د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملا منصور مرګ، او عوقب!

میرویس
27.05.2016

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم!
د ننګرهارد "روداتو" په ولسوالۍ کې د وسله والو خپلمنځي نښته کې يو مړ، اودرئ ملكيان ټپيان شول.
ګرانو لوستونكو:
نور بس دي، ددغسې پيښو لمن دې ونغښتل شي. قدرت ته د رسیدو نه پس، ملا منصورنه یوازې تشدد ته زور ورکړ، بلکه طالبان یې هم پخپلو سره دښمنان کړل.
دطالبانو په مشرانو کې یو هم دلوي مولوي ذاکر زوي ملا عبدالقیوم ذاکر ؤ چې په ګوانتانامو زندان کې یې وهابیانو ته دوفادارۍ ټاپه پرخپله ټنډه ولګوله، او دوهابیانو دپاره يې دطالبانو دمشرتابه خوبونه لیدل، دمنصورسره یې مخالفت وکړ. خو سراج حقاني چې دملا منصور سره یې دښمني لرله او دپنجابې بادارانو دپاره یې دطابلنو مشري برمته کوله، دا یو ښه فرصت وباله چې ظاهراً دملا قیوم بیعت ملا منصورته واخلي او هغه دځان ملګرئ کړي. دغه دواړه دسیسه چیان پوهیدل چې دا بیعت به میاشت هم دوام نه کوي، ملا منصور به ګسه کیږي. ددغو غبرګو طالب مشرانو دسیسې نه بس یو دپوځې او بیل دسیاسي کمیسیون مشران شول، او دطالبانو د تحریک دغه دوه ښارګونه دوي په لاس کې واخیستل، او په نتیجه کې ملامنصور دداسې یوې دسیسې قرباني شو، چې څرک یې هم نشي لګیدلئ.
ترهغې چې طالب مشران دخارجي استخباراتو نه ځان خپلواک نکړي، نه به دانیابتي جنګ پای پیدا کړي، نه به دوی دغلامۍ ږغ دخپلو اوږو نه ښکته کړئ شي.
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more