
٤ _ ځينی دوه توريز يو څپه ئيز صفات د کوچنۍ ( د ) په زياتولو جمع کيږی ، لکه :
مفرد : غل ، مل ، مړ ، سور ، شين ، اوم ، اوږد .
جمع : غله ، مله ، مړه ، سره ، شنه ، اومه ، اوږده .
٥_ هغه نومونه او صفتونه چه په اخر کښی يی اصلی حرف راغلی وی که ساکښ وی عموماٌ د (( دان )) په زياتولو اوکه بی ساوی د (( ونه )) په زياتولو جمع کيږی لکه :
مفرد : چرګ ، اوښ ، ځوان ، مين .
جمع : جرګان ، اوښان ، ځوانان ، مينان .
مفرد : کور ، کال پور ، ټوپک .
جمع : کورونه ، کلونه ، پورونه ، ټوپکونه .
يادونه : په دې قسم نومونو کښی ساکښ نومونه يا صفتونه او نسبتی ساکښ صفتونه د مفرد په اخر کښی د ( ان ) په راوړلو هم جمع کيږی لکه :
مفرد : ميږی ، غويی ، خوری ، شاپيری ، کابلی ، کندهاری ، سدوزی .
جمع : ميږيان ، غويان ، خوريان ، شاپيريان ، کابليان ، سدوزيان .
مفرد : موچی ، دوبی .
جمع : موجيان ، دوبيان .
عموماٌ د (ان ) په زياتولو او که يې ساوی د ؛ ونه ؛ په زياتولو جمع کيږی لکه :
مفرد : چرګ ، اوښ ، ځوان ، مينی .
جمع : جرګان ، اوښان ، ځوانان ، مينان
مفرد : کور ، کال ، پور ، ټوپک
جمع : کورونه ، کلونه ، پورونه ، ټوپکونه .
ښځينه جمعی
دښځينه جمعو د جوړولو قاعدې او علامې په لاندی ډول دی .
!_ هر مفرد د مونث نوم چه په اخر کښی يی (و) اويا ، ا ، وی د (( ګانې )) په زياتوالی جمع کيږی . لکه :
مفرد جمع مفرد جمع
زانګو زانګوګانې ژړا ژړاګانی
پيشو پيشوګانۍ رڼا رڼاګانی
ورشو ورشوګانۍ غوا غواګانې

ځينی پښتانه د الف نومونه د ( وی ) په راوړلو جمع کوی لکه : ژړاوې ، رڼاوې ، غواوې ، اناوې .
٢_ هر مفرد د مونث نوم چی په پای کې يې څرګنده( ی ) راغلی وي که ساکښ وی په ( ګانې ) جمع کېږي او که بې ساوي نو جمع يې په زورکی واله ( ی ) راځي لکه :
ساکښ
مفرد جمع بې سا
مامی مامې ګانې مفرد جمع
انی انۍ ګانې دوستي دوستۍ
وداني ودانۍ
دښمنی دښمنۍ
٤_ کوم نومونه چې په پای کې يې اوږده ( ې ) راغلی وی په ( انی ) چمع کېږي لکه :
مفرد جمع
ناوې ناويانی
خواښې خواښيانی
ټول سماعی مونثا ت په اصل کې ( ه ) لري نو ځکه پې جمع په اخر کې د اوږ دې ( ې ) په راوړلو راځي لکه .
مفرد جمع
غيږ غيږې
لار لارې
لمن لمنې
٥ _ د نسبتي صفاتو او شريکو صفاتو ښځينه جمعې له نارينه جمعو څخه د اوږدی ( ې ) په زياتولو جوړيږي لکه :
مذکر جمع مونث جمع
کابليان کابليانې
کولالان کولالانې
ساده ګان ساده ګانې
خواران خوارانې
٦_ د معنوی مونثاتو جمعي تريوې قاعدي لاندې نه راځي او په وروسته ډول جوړېږي لکه :
مفرد جمع
مور ميندې
خور خويندې
ترور تريندې
نجلۍ نجونې
وريندار وريندارې
farhad201@hotmail.com
farhad_shinwari2002@hotmail.com


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more