د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

وينډوز XP او پښتو


Shponkay
14.05.2003

................................... زما په اند وينډوز XP د پښتو ژبي لپاره تر ټولو غوره ويندوزدي
..............................................................ستاسونظر په دغه هكله؟؟؟؟؟


hotak
24.01.2004

شپونكيه وروره شپيلۍ دي تانده اوسه!
ريشتيا هم اكس پي دعربي او هغي ته دورته نورو ژبو دسپورټ او ملاتړ پراخ چانسونه لري البته تركومه ځايه چي دپښتو خبره ده نو تراوسه پوري ماته داسي څوك په نظر ندي راغلي چي هغه دي داكس پي لپاره دپښتو سپورټ فايل جوړكړي وي ترڅو هغه دپښتو ليك لوست جوګه وګرزوي.
مګر دويندوز98 ويندوز ميلينيم او ويندوز دوه زره لپاره تردي دمه دپيښور دليوال په ګډون بيلابيلو ورونو اوخويندو فايلونه جوړكړيدي چي ځيني يي ښه كاركوي او ځيني نور يي يو لړتخنيكي نيمګړتياوي لري خو له دي سره سره بيا هم موږهغه مثبتي هڅي بللاي شو.
نو پدي حساب زما په آند تردي دمه له اكسپي نه پرته دانور پروګرامونه دپښتو لپاره وړ او مناسب دي.اكس پي دخپل درانه حجم او نابلد كيفيت يا انټر فيس له امله هم له ډيرو سسټمونو سره نشي چليدلاي ځكه داكس پي دچلولو لپاره ىبرانډيډ سسټمونو لپاره پينتيم 3 او دنورو لپاره پينتيم 4 لازمي دي پداسي حال كي چي په هغو سيمو كي چي پښتانه ډيردي لكه پاكستان افغانستان هلته څوك پي 4 نشي رانيولاي او عموما هلته پي 2او يا هم په كمو مواردو كي پي 3 كارول كيږي.
په پاي كي زه غواړم چي تاسي ته دازيري هم دركړم چي ما دخپل يوه بل ملګري په ګډون همدا اوس داكس پي لپاره پښتو سپورټ پروګرام جوړكړيدي چي تردي دمه لا په تجرباتي مرحله كي دي.يوڅو موده وروسته به يي زه دلته افلوډ كړم او مفصله تشريح به يي هم وكړم البته په يقين سره ويلاي شم چي پروګرام تراوسه پوري ډيرغوره نتايج وركړيدي.كه چيري تاسي اكس پي آفس هم له ويندوز سره جوخت انستال كړي وي او دهغي لپاره مو عربيك اينابيلډ فارمت غوره كړي وي نو بيا به تاسي كولاي شي پي په ورد كي 45ډوله خطونه يا ليكدودونه وكاروي او همداراز په لسګونو نوري اسانتياګاني هم پكي په نظر كي نيول شوي دي البته ستاسي دعا په كارده.
يو بل ټكي چي زه يي روڼول غواړم دادي چي موږپخپله دغه پروژه كي هيڅ كوم تجارتي يا كمرشل مقصد نلرو بلكي موخه مو دخپلو خلكو خدمت دي. په مينه. نصيراحمد هوتك


(( ښه ))
17.08.2004

هوتکه وروره سلامونه مي ومنه او بيا دعا کوم چي خوشاله او بريالۍ اوسې !
وروره زه هره ورځ منتظر يم چي د وينډوز اکس پې په اړه ستاسو نوري ليکني ولولم او هغه ستاسو دهغو هڅو په لړۍ پوه شم چي تاسو وعده کړی وه چي تاسو د پښتو لپاره يو نوښت تر لاس لاندي لرۍ . که نوي معلومات لرۍ د مهربانۍ له مخي ، راته وليکۍ چي زه او ستاسي نورپښتانه ورڼه ستاسو د نوو نوښتونو څخه ګټه واخلي
په درنښت


Baheer
30.11.2004

سلامونه اونېکې هيلې٠ هيله لرم چه د ټول افغان د پاڼې جوړونکي او کارونکې جوړ وي٠ زه د محترم شپونکي سره موافق يم او تر اوسه پورې د پښتو ژبې لپاره تر ټولو غوره وېنډوز XP دی٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more