د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دسراج حقاني قتلونه، او طالبانو پړه!

میرویس
09.09.2016

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم!
سراج حقاني یې "هم په میخ وهی، هم پر نال!"
سراج حقاني د خپل نفوذ يه علاقه کې دنورو جنایاتو ترڅنګ هدفي قتلونه هم کوي، خو بدبخت طالبان یې بیا مسؤلیت په غاړه اخلي.
====
د خوست د صبریو ولسوال آغا جان توکلي وویل، نواب خان له تېرو درېیو کلونو په دې ولسوالۍ کې د بتخانې لېسې مدیر ؤ او له چا سره یې شخصي دښمني نه لرله.
د لیسې مدیر دوو مخ پټو وسله والو کسانو لخوا تېره شپه پر داسې مهال وژل شوی چې له جومات نه کور ته روان و.
ښاغلي توکلي وویل، د مدیر نواب خان د وژل کېدو په اړه ددوی څېړنې روانې دي.
د صبریو ولسوالۍ د خوست ښار شمال ختیځ ۲۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې د دولت مخالفینو فعالیت پکې ډېر دی.
===
دحقاني ترورسته شبکه جنایات کوی، بیا د خپلو پنجابي ترورستابادارانو ترشا پټیږي، او ملامتي يې پر افغان او پاکستاني طالبانو او داعش اچول کیږي، اود حقاني حتی نوم هم نه پکې یادیږي. البته طالبان هم د افغان ولس پر خلاف دجنایتو مرتکب کيږي چې تر ټولو شدید جنایات داعش کوي.
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160909_mns_khost_school_director_killed.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more