د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

دپيښور بریدونه/دپښتون بقا

اتل
02.09.2016

محترمو لوستونکو، السلام علیکم،
د خیبر پښتونخوا د مردان ښار د یوې محکمې په خوله کې دوو انتحاري حملو لږترلږه ۱۰ تنه ووژل او تر ۳۰ ډېر يې ژوبل کړل.
تر دې مخکې نن /جمعه/ په ورسک روډ د عیسویانو پر یوې مېنې برید وشو.
د مردان د پېښې په اړه راپورونه وايي چې په وژل شویو او ټپیانو کې یو شمېر پولیس هم شامل دي.
تراوسه پوري د دې بریدونو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
نژدې یوه میاشت پخوا د کوټې په یوه روغتون کې په ورته انتحاري برید کې تر ۷۰ زیات کسان ووژل شول.
له دې جلا د خېبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې امنيتي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو پېښور ښار ته څېرمه پر ورسک روډ د عيسايانو پر يوې استوګنيزه ښارګوټي د وسله‎والو ترهګرو بريد شنډ کړى دى.
نامعلومو وسله‎والو د جمعې په ورځ سهار نېږدې ٥ بجې د پېښور په ورسک روډ کې د عيسيانو پر يوه ښارګوټي بريد کړى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې لا تر دې دمه کره او دقيق معلومات نه‎دي ورکړل شوي.
====
ولې پښتون، پښتون وژني او مسلمان، مسلمان وژني؟ ایا دا بریدګر پوهیږي، چې خپل پښتانه تباه کوي، او نوي نسلونه یې دتعلیم، کار اوروزګارنه محروم کوي، او دپښتنون د سیمو ترقي د خطر سره مخ کوي، او په نهایت کې د ديني علومو دزده کړې آو اسلام پوهنې نه محروم کوي. دغه ترهګر دخپلو اولاودونو سره هم ظلم کوي. پښتنې ټولنه چې خواروي، اصلاً خپل اولادونه هم خواروي، او دپښتنو دپرګنو بقا په خطر کې اچوي.
په درناوي.
http://www.taand.com/archives/75362


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more