tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

القاعده شبکې خپل مرکزونه بیا په افغانستان کې فعال کړي

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
میرویس
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 ميئ   2012
ليکنې: 864

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   ميئ   23, 2016 3:13 pm    عنوان   : القاعده شبکې خپل مرکزونه بیا په افغانستان کې فعال کړي Reply with quote

کرانو لوستونکو، السلام علیکم.
متل دئ چې وایي: "مار چیچلې، دپړي نه ویریږي."
اسامه بن لادن چې زموږ ساده مسلمان ملا صاحب محمد عمر دوکه کړ، دهغه تر کیرې لاندې یې په خاج کې ترورستي ګوزارونه وکړل، په خارجي قواوو یې زموږ ملک ونیوه، داناورین لاهم روان دئ، بیا به ولې موږ القاعدې ته پخبل ملک کې ځای ورکوو؟
دشوروی سره دجهاد په موقه دالقاعدې دجذب لویه منبع دحقاني ډله وه. ددې ډلې مشر سراج حقاني د القاعدې سره نه شلیدونکي اړیکې لري. اوس چې ملا منصور مړ شویدئ، سراج حقاني ته بیا ددې زمینه برابره شوې چې زموږ ملک بیا د القاعدې مرکز وګرزوي. دا لاندې رپوټ څه وایي:
=====
تاند- د بریتانیا ټیلګراف ورځپاڼه وايي چې القاعده شبکې د افغانستان په جنوب کې تروریستي مرکز بیا پرانیستی او له هغه څخه په لوېدیځ کې د حملو د پلان جوړولو لپاره کار اخلي.
ورځپاڼه وايي، القاعده د پاکستان په قبایلي سیمو کې له څه باندې یوې لسیزې وروسته په ۲۰۱۴ م کال له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو په وتلو پسې خپل تروریستي مرکزونه بېرته د افغانستان جنوب ته لېږدولي دي.
ټیلګراف ورځپاڼه وايي، اوس افغان امنیتي چارواکي وايي چې د القاعده مشران هیله لري چې په افغانستان کې له خپلو مرکزونو څخه په لوېدیځ کې د حملو د پلان جوړولو لپاره کار واخلي.
د افغانستان یوه جګپوړي دفاعي چارواکي وویل:«القاعده له افغانستانه د لوېدیځو پوځیانو له وتلو وروسته له رامنځته شوې تشې څخه په استفادې د افغانستان په جنوب کې مرکزونه جوړ کړي.
.اسوشیتید پریس خبري اژانس وویل چې د القاعده یو مشر فاروق القحطاني القطري د سیمې له خلکو سره د اړیکو په ټینګولو او د افغانستان ختیځ ته د وړو تجربه کارو سخت دریځو ډلو په راوستلو بوخت دی څو د هغوی په وسیله د جګړه مارو نوی نسل وروزي.
http://www.taand.com/archives/69661



.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
lawangin
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 27 ميئ   2006
ليکنې: 575

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   ميئ   23, 2016 9:41 pm    عنوان   : Re: القاعده شبکې خپل مرکزونه بیا په افغانستان کې فعال کړي Reply with quote

ته هغه مردارې لیکې کومې چې صلیبیان یې دخپل اشغال لپاره وړاندې کوي !
په وسطي قرن کې یې سراڅين (مسلمانان) وژل چې دوی بې کتابه ګڼل اوس طالبان وژني
په خپلې بې منطقه پروپاګندې سره خو مونږ پرې خاندو !!

پتنګ

میرویس ليکلي:
کرانو لوستونکو، السلام علیکم.
متل دئ چې وایي: "مار چیچلې، دپړي نه ویریږي."
اسامه بن لادن چې زموږ ساده مسلمان ملا صاحب محمد عمر دوکه کړ، دهغه تر کیرې لاندې یې په خاج کې ترورستي ګوزارونه وکړل، په خارجي قواوو یې زموږ ملک ونیوه، داناورین لاهم روان دئ، بیا به ولې موږ القاعدې ته پخبل ملک کې ځای ورکوو؟
دشوروی سره دجهاد په موقه دالقاعدې دجذب لویه منبع دحقاني ډله وه. ددې ډلې مشر سراج حقاني د القاعدې سره نه شلیدونکي اړیکې لري. اوس چې ملا منصور مړ شویدئ، سراج حقاني ته بیا ددې زمینه برابره شوې چې زموږ ملک بیا د القاعدې مرکز وګرزوي. دا لاندې رپوټ څه وایي:
=====
تاند- د بریتانیا ټیلګراف ورځپاڼه وايي چې القاعده شبکې د افغانستان په جنوب کې تروریستي مرکز بیا پرانیستی او له هغه څخه په لوېدیځ کې د حملو د پلان جوړولو لپاره کار اخلي.
ورځپاڼه وايي، القاعده د پاکستان په قبایلي سیمو کې له څه باندې یوې لسیزې وروسته په ۲۰۱۴ م کال له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو په وتلو پسې خپل تروریستي مرکزونه بېرته د افغانستان جنوب ته لېږدولي دي.
ټیلګراف ورځپاڼه وايي، اوس افغان امنیتي چارواکي وايي چې د القاعده مشران هیله لري چې په افغانستان کې له خپلو مرکزونو څخه په لوېدیځ کې د حملو د پلان جوړولو لپاره کار واخلي.
د افغانستان یوه جګپوړي دفاعي چارواکي وویل:«القاعده له افغانستانه د لوېدیځو پوځیانو له وتلو وروسته له رامنځته شوې تشې څخه په استفادې د افغانستان په جنوب کې مرکزونه جوړ کړي.
.اسوشیتید پریس خبري اژانس وویل چې د القاعده یو مشر فاروق القحطاني القطري د سیمې له خلکو سره د اړیکو په ټینګولو او د افغانستان ختیځ ته د وړو تجربه کارو سخت دریځو ډلو په راوستلو بوخت دی څو د هغوی په وسیله د جګړه مارو نوی نسل وروزي.
http://www.taand.com/archives/69661



.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.