د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ملا محمد اختر منصور ولي ایران ته تللئ ؤ؟

میرویس
03.06.2016

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم.
دطالبانو د متموفي دمشر ملا محمد اختر د وژل کیدو نه وروسته، دهغه دمرګ انګازې په نړۍ، بالخصوص سیمه او ملک کې دننه خپرې شوې. چا ویل چې د دروسیې د خاص نماینده ضمیر کابلوف سره دخبرو دپاره تللئ ؤ، چا ویل چې دخپلې کورنۍ لیدو ته ورغلئ ؤ. خو طالبنو وویل چې دخپلو طالبانو لیدو ته ورغلې ؤ. کیدای شي ایران ته د ملا منصور تګ ګڼ علتونه ولري.

ملا منصور چې دایران نه ستون شو، اود پاکستان خاورې ته ننوت ووژل شو. ددې کار علت څه ؤ. منصور چې د پاکستان په کوټه کې ژوند کاوه، آیا ایران ته دهغه په تګ، دده کوربه خبر ؤ؟
آیا ملا منصور غوښتل چې په ایران کې دکوټې دشوری دپاره دکوم مرکزد جوړولو موافقه ترلاسه کړي، او هلته یې ولیږدوي؟
که ملا منصور دکوټې دشوری دانتقال دپاره ایران ته تللئ ؤ، علت یې کوم فشار ؤ؟
په کوټه کې داوږدو کلونو دتیرولو نه پس، آیا ملا منصور ته د مصؤنیت اندښنه پیدا شوې وه؟
آیا ملا منصور ځان په ایران پلورلئ ؤ؟

آیا منصور دخارجي قدرتونو سره دپاکستان پرضد دسیسه کوله؟
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more